یوه پیاله کافي تویېدلو الوتکه ناستې ته اړه کړه

الوتکه د انځور حقوق AAIB

برتانیا کې یوه څېړنډله وايي، د ۳۳۷ سپرلیو الوتکې له هغه وروسته لار بدله کړه او کېناسته چې د پیلوټ پر کنټرول سکرین یا تخته قهوه تویې شوه.

دا پېښه د ۲۰۱۹ کال د فرورۍ په شپږمه شوې ده.

د هوايي پېښو د څېړنې برخې د رپوټ له مخې دا الوتکه چې د جرمني له فرانکفورټ د مکسیکو کنګون ته روانه وه، اړه شوه چې د ایرلنډ په شانون کې کوزه شي.

الوتکه ځکه کېناسته چې د پیلوټ د اورېدو د کنټرول سګرین یا پرده زیانمنه شوې وه او لوګی د پیلوټ کابین کې خور شو.

پیلوټ اړ شو چې د اکسېجن ماسک وکاروي، خو دې پېښه کې څوک زیانمن شوي نه دي.

دغه څېړنه کې د شرکت د اصلیت په هکله نه دي ویل شوي.

د دې څېړنې له مخې، اصلي پیلوټ مرستیال پیلوټ څاره او هغه مهال چې الوتکه پر اتلانتیک سمندر وه پیلوټ ته قهوه را وړل شوه.

پیالې سرپوښ نه درلود، پیلوټ پر مېز پیاله کېښوده، خو چپه شوه، څه کافي یا قهو یې په ورنو توی شوه او څه هم پر کنټرول سکرین.

دې سره د کنټرول یو شمېره سکرین او وروسته د کنټرول دوه شمېره سکرین دومره ګرم شو، چې تڼیو یې کار پرېښود.

د کنټرول سکرین ګډوډېدو سره اړیکه له ستونزې سره مخ شوه، ځکه پرېکړه وشوه چې الوتکه شانون ته تاو او کېني.