غني: یوه اونۍ کې د ۱۰۰۰ طالبانو وژل کېدو مسوولین طالب مشران دي

غني د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، دی په وینه تویدونه خوښ نه دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د طالبانو پر ضد یې جګړه توده کړې او په یوه اونۍ کې د دغې ډلې څه باندې زر کسان وژل شوي دي.

ښاغلي غني چې د کمپاین په یوې غونډه کې خبرې کولې، د دغې مړینې پړه د طالبانو پر سیاسي مشرانو واچوله او وې ویل، دی خپله د وینې تویدنې پلوي نه دی.

ولسمشر وایي، سولې ته چمتو دی خو ټینګار کوي چې د سولې په اړه هر ډول پریکړه باید په ارګ کې دننه وشي.

له طالبانو سره د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته حکومت پلوه ځواکونو او طالبانو د یوه او بل پر ضد د جګړې ډګرونه تاوده کړي دي.

ولسمشر غني: سوله به راځي او ټاکنې به ترسره کېږي

ننګرهار کې د ۴ وروڼو وژنه؛ ولسمشر غني د معصوم ستانکزي استعفا ومنله

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې په یوه اونۍ کې د څه باندې زر طالبانو د وژل کېدو ځواب باید د طالبانو سیاسي مشران ورکړي:

''تېره یوه اونۍ کې د دوی له زرو ډېر کسان وژل شوي دي. د دې مسوولیت د طالبانو د سیاسي ډلې پر غاړه دی. موږ لکه د مخکې اختر غوندې اوربند غوښتی و، که اوربند یې منلی وای، که څه هم مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دي، خو دا خلک به په دې حالت کې نه وای.''

ولسمشر د بدخشان د دریو ولسوالیو کنټرول تر لاسه کېدو ته په اشارې سره، چې کلونه د طالبانو په لاس کې وې، وویل، د امنیتي ځواکونه جګړه به همداسې روانه وي.

له هغه وروسته چې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نژدې یوه اونۍ مخکې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، د جګړې ټولو دریو خواوو، امریکا، حکومت او طالبانو یو د بل پر ضد ژبه سخته کړې او د جګړې د ډېریدو خبره یې کړې.

د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم له دې وړاندې ویلي و چې یوه اونۍ کې د طالبانو زر کسان په جګړو کې وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا خپلو کسانو ته دغه شمیر مرګژوبله اوښتل نه مني او دا د حکومت او امریکا له خوا تش تبلیغات بولي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لېږل شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني نننۍ څرګندونې تشې لافې بللې او رد کړې یې دي.

مجاهد وايي، د امریکا ولسمشر ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د ناسمو معلوماتو پر اساس دې ته ورته ادعاوې کړې وې.

محمد اشرف غني چې له خپلې ټاکنیز ټیم سره یې، د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي څانګې د یوځای کېدو غونډه کې خبرې کولې، یو ځل بیا طالبانو ته د سولې بلنه ورکړه:

''وه طالبانو! وروستۍ پرېکړه د افغانستان په ارګ کې کېږي، راشئ د افغانستان له ارګ سره کېنئ، د افغانستان له منتخب ولسمشر او منتخب استازي سره کېنئ.''

د افغانستان په روانه جګړه کې دواړو لوریو ته مرګژوبله اوړي، خو سخته ده چې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر معلوم شي.

په ظاهره هر لوری خپله مرګژوبله کمه او د مقابل لوري بیا ډېره یادوي، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه د ملکي خلکو مرګژوبله ده چې وروستیو کې زیاته شوې او د ملګرو ملتونو په ګډون یوشمیر بنسټونو یې په اړه اندیښنه ښودلې.

تخار کې د ۴۲ طالبانو د تسلیمېدو ادعا

د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار ولایت کې چارواکي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو په لاس څنګلوري بدخشان کې له طالبانو د یمګان، وردوج او کران منجان تر نیول کېدو وروسته ۴۲ وسلوالو دغه ولایت ته پنا وړې ده.

له دې کسانو یوه بي بي سي ته وویل چې نږدې دوه کاله وسله په غاړه او له وسلوالو سره و.

د تخار والي عبدالحق شفق وايي، د قومي مخورو په منځګړتوب دغو ۴۲ وسلوالو- چې د بدخشان د یمګان او کران او منجان ولسوالیو دی- ورسج ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته وسلې سپارلې دي.

* تخار ولایت ته مرستندوی کمانډو ځواکونه واستول شول

* طالبانو د درېیم ځل لپاره د کندوز دشت ارچي ولسوالي نیولې

د تخار ورسج له کران او منجان سره پوله لري او دا وروستۍ ولسوالۍ ده چې تازه تازه افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

وردوج، کران او منجان او یمګان د دبخشان ولسوالۍ دي چې له څلور کلونو راهیسې د طالبانو لاس کې وې.

له دې مخکې افغان ځايي چارواکو ویل چې بدخشان کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پیلولو سره یې یوه په بله پسې دا ولسوالۍ له طالبانو ونیولې.

د طالبانو غبرګون

د انځور حقوق NASRAT RAHEMI
Image caption ځايي چارواکو دې وسلوالو ته امېلونه ور په غاړه کړي دي.

په دا مهال طالبانو بي بي سي ته ویلي چې تسلیم شوي کسان طالبان نه، بلکې د ولسي پاڅون یا حکومت ته ژمن ځايي وسلوال دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، کله چې دوی دا کسان خوشي کړل، نو امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

خو د بدخشان د یمګان ولسوالی اوسېدونکی قاري برهان الدین وايي، چې دا ټول طالبان دي او هر یو له دوو تر شپږ کلونو له حکومت سره جنګېدلی دی.

د افغان ځواکونو له خوا بدخشان کې د دریو ولسوالیو د کنټرولو خپلولو له اعلان سره ځنګلوري ولایت تخار کې طالبانو درقد او ینګي کلا ولسوالۍ نیولې دي.

که څه هم د تخار ځینې سیمو کې لا هم تیت پرک نښتې شته، خو ځايي چارواکي وايي چې د دې ولسوالیو د بیا نیولو لپاره عملیات پیلوي چې د هوايي ځواک ملاتړ به هم ور سره وي.

ورته مطالب