سعودي کې د تېلو پر دوو چڼځیو بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
بقیق د ظهران سوېل لوېدیځ ته شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې پروت دی.

سعودي چارواکي وايي د بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته د دغه هېواد په بقیق او د تېلو خریص چڼځي کې لګېدلی اور اوس مهار شوی دی.

سعودي رسنۍ وايي، دوو بې پیلوټه الوتکو د سعودي د تېلو لوی شرکت "ارامکو" اړوند دوه تېل چڼځي په نښه کړي دي.

پر خواله رسنیو سعودي کې دا د تېلو مهم چڼځي بلل شوي. سعودي چارواکو تر اوسه د برید د مسؤولیت ګوته چا ته نه ده نیولې.

پر خواله رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې په نښه شویو سیمو کې اور بل دی او لوګی ترې پورته کېږي.

دا برید د سعودي په ختیځ کې شوی. ارامکو د سعودي د تېلو تر ټولو لوی شرکت دی.

د سعودي عربستان اړوند "العربیة" تلوېزیون هم اورلګېدنه تایید کړې ده.

بیقق او خریص تېل چڼځي د سعوي په ختیځ کې دي.

د پېښې ځای ته نژدې یوه اوسېدونکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي "په درنه چاودنه له خوبه راویښ شوم، ټول خلک وېرېدلي وو او د څو چاودنو غږونه واورېدل شول."

بقیق د ظهران سوېل لوېدیځ ته شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې پروت دی. سظهران د نړۍ د تېلو له لویو چڼځیو ګڼل کېږي چې د عربستان ډېری صادراتي تېل همالته چڼول کېږي.

د تېلو دغه دواړه چڼځي د سعودي ارامکو نفتي شرکت اړوند دي. پر دغه چڼځي په ۲۰۰۶ کال هم د "القاعدې" شبکې له خوا یو ناکام برید شوی و.

په وروستیو کلونو کې او پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ټلوالې له بریدونو وروسته، حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر ځینو سیمو بریدونه وکړل چې په ځینو کې یې له بې پیلوټه الوتکو (ډرون) ګټه اخیستې وه.

د ارامکو د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې ددغه شرکت د تېلو له اړخه عواید ۲۲۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلي وو.

تېر (۲۰۱۸) کال ارامکو شرکت هره ورځ شاوخوا ۱۳٫۶ میلیون بیلره (بیرله) تېل تولیدول.