په نړۍ کې د ملاریا ضد لومړنی واکسین پیل شو

ملاریا د انځور حقوق Getty Images

کېنيا نن د پراخې کچې يوې داسې پروژې سره مله کېږي، چې نړۍ کې د ملاريا لومړی واکسين په کې ازمويل کېږي. دا به د مهالني واکسين سيستم ته ورزياتېږي، او تمه ده د راتلونکو دريو کلونو اوږدو کې له دريو سوو زرو زيات ماشومانو ته ورکړل شي.

کېنيا له ګانا او ملاوي وروسته درېيم افريقايی هېواد دی، چې دې پروګرام کې برخه اخلي. که دا ازمويښتي پروګرام دغو هېوادونو کې بريالی کېږي، دا واکسين ښايي د دغې لويې وچې بېلابېلو برخو کې پلی شي.

ملاريا د کال له ۴ سوو زرو ډېر وګړي وژني، چې له نيمو ډېر یې د افريقا د بېديا جنوب هېوادونو ماشومان دي.

د ار ټي اېس، اېس، په نامه دا واکسين په وړو ازموينو کې بريالی ثابت شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي دا ښايي يو لوی پړاويز بدلون وي، خو دا خبرداری يې ورکړی، چې دا واکسين دې د خوب جاليو او او مياسو ضد درمل تر څنګ وکارول شي.

ملاريا د نړۍ يوه تر ټولو زړه او مرګونې ناروغي ده. سره له دې چې پر وړاندې یې نړيواله مبارزه کې اوچت ګامونه اخيستل شوي، هر دوو دقيقو کې يو ماشوم د دغې ناروغۍ له لاسه مري.

د سريلانکا، اوزبکستان او الجزاير په څېر ځينې هېوادونه توانېدلي، چې ملاريا له منځه يوسي او د افریقا په نیمه بیدیايي هېوادونو کې هم د واکسین له دغه پروګرام سره د دغې مبارزې بریالیتوب ته هیله مندي ډېره شوې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۵ کال شمېرې ښيي چې له ټولې نړۍ ۲۱۲ میلیونه پېښې ثبت شوي

د سږ کال اپریل کې د ملاریا مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحید مایار بي بي سي ته وویل، که څه هم د افغانستان په ځینو ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا ځينې پېښې شته، خو په خبره یې نورو ولایتونو کې دا ناروغي کابو له منځه تللې ده.

نوموړی وايي، ملاریا څلور ډولونه لري، چې افغانستان کې یې تر ټولو د خطرناک ډول PS پېښې شاوخوا اتو زرو ته رسېدې، چې په وینا یې دا ډول یې وژونکی دی او دا شمېره ډېره کمه وه د عادي ملاریا دوه سوه او څلوېښت زره پېښې مو لرلې چې درملل شوې دي.

نوموړي له ۲۰۱۵ کال سره د تېر ۲۰۱۸ کال د ملاریا د مړینو پرتلنې په اړه وویل، په ۲۰۱۵ کال افغانستان کې د ملاریا له کبله ۴۹ کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې ۲۰۱۸ کال یوازې یو کس له همدې امله مړ شوی و.

اړونده مطالب