روغتیاپال وتوانېدل د زکام ویروس له پښو وغورځوي

په امریکا کې څېړونکي چمتو نه دي چې نېغ په نېغه دا ازمایښت په انسان تر سره کړي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په امریکا کې څېړونکي چمتو نه دي چې نېغ په نېغه دا ازمایښت په انسان تر سره کړي.

ساینس پوهان ګومان کوي چې له زکام ویروس او اړوندو ویروسونو څخه د خلاصون لپاره یې یوه لاره موندلې چې ځینې وختونه د معلولیت لامل کېږي.

دې ویروسونو سره د مقابلې لپاره څېړونکو په ژونکه (حجره) کې یو اړین پروټین د حملې لپاره ورننه ایست چې ویروس په هغه کې وده کوله.

دې مېتود د موږکانو او انساني حجرو په تجربو کې د ویروس پر وړاندې "بشپړ محافظت" چمتو کړی.

په ورته وخت کې په امریکا کې څېړونکي چمتو نه دي چې نېغ په نېغه دا ازمایښت په انسان تر سره کړي.

د زکام ستونزې

په روغتیا پوهنه کې له زکام سره مبارزه ستره ستونزه ده.

ډېری زکامونه د "راینو ویروسونو" له امله وو؛ خو دا شاوخوا ۱۶۰ بېلابېل ډولونه لري او ورو حرکت کوي خو د درملو په کارولو سره مقاومت کوي او یا هم هڅه کوي ځان د دې سیسټم سره خوندي وساتي.

دا شرایط د "کوربه هدف ګرځونې درملنې" مفکورې لامل شوي چې زموږ بدنونه د زکام د ویروسونو لپاره نا مناسب چاپیریال بدل کړي.

ویروس په خپله د ودې لپاره ټولې لازمې برخې نه لري او په مقابل کې یې د یوې حجرې په ککړولو او د ځینو داخلي برخو په غلا کولو سره ډېرېږي، نو د دې لپاره پوهان لا هم نه پوهیږي چې ویروسونه ژوندي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ۱‍۹۱۸ کال وژونکی زکام اوس هم وژونکی دی؟

اوس په سان فرانسیسکو کې د کالیفورنیا د سټانفورډ پوهنتون یوې ډلې د دې ویروس د اړتیا وړ برخې پید کړي دي.

له ویروس سره تړاو

ساینس پوهانو لومړی خپله څېړنه پر انساني حجرو پیل کړه او د ژنتیکي لارو په استفادې یې زموږ د 'ډي اېن اې' کورنۍ کړنلارې بندې کړې.

ساینس پوهان بلاخره د موږکانو په واسطه وتوانېدل چې دا پروتینونه په دوی کې نه تولیدیږي.

د سټانفورډ استاد یان کارت بي بي سي ته وویل:"د دې حجرې نشتوالی موږکان د ویروس له انتاناتو څخه په بشپړ ډول خوندي کړل."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي کارت وویل: "موږ یو عالي هدف وټاکه چې په هغه کې ټول انترو ویروسونه او راینو ویروسونه پر هغې تکیه دي. نو په دې اړه ویروس هېڅ چانس نه لري."

د دې څېړنې پایلې چې په "نیچر میکروبیولوژي" کې چاپ شوي ښودل کېږي چې موږکان په خپل ژوند کې د ژنتيکي لاسوهنې او د دې پروټین د نشتوالي سربېره په ټول عمر کې په بشپړ ډول صحتمند و.

درملنه به یې وشي؟

د څېړونکو موخه دا نه وه چې انسان په ژنتیکي لحاظ اصلاح کړي خو دوی غواړي داسې درمل ومومي چې په موقتي ډول د دې پروتین تولید کم کړای شي او د دغه ویروس پر وړاندې د مصونیت لامل وګرځي.

ښاغلي کارت وویل: "موږ یو عالي هدف وټاکه چې په هغه کې ټول انترو ویروسونه او راینو ویروسونه پر هغې تکیه دي. نو په دې اړه ویروس هېڅ چانس نه لري."

هغه وویل، راتلونکی ګام به یې دا وي داسې یوه ماده تولید کړي چې د دغه پروتین ژنتیکي کړنلاره خپله کړي: "فکر کوم د دې مادې جوړښت به نسبتاً چټک وي".

خو دا معلومه نه ده چې دا پروتین په دقیقه توګه د دې ویروس په ډېرولو کې څه رول لري.

د ډېري خلکو لپاره زکام یوازې روغتیایي ګواښ نه دی، بلکې یو ستونزه ده، مګر په سالنډۍ اخته کېدل یې نښې ډېرې ناوړه کوي او ځینې انټرو ویروسونه مغز ته د سرایت په صورت کې د معلولیت لامل هم ګرځي.

ورته مطالب