عمران خان: په نړیواله کچه به د کشمیر موضوع راپورته کړم

د انځور حقوق Reuters

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، په نړیواله کچه به دکشمیر موضوع راپورته کولو لپاره د سفیر غوندې سفرونه وکړي. ښاغلي خان د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په مرکزي ښار مظفر اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل:

''په ټوله نړۍ کې مې د کشمیري سفیر په توګه د سفر کولو پرېکړه ځکه کړې چې زه یو پاکستانی، یو مسلمان او یو انسان یم، د کشمیر موضوع د بشریت موضوع ده، ۴۰ ورځې کېږي چې کشمیر کې زموږ وروڼه او خویندې او ماشومان په زندان کې بندیان دي. ''

لومړي وزیر خان غونډې ته وینا کې ځوانانو ته وویل، چې د هند او پاکستان تر کنترول لاندې د کشمير وېښونکې کرښې (لاین اف کنټرول) پر لور تګ ته باید د ده د امر ته منتظر واوسي:

''ځوانانو ما ته معلومه ده چې تاسې کې جوش او جنون شته، خو اوس د کنټرول لاین پر لور مه ځئ! تر څو چې ما نه وي درته ویلي، زه به تاسې ته ووایم، چې کله تلل دي، اوس مه ځئ! ''

ښاغلی خان وايي، د نړۍ ۵۸ هېوادونو د پاکستان د هغه دریځ ملاتړ کړی چې وايي، کشمیر کې له خلکو سره ظلم کېږي.

نوموړی وايي، پنځوسو کلونو کې لومړی ځل د کشمیر موضوع د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې راپورته شوه او او د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان او ای سي هم له هنده وغوښتل چې تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لرې کړي.

عمران خان وايي، امریکايي سناتورانو په یوه لیک کې له ولسمشر ډونلډ ټرمپه غوښتي چې د کشمیر په موضوع کې مداخلت وکړي او د برتانیا په پارلمان کې هم لومړی ځل د کشمیر پر موضوع خبرې شوې دي.

ښاغلي خان دغه راز وویل، راتلونکي اونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ځي، چې په وینا یې هلته به هم کشمیریان نه مایوسوي او پر نړیوالو رسنیو به په دې اړه وغږیږي.

د انځور حقوق MA JARRAL

بل لور ته امریکايي رپبلیکن سناتورانو، لنډسې ګراهام، ټاډ ینګ او دیموکرات سناتورانو کرس وین او بان کوردین کشمیر کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو ولسمشر ټرمپ ته په استولي لیک کې اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې سناتورانو ولسمشر ته لیکلي چې باید له هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي نه په کشمیر کې د ګرځبندیز ختمولو او نیول شویو کسانو د خوشي کولو غوښتنه وشي.

دې سناتورانو په خپل لیک کې پاکستان ته هم خبرداری ورکړی چې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي او داسې اقدامات و نه کړي چې له کبله یې کشمیر کې ګډوډي پراخه شي.