امریکايۍ مېرمن خوب لیده او خپله ګوتمۍ یې خوړلې

An engagement ring worn on a finger (file photo) د انځور حقوق PA Media

د امریکا د متحده ایالتونو په کالیفورنیا کې یوې مېرمنې وروسته له هغه جراحي عملیات وکړل چې په خوب کې یې د خپلې کوژدې ګوتمۍ تېره کړې وه.

۲۹ کلنې جېنا اېفْانز کیسه کړې چې، په خوب کې یې خپل کوژدن بابي لیده چې په یوه ګړندي اورګاډي کې سپور دی او دا مجبوره وه چې له "بدماشانو" د هغه د خلاصون لپاره خپله ګوتمۍ وخوري.

آغلې اېفانز چې له خوبه راویښه شوې ګوري چې خوب یې لیدلی خو د الماسو ګوتمۍ یې نشته.

دا پوه شوه چې څه پېښ شوي، نو بابي یې خوبه راویښ کړی او روغتونه ته تللي.

آغلې اېفانز وايي ورته ګران وه چې روغتیاپالو ته کیسه وکړي ځکه "سخته خندا او ژړا" ورتله. دې هغه څه چې پرې تېر شوي ول پر فېسبوک ولیکل او د خپلې خېټې اکسرې عکسونه یې ورسره خپاره کړل.

کله چې ډاکترانو د جېنا خېټه اکسرې کړه نو د دوه اعشاریه څلور قراطو ګوتمۍ پکې ښکارېده، او ډاکترانو پرېکړه وکړه چې پرېنږدي ګوتمۍ په عادي ډول راووځي.

آغلې اېفانز چې په ساندیاګو کې ژوند کوي وايي، د ګوتمۍ د اېستلو له پاره ډاکترانو جراحي عملیات ترسره کړل خو پر دې یې د مړه کېدو په تړاو یو فارم لاسلیک کړ.

عملیات په خیر تېر شول آغلې اېفانز وايي کله چې په هوښ شوه په کړس کړس یې وژړل.

ورته مطالب