د ملالې پر ټوېټ د پاکستاني او هندي خبریالانو ناندرۍ

ملالہ د انځور حقوق Reuters
Image caption ملاله یوسفزۍ کشمیر کې د خلکو پر ژوندي مایوسي ښکاروي.

هند واکي کشمیر کې د ګرځبندیز، بندیزونو او ستونزو لړ کې- چې له ۴۰ ورځو روانې دي-له امله یې د پاکستاني او هندي لوري ترمنځ سیاسي او سرحدي تاوتریخوالی جوړ کړی او هم یې د دواړو خواوو خبریالان بوخت کړي دي.

دا مسله دې وروستیو کې د نورو کورنیو او نړیوالو مسلو له امله خواله رسنیو کې شا ته شوې وه، خو اوس ځکه بیا سر ته وخته چې نوبل جایزه ګټونکې پښتنې ملالې د شنبې په ورځ د کشمیر په تړاو ټوېټ وکړ.

په ځواب کې د هند یوې خبریالې برکا دت د یکشنبې په ورځ پر هغې نیوکه وکړه او دې سره د پاکستانیو او هندي خبریالانو ناندرۍ پیل شوې.

ملاله د ټوېټر له لارې کشمیر کې پر انساني حقونو غږېدلې او ویلي یې دي:

"دې څلورو زرو کسان باندې چې نیول شوي او بند ته اچول شوي دي. دوی کې ماشومان هم دي، پر هغو زدکوونکو چې له ۴۰ ورځو ښوونځي ته نه ځي او هغو نجونو چې کور پرېښودلو سره وېرېږي، خپله اندېښنه ښيي".

ملاله په خپل یوه بل ټوېټ کې لیکي: "تېرې څو اونۍ مې هڅه کوله هند واکي کشمیر کې خبریالانو، د انساني حقونو فعالانو او زدکوونکو سره خبرې وکړم".

د انځور حقوق Twitter/@MALALA

نوموړې د ملګرو ملتونو له مشرانو غوښتي چې د کشمیر د سولې لپاره هڅې وکړي او هلته د خلکو غږ واوري او ښوونځیو ته د ماشومانو د خوندي تلو سره مرسته وکړي.

پاکستان کې د ملالې د دې پیغامونو هرکلی شوی، خو هند کې ورته غبرګون ښودل شوی.

یوې وتلې خبریالې برکا دت لیکلي: د ملالې دا ډول لیکلو خواشینې کړم چې د کشمیر اړوند د پاکستان غږ پورته کوي، دا یو تریخ حقیقت دی چې هغه خپل هېواد ته تللی نه شي، هغې چې هلته ښوونځیو ته د نجونو د تلو په حق کې غږ پورته کړ وویشتل شوه.

د نوموړې ځواب کې پاکستانی خبریال مهمل سرفراز وايي:

دا یوازې د پاکستان غږ څنګه دی؟ لکه چې د انساني حقونو نړیوالې ادارې په غلطه دي؟ نړیوالې رسنۍ پرېږده لکه د هند ډيلي ټيلي ګراف، انډیدن ایکسپرېس، دي هندو او نورې ورځپانې هم په ناسمه دي. تاسو اوس ځکه ملاله یادوئ چې پاکستان ته واپس نشي تللی، چې هغې د کشمیر په حق کې غږ وکړ او دا تاسو ته خواشینوونکی دی.

د انځور حقوق Twitter/@MALALA

له دې وروسته د دواړو ترمنځ د ټوېټونو تبادله پیل شوې او وروسته هندۍ خبریالې برکا دت دا ځواب ور کړی:

"ملاله د هر چا په هکله ټوېټ کولی شي، زه یا تاسو یا بل څوک یې له دې ازادۍ منع کولی نه شي، خو یوازې دا ویل مې غوښتل چې دا اوس داسې مسلې ته لاس ور وړي چې دې برخه کې خپله ازادي هم نه لري، یوازې همدا خبره ده. کشمیر ځان ته مسله ده".

خو د هند واکي کشمیر اړوند سیاسی او ټولنیزه فغاله شهلا رشید خپل ټوېټر کې ملاله یوسفزۍ ستايي او مننه ترې کوي چې دې برخه کې یې ټوېټ کړی دی.

له بلې خوا د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیر د برکا دت پر ټویټ نیوکه کړې ده.

د انځور حقوق Twitter/@Shehla_Rashid