افغانستان کې د مرګ ژوبلې لوړې شمېرې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د مرګ ژوبلې لوړې شمېرې

د بي بي سي يوې ځانگړې سروې موندلې چې په افغانستان کې د وژل شويو کسانو شمېر تر هغه ډېر دى چې خپرېږي. د اگست د مياشتې په ترڅ کې بي بي سي په ټول افغانستان کې د پېښو د قربانيانو شمېرې ټولې کړې دي.

د بي بي سي راټولې کړې شمېرې ښيي چې د اگست په مياشت کې ٢٣٠٧ افغانان وژل شوي دي، د دې مانا دا ده چې هره ورځ په اوسط ډول ٧٥ کسان وژل شوي دي. د ټولو وژل شويو کسانو نيمايي طالب وسله وال وو.

د افغان ځواکونو ٦٧٥ کسه او ٤٧٣ ملکي وگړي په دغه مياشت کې وژل شوي.