ورځپاڼې: پاکستان غواړي د افغان سولې خبرې بېرته پيل شي

د انځور حقوق Arg

پاکستانۍ ډېلي ټايمز ورځپاڼه وايي پاکستان هيلمن دى چې د افغان سولې بهير به بيا ژر پيل شي.

ورځپاڼې د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته د پاکستان د سفيرې مليحه لودي څرگندونو ته اشاره کړې چې وايي هيلمن دي د خبرو اترو ځنډېدل يوازې يوه وقفه وي.

ورځپاڼه وايي اغلې لودي د سولې په بهير کې د يوه اسان چاري په توگه د پاکستان د رول ډاډ ورکړ.

نيويارک ټايمز د ولسمشر ټرمپ هغه څرگندونې ارزولې چې وايي په تېرو څو ورځو کې يې پر طالبانو دومره سخت گوزارونه کړي چې په تېرو لسو کلونو کې يې سارى نه دى ليدل شوى.

ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ د سپتمبر د يوولسمې د پېښو د کليزې پر ورځ په ټينگار وويل چې پر طالبانو يې په تېرو څلورو ورځو کې تر بل هر وخت ډېر سخت بريدونه کړي او دا به دوام کوي.

خو ورځپاڼه وايي د ولسمشر ټرمپ د پوځ مرکزي قومندانۍ او کابل کې د امريکا په مشرۍ د ماموريت دفتر هېڅ داسې شمېرې نه دي ورکړې چې د ولسمشر ټرمپ د دغې وينا ملاتړ يا پخلى وکړي.

ورځپاڼه وايي د امريکا پوځ د ولسمشر ټرمپ دغه وينا رد کړې هم نه ده او د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کېنېت مېکېنزي وروستۍ څرگندونې يې هم راخيستې چې وايي د سولې د خبرو له پاتې راتلو وروسته ډېره شونې ده چې پر طالبانو بريدونه ډېر شي.

ورځپاڼه وايي سږ کال تر اوسه د شویو هوايي بريدونو شمېر ښايي ٢٠١٨ م کال کې له هوايي بريدونو ډېر او يا ورسره برابر وي.

ورځپاڼه وايي که څه هم دا شمېر به په عمومي توگه د ولسمشر ټرمپ د دې نظر پخلی وکړي چې افغانستان کې د امريکا د هوايي ځواکونو بريدونه ډېر شوي خو پر ځمکه واقعيتونه ډېر پېچلي دي.

د ډېوېډ بارنو په نامه يوه متقاعد ډگر جنرال ورځپاڼې ته ويلي ټول دغه هوايي بريدونه په خپلو نښو نه لگېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مجله وايي ٢٠١٩ م کال کې د افغان جگړې ټولټال لگښت ٩٧٥ ميليارډ ډالر اټکل شوى.

امريکايۍ فوربز مجلې افغانستان کې د جگړۍ کلني لگښت ته کتنه کړې.

مجله وايي ٢٠١٩ م کال کې د افغان جگړې ټولټال لگښت ٩٧٥ ميليارډ ډالر اټکل شوى.

مجلې دا شمېرې د بلنس په نامه له يوې وېبپاڼې اخيستې چې وايي د امريکا د برون پوهنتون د څېړنو پر بنسټ خپرې شوې.

مجله وايي دا له دويمې نړيوالې جگړې وروسته د امريکا لپاره تر ټولو گرانبيه جگړه وه.

دويمه نړيواله جگړه کې د امريکا شاوخوا څلور تريليون ډالر لگېدلي وو.

مجله په دې کې يو بل توپير دا څرگندوي چې افغانستان کې جگړې د امريکايي کورنيو پر اقتصاد د پام وړ ناسم اغېز نه دى کړى. پوځي خدمت جبري شوى نه دى او د مالي سمبالښت لپاره يې ماليې نه ټولېږي..

مجله وايي د ٢٠٠١ او ٢٠١١ کلونو ترمنځ د جگړې د لگښت کچه په تدريجي ډول لوړه شوه په ځانگړې توگه هغه مهال چې ولسمشر اوباما افغانستان کې د پوځيانو شمېر ډېر کړ.

تر ټولو لوړ لگښت ٢٠١١ م کال کې وشو چې ١٠٧ ميليارډ ډالرو ته ورسېد. خو دا لگښت بېرته کم شو ځکه امريکايي سرتېرو خپل پام تر ډېره د افغان ځواکونو روزنې او څارنې ته واړاوه. ٢٠١٨ م کال کې د جگړې کلنى لگښت اټکل ٥٢ ميليارد ډالر و.

گارډين ورځپاڼې د يوې نوې څېړنې موندنې مهمې بللې چې وايي، هغه کوچنيان چې د يوه کال په عمر کې يې پالونکي ورسره د سترگو له لارې تماس ټينگوي او غږ ته يې غبرگون ښيې ډېره شونې ده چې تر دوه کلنۍ پورې يې ژبه ډېره وده وکړي.

ساينسپوهان وايي دا موندنې بايد ميندې او پلرونه وهڅوي چې خپلو کوچنيانو ته له نژدې پاملرنه وکړي او وړاندې له دې چې هغوى په خبرو راشي ورسره وغږېږي او د هغوى خوځښتونو ته غبرگون وښيې. دا يې د کوچنيانو د ژبې په وده کې ډېره مرسته کوي.