د سعودي‌ او ایران ترمنځ مخامخ جګړه کېدلی شي؟

د انځور حقوق REUTERS/EPA

له څولسیزو راهیسې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ لانجې روانې دي. دوی یو د بل زاړه دښمنان دي، خو دې وروستیو کې یې نانندرۍ زیاتې شوې دي. خو د دې دښمنۍ شالید او لاملونه څه دي؟ لاندې یې ځینو ته اشاره شوې.

ولې ایران او سعودي یوځای نه سره ځي؟

ایران او سعودي عربستان دوه ستر ځواکمن ګاونډیان دي او هر یو په سیمه کې د برلاسۍ کوښښ کوي.

د دوی ترمنځ له لسیزو راهیسې د جنجالونو زیاتوالي یو لامل مذهبي اختلافات هم دي. دا دواړه هېوادونه د اسلام د دوو څانګو پیروان دي. په ایران کې شیعه وګړي په اکثریت کې دي، په داسې حال کې چې سعودي عربستان ځان د سني مسلمانانو مشر بولي.

دا مذهبي شخړې په ټول منځني ختیځ کې خورې شوې دي، په دې معنی چې په کوم هېواد کې شیعه وګړي ډېر وي نو هغه له ایران مرسته او لارښوونه غواړي، که سنیان ډېر وي هغوی سعودي عربستان ته ګوري.

د تاریخ له مخې د سعودي له ځمکې د اسلام دین پیل شو او دا هېواد ځان ته د مسلمانانو د مشر په توګه ګوري، خو دا حالت په ۱۹۷۹ میلادي کال کې په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته بدل شو.

هلته یو نوی ډول 'مذهبي انقلابي' دولت جوړ شو او ایران غواړي خپل نظام له خپلو پولو بهر هم خپور کړي.

په ۲۰۰۳میلادي کال کې د امریکا په مشرۍ عراق کې د ولسمشر صدام حسین حکومت وپرځېد. صدام حسین یو سني عرب مشر و او همدارنګه د ایران مخالف هم و.

دې سره په سیمه کې د ایران پر ضد یو ستر پوځي ځواک هم ختم شو. په بغداد کې د شیعه ډلو لخوا حکومت جوړولو ته لار پرانیستل شوه.

اوس به راشو او په منځني ختیځ کې د ۲۰۱۱میلادي کال بدلونونو خبره به وکړو. په دې کال د ځینو عربو هېوادونو په ګډون سیمه کې ولسي پاڅونونه او سیاسي بدلونونه رامنځته شول چې ټوله سیمه یې اغېزمنه کړه.

ایران او سعودي عربستان ته فرصت په لاس ورغی او په سیمه کې یې د خپل اغیز ډېرولو هڅه پیل کړه، په ځانګړي ډول شام یا سوریه، بحرین او یمن کې.

د ایران مخالفان وايي چې تهران په سیمه کې د ځان یا د خپلو پلوي ډلو د واکمنولو په لټه کې دی او په دې توګه غواړي له ایرانه تر روم تر سمندري داسې ځمکنۍ لاره جوړه کړي چې کنترول یې له تهران سره وي.

خبره چېرته خرابه شوه؟

د انځور حقوق Getty Images

ایران څو ځله په سیمه کې په خپله پالیسۍ کې بریالی شوی دی او دا له سعودي سره د سیالیو د ډیریدو یو دلیل هم دی.

په سوریه کې د ایران او روسیې په ملاتړ ولسمشر بشارالاسد سعودي پلوه وسلې والې ډلې وځپلې.

سعودي عربستان جدي هڅې کوي چې د ایران د نفوذ زیاتېدو مخه ونیسي، په داسې حال کې چې د سعودي ځوان شهزاده محمد بن سلمان له خوا پوځي اقدام په سیمه کې تاوتریخوالی زیاتوي.

هغه په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د جنګ اعلان کړی او غواړي هلته د ایران اغیز ختم شي، خو د څلورو کلونو په تېریدو اوس ښکاري چې دا ګام ورته په لوړه بیه تمام شو.

ایران د نړیوالو دا تور ردوي چې ګواکې تهران حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي او ملاتړ یې کوي. خو ملګروي ملتونه په خپل راپور کې دې پایلې ته رسیدلي چې تهران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

د لبنان حزب الله شیعه ډله هم د ایران له ملاتړ برخمنه ده او له سیاسي ځواک سره سره وسله وال ځواک هم لري.

ډېری شنونکي ادعا کوي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې سعودي عربستان د دې هېواد لومړی وزیر سعد حریري استعفا ته اړ ایست، سره له دې چې ریاض د نوموړي ملاتړ کاوه. سعودیانو دا ګام ځکه واخیست چې په سیمه کې د کړکېچ اصل لامل خپله د حزب الله ډله وه.

سعید حریري وروسته بېرته لبنان ته ستون شو او خپله استعفا یې وځنډوله.

په دې سیالۍ کې بهرني اړخونه هم ښکېل دي. امریکا کې د ټرمپ اداره د سعودي عربستان ملاتړ کوي. اسرائيل هم ایران ځان ته یو ګواښ بولي او له همدې کبله د سعودیانو ترڅنګ ولاړ دي.

په ۲۰۱۵میلادي کالې سعودي عربستان او اسرائیل له ایران سره د نړیوالې ټولنې د اټومي تړون سخت مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا به د ایران اټومي وسلې ترلاسه کولو او بمونو جوړولو شونتیا کمه نه کړي.

سیمه ییز متحدین څوک دي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان

د منځنځي ختیځ نقشه همداسې د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ وېشلې معلومېږي. د خلیج پر څنډو د متحدوه عربي اماراتو، بحرین او مصر په څېر هېوادونه دي، چې د سعودي ملاتړي دي.

بل لور ته د سوریې بشارالاسد د ایران د دوستانو په ډله کې شامل دی، چې د لبنان د حزب الله غوندې ایران دوست شیعه ملېشو ملاتړ ور سره دی. د حزب الله وسله وال له سني یاغیانو سره مخامخ جګړه کوي.

د عراق حکومت هم د ایران ملاتړ کوي، چې اکثریت غړي یې شیعه ګان دي، خو د عراق حکومت له واشنګټن سره هم تاوده اړیکي لري او د امریکا په ملاتړ یې له داعش ډلې سره جګړه وکړه.

د دښمنۍ پایلې څه دي؟

دا د بېلا بېلو لامونو له کبله د امریکا او شوروي اتحاد د پوځي سیالۍ په څېر سړه جګړه ده چې تر کلونو پورې یې دوام وکړ.

ایران او سعودي له یوه بل سره مخامخ جګړه نه کوي، خو د سیمې په یو شمېر نیابتي جګړو کې ښکېل دي او د خپلو پلوي ملېشو ملاتړ کوي.

د سوریې بېلګه ټولو ته معلومه ده او بل لور ته سعودي عرب پر ایران تور لګوي چې د یمن حوثي یاغیانو ته بلاسټیک توغندي ورکوي، چې پر سعودي عرب یې ګوزارونه کېږي. پر ایران دا تور هم لګېږي چې په خلیج کې یې د خپل زور ښودلو هڅې کړې دي.

دا هغه سیمه ده چې سعودې عربستان له همدې ځایه ټولې نړۍ ته خپل نفت یا تېل استوي. امریکايي چارواکو ویلي، دا وروستیو کې د تېلو پر باري بېړیو د بریدونو تر شا د ایرانیانو لاس و، خو ایران دغه تورونه رد کړي دي.

د ایران او سعودي عرب تر منځ مخامخ جګړه کېدونکې ده؟

د انځور حقوق EPA

تهران او ریاض تر اوسه نیابتي جګړه کړې. دواړه هېوادونه مخامخ جګړې ته چمتو نه دي، خو که حوثي یاغیان د سعودي پر پلازمېنه برید وکړي یا د وروستیو بریدونو په څېر مهم اقتصادي مرکزونه په نښه کړي، کېدای شي چارې له کنټروله بهر شي.

د سعودي عربستان پر مهمې اقتصادي اډانې د حوثیانو بریدونو د تهران او ریاض تر منځ اړیکي نور هم خړ پړ کړي دي. دغه راز د خلیج پر سمندري پوله، چې دواړه لوري له یوه بل سره مخامخېږي، د ډېرېدونکي تاو تریخوالي له کبله لویه جګړه هم پیلېدای شي.

د امریکا او لوېدیځ لپاره په خلیج کې د تګ راتګ ازادي مهمه موضوع ده او د داسې هرې نښتې یا جنجال له کبله چې سمندرې لارې له بحران سره مخامخوي، د امریکايي هوايي ځوک د خوځښت سبب کېدای شي. د تېلو نړیوال لېږد، رالېږد لپاره دغه لارې مهمې دي.

امریکا او متحدین یې له کافي مودې راهیسې ایران ته د یوه داسې ځواک په نظر ګوري چې ګواکې غواړي په منځني ختیځ کې امنیت او ټیکاو ګډوډ کړي.

د سعودي حکومت لپاره ایران یو خطر دی او داسې انګېرل کېږي چې سعودي ولیعهد شهزاده د ایران اغېز مخنیوي لپاره هر ډول اقدام ته چمتو دی.

د تېلو پر وروستیو چڼځیو وروستیو بریدونو د سعودي عربستان کمزوري برالا کړه او د دواړو تر منځ د جګړې احتمال د یوه پلان شوي پروګرام پر ځای پر یوه ناڅاپي پېښه پورې غوټه دي.

خو د سعودي یرغلګریزه پالیسي او په سیمه کې د ټرمپ حکومت د پالیسۍ په تړاو ابهام هم په سیمه کې د تاوتریخوالي لاملونه دي.