سي ای اې د جاسوسۍ لپاره کوترې روزلې وې

کوترې د انځور حقوق Getty Images
Image caption سي ای اې باوري وه چې حیوانات کولی شي، د دغې ادارې پټ عملیات په ځانګړي ډول ترسره کړي.

سي آی اې د ساړه جنګ د جاسوسو کوترو په اړه د خپلو پټو ماموریتونو د جزئیاتو پټ پاتې والی پای ته ورساوه. دغه دوسیي ښيي چې د شوروي اتحاد په ودانیو کې دننه د پټو ځایونو د عکاسۍ لپاره کوترې څنګه روزل کېږي.

په دې اسنادو کې دا هم ښودل کېږي چې څرنګه کوترو دغه آلې له پاسه د کړکیو پر دريڅو راغورځولې او یا هم څرنګه ‌ډولفينونه له اوبو د لاندې ماموریتونو لپاره روزل کېدل.

سي ای اې یا د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره باوري وه چې حیوانات کولی شي، د دغې ادارې پټ عملیات په ځانګړي ډول ترسره کړي.

د ویرجینیا لانګلي د سي ای اې په مرکزي دفتر کې دننه یو موزیم دی چې په خواشينۍ سره د خلکو پر مخ تړلی دی . خو د هغه وخت له رییس سره د مرکې پر مهال په دغه ځای کې ځینو غیرمعمولي آلو او د جاسوسۍ ټکنالوژيکي توکو زما نظر جلب کړ.

دا یو ډول کوتره وه چې کمره ورپسې تړل شوې وه. زما لېوالتیا ځکه لا ډېره شوه چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال مې د برېتانیا د جاسوسو کوترو په تړاو کتاب ليکه، خو ماته په کراتو ویل شوي وو چې د سي ای اې د جاسوسو کوترو د ماموریت جزییات لا هم محرم دي، چې تر اوسه لا هم وو.

نوي خپاره شوي اسناد ښيي چې د ۱۹۷۰ میلادي کلونو پر مهال عملیات ټکانا نومېدلي وو او داسې کوترې په کې کارېدلې چې اتومات کمرې ورپسې تړلې وې او په اتومات ډول يې عکسونه اخېستل.

دا له داسې حقیقته استفاده وه چې عاجزو کوترو پام وړ وړتیا لرله - کابو د یوه زبرځواک په اندازه.

که دوی داسې ځای کې خوشې شي مخکې یې هېڅکله نه وي لیدلی، بیا هم سلګونه ميله لېرې خپل کور ته تللې لاره موندلی شي.

د انځور حقوق Pen and Sword Books
Image caption د لیوپولډ وینډیکټیف په نامه د مقاومت یوې ډلې ترې یو ۱۲ مخیز استخباراتي راپور چمتو کړ او نېغ یې چرچل ته واستاوه.

د پیغامونو په تبادله او اړیکو کې د کوترو کارېدل زرګونو کلونو مخکې پړاو ته ورګرځي، خو لومړی ځل په لومړۍ نړیواله جګړه کې د استخباراتي معلوماتو لپاره وکارېدې.

په دوېیمه نړېواله جګړه کې د بریتانیا یوې کوچنۍ استخباراتي څانګې' MI14(d)' د کوترو یو پټ ماموریت ترسره کاوه چې پکې الوتکونکي پر نیواکي/اشغالي اروپا کې د پراشوټ له لارې پر خونو / کانټینرونو را ښکته کېدل.

له هغوی سره يوه پوښتن‌پاڼه هم مل وه.

له زرو زیاتې کوترې له هغو پیغامونو سره بېرته راغلې چې د 'V1' توغندیو توغولو د ډګر او د جرمني د رادار مرکزونو اړوند معلومات په کې وو.

د لیوپولډ وینډیکټیف په نامه د مقاومت یوې ډلې ترې یو ۱۲ مخیز استخباراتي راپور چمتو کړ او نېغ یې چرچل ته واستاوه. له جګړې وروسته، د بریتانیا د استخباراتو ګډې کمېټې" د کوترو فرعي کمېټې" پر چارو د سړې جګړې لپاره له سره کتنه وکړه، خو په داسې حال کې چې بریتانیايي عملیات په لویه کچه بند شول، سي ای اې د کوترو د ځواک په کارولو کې لاس په کار شو.

د تاکانا عملیات که په ۱۹۶۰ مو ميلادي کلونو کې د نورو حيواناتو پر کارولو غور کړی وای نو له کارندوالي به پاتې شوي وو.

اسناد ښيي چې د سي ای اې روزل شویو کوترو تر ۴۰ ګرامو پورې کوچني توکي د هغو ودانیو د کړکیو دریڅو ته ور اچولی شول چې لاسرسی ورته شونی نه و. يوې سرې لېزري وړانګې به دوی ته هدف ورښوده او بیا به یوې ځانګړې رڼا دغه الوتونکي بېرته ایستل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا یو ډول کوتره وه چې کمره ورپسې تړل شوې وه. زما لېوالتیا ځکه لا ډېره شوه چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال مې د برېتانیا د جاسوسو کوترو په تړاو کتاب ليکه

یو ځل سي ای اې په اروپا کې د پټو خبرو د اورېدو یوه اله د الوتونکي له لارې کړکۍ ته ولېږدوله (که څه هم له ټاکلي هدفه غږ ثبت نه شو.)

سي آی اې پر کډوالو الوتونکو هم د دې په خاطر غور کړی و چې آیا کولی شي په شوروي اتحاد کې د کېمياوي وسلو د ازموينې په تړاو معلومات راټول کړي که څنګه. له دې داسې اېسي چې له لیرې د سپیانو د لارښوونې لپاره یو ډول برېښنايي مغزي لارښود هم ازمویل شوی، خو دا جزئیات لا هم محرم دي.

له دې وړاندې د آکوسټیک کېټي په نامه د داسې عملیاتو راپور هم ورکړل شوی چې په پیشو کې د اورېدو اله ځای پر ځای شوې وه.

دغه اسناد ښيې چې په ۱۹۶۰مو کلونو کې د بندرونو له لارې د نفوذ کولو لپاره سي آی اې د ډولفينونو په کارولو هم غور کړی، خو یوه ستونزه له ډولفین څخه په ساحه کې شته څارګر ته د ډولفین دروزونکي له خوا د معلوماتو په سپارلو کې وه.

په لویدیځه فلوریډا کې یوې ډلې هڅه وکړه چې د دښمن پر بېړیو له اوبو لاندې بریدونو کې ډولفینونه وکاروي.

په دې اړه هم ازموینې شوې وې چې ایا ډولفینونه کولی شي داسې حسګرونه ولېږدوي چې د شوروي د اټمي اوبتلونو غږونه پرې واوري او یا له نږدې تاسیساتو څخه د راډیو اکټیو یا بیولوژیکي وسلو نښې وڅاري.

دوی په دې هم کار وکړ چې آیا ډولفينونه کولی شي چې په روانو بيړیو کې آلې ځای پر ځای کړي او یا یې ترې وباسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption آیا ډولفينونه کولی شي چې په روانو بيړیو کې آلې ځای پر ځای کړي او یا یې ترې وباسي.

په ۱۹۶۷ میلادي کال کې سي ای اې په درې پروګرامونو له ۶۰۰۰۰۰ ډالرو زیات ولګول- د ډولفین لپاره پر اوکسيګس، د الوتونکو لپاره پر اګزوليټ او د سپیانو او پیشوګانو لپاره پر کېشل.

دغه جزئیات ډېری مهال خندوونکي دي. خو په ۱۹۷۰مو کلونو کې هغه مهال چې سي آی اې د الوت د پټو ماموریتونو ازموینه پیل کړه کوترې ډېرې مؤثرې ثابتې شوې. یو ماموریت د یوه زندان له پاسه و او بل هم په واشنګټن ډي سي کې پر نېوي یارډز له پاسه ترسره شو.

خو دا چې دغو جاسوسو کوترو تر اوسه څومره ماموریتونه ترسره کړي او کوم ډول استخباراتي معلومات يې راټول کړي ظاهراً لا هم اسرار دي.