د برتانیا له یوې ماڼۍ د سرو زرو کمود غلا شوی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
دغه مشهور د سرو زرو کمود په ۲۰۱۷ کال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته هم د پېرلو لپاره وړاندې شوی و.

د برتانیا اکسفورډشیر کې د بلینهایم له ماڼۍ نه د ۱۸ قیراطه خالصو سرو زرو یو کمود غلا شوی دی.

پولیس وايي، غله له دې لوکسې ماڼۍ ته په دې مسلکي غلا کې بریالي شوي.

غله ګهیځ په ځايي وخت ۴:۵۰ بجې دغې ماڼۍ ته ننوتلي دي.

دغه کمود د ایټالوي هنرمن موریزیو کاتیلان د نندارتون یوه برخه و، چې بالاخره د تېرې پنجشنبې په ورځ دا نندارتون پرانیستل شو.

د امریکا په نامه دغه غلا شوی کمود لا نه دی موندل شوی، خو پولیسو یو کس ۶۶ کلن سړی نیولی چې باور کېږي له دې غلا سره لاس لري.

پولیس دا هم وايي چې د غلا دې پېښې د ماڼۍ د ننه د اوبو سیستم ډېر ګډوډ کړی ځکه چې کمود هلته له اوبو سره نښلول شوی و.

د بلینهایم ماڼۍ قدامت تر اتلسمې پېړۍ پورې رسېږي، چې د برتانیا د پخواني لومړي وزیر ونسټن چرچل د اوسېدو ځای هم و.‌

څېړونکي جیس میلن ویلي: "ورکه شوې ټوټه له سرو زرو یو جوړ قېمتي کمود دی چې په ماڼۍ کې و."

د انځور حقوق John Lawrence
Image caption څېړونکي جیس میلن ویلي: "ورکه شوې ټوټه له سرو زرو یو جوړ قېمتي کمود دی چې په ماڼۍ کې و."

دی زیاتوي، "باوري یو چې جنایت کوونکو لږترلږه ددغه جرم ترسره کولو پرمهال له دوو ګاډو ګټه اخیستې ده".

د هغه په خبره "د اوس لپاره ددغه قېمتي اثر په بېرته ستنولو او موندل کې پاتې راغلي یو، خو پراخه څېړنه او لټون روان دی."

دغه مشهور د سرو زرو کمود په ۲۰۱۷ کال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته هم د پېرلو لپاره وړاندې شوی و.

اړونده مطالب