اردوغان له امریکا پاټریوټ توغندي اخلي

أردوغان او ټرمپ د انځور حقوق Reuters
Image caption اردوغان له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، د دې معاملې په اړه به له ټرمپ سره لا ډېر بحث وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، نیویارک کې د ملګرو ملتونو سرمشریزې څنډو کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره به د دفاعي پاټریوټ توغندیو پېرلو پر سر خبرې وکړي.

ترکیې وړاندې د روسیې دفاعي ایس ۴۰۰ توغندي هم اخیستي وو.

اردوغان له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، د دې معاملې په اړه به له ټرمپ سره لا ډېر بحث وکړي.

نوموړي د ډونلډ ټرمپ په اړه ویلي: "وړاندې مې د پېرلو وړاندیز ورلېږلی او ویلي مې دي چې موږ د ایس ۴۰۰ توغندي اخلو، خو موږ له تاسو نه په جلا ډول د پاټریوټ توغندیو اخیستو توان هم لرو. خو ما ورته وویل دا توغندي موږ د ایس ۴۰۰ توغندیو په شرطونو پېرلی شو، هغه راته وویل ایا ته جدي یې؟ ما ویل طبعاً هو."

له روسیې نه د ایس ۴۰۰ توغندیو اخیستو په تړاو د امریکا نیوکه ډېره زیاته وه. ترکیه د ناټو غړی هېواد دی.

واشنګټن یوه میاشت وړاندې ویلي، وو ترکیه به د اېف ۳۵ جنګي الوتکو د تولید له پروګرامه لیرې کړي، چې هدف یې پر ترکیه لا نور بندیزونه لګول وو.

دا څرګندونې وروسته تر هغه راځي، چې د سوریې په شمال کې د امریکا او ترکیې ګټې په ټکر کې دي، واشنګټن له هغو کردي ځواکونو سره ټلواله جوړه کړې، چې ترکیه یې "ترهګر" بولي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاټریوټ توغندي

که څه هم د "سوریې شمال کې د خوندي سیمې" جوړولو او اداره کولو پرسر د استانبول او واشنګټن د همکارۍ هوکړه شته، خو دغه هوکړه لاهم له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پر واشنګټن تور لګولی چې د هوکړې عملي کول ځنډوي او یوازې "سمبولیک ګامونه" اخلي.

ورته مطالب