۵۰ کلونو کې امریکا او کاناډا کې ۳ میلیارد مرغان کم شوي

Baltimore oriole (c) Gary Mueller, Macaulay Library at Cornell Lab of Ornithology د انځور حقوق Gary Mueller, Macaulay Library at Cornell Lab of O
Image caption د ۱۹۷۰ په پرتله دا مهال امریکا او کاناډا کې درې بیلیونه مرغان لږ شوي

په دوو لویو بېلابېلو څېړنو کې په ډاګه شوې ده چې په امریکا او کاناډا کې د مرغانو شمېر په کمساري ډول تېرو پنځوسو کلونو کې ۳ میلیارده راټیټ شوی.

د دوه بېلابېلو څېړنو له مخې ښودل شوې چې اسیا او امریکا کې د مرغانو د شمېر لږوالی د ناورین تر کچې دی.

لومړنۍ څېړنه دا په ډاګه کوي چې د ۱۹۷۰ په پرتله دا مهال امریکا او کاناډا کې درې بیلیونه مرغان لږ شوي چې ۲۹ سلنه يې له شمالي امریکا شمېرل کېږي.

د څېړنې دویمه برخه په اسیايي مرغانو ده چې وايي د جاوا د سمندرغاړو او په ځانګړې ډول د اندونیزیا الوتونکي په قفس ډوله طبیعت کې ژوند کوي.

شمالي امریکا څېړنو ویلي دا هرڅه د انساني ژوند د ګڼې ګوڼې په پایله کې شوي چې له دښتو، ورشو ګانو او سمندرغاړو يې په دومره لوی شمېر کې مرغان ورک کړل.

د امریکا د مرغانو د پالنې او د کارن لاب د څېړنو او اورنیتلوژي ادارې یوه څېړونکي ډاکټر کین روزنبرګ چې لومړنی کس و چې دا شمېرې ېې وښودې وايي موږ پوهېږو د کم یا به مرغانو ځینې ډولونه مخ په ورکېدو دي خو تر څنګ یې هغه مرغان چې د انساني ژوند لپاره جوړ اقلیم کې پایېدای شي دغه تشه تر ډېره حده کموي.

ډاکټر روزینبرګ وايي دا ټکان ورکونکې ده چې نړۍ دمرغانو څومره لوی شمېر له لاسه ورکوي.

د انځور حقوق Gabby Salazar
Image caption په قفص کې د بندو مرغانو پېر و پلور د اندونیزیا اقتصاد ته لسګونه میلیونه ډالر ګټه رسولې ده

په اسیايي هېوادونو په ځانګړې ډول د جاوا په سمندرغاړو او اندونیزیا کې د ښکلي غږ لرونکو مرغانو پېروپلور یو لوی کاروبارو بلل شوی و:

"موږ په ۲۰۱۷ کې یوه څېړنه وکړه چې دغه کاروبار څومره د مرغانو په تړلو او ټولولو کې اغېز لري."

شاوخوا ۷۵ میلیونه الوتونکي جاوا کې په کورونو کې ددې لپاره ساتل کېږي چې د غږونو او سندرو سیالۍ ته ېې یوسي چې دغه سیالي د کیکومانیا په نوم یادېږي او د غوره غږ لورنکي مارغه څښتن ته پکې د ۴۰۰۰۰ پونډو جایزه په لاس ورځي.

د انځور حقوق Brian Sullivan, Macaulay Library at Cornell Lab o

دا چاره د الوتونکو د تړلو او نیولو کولتور ته په وده ورکولو کې مرسته کوي او اندیښنې لا زیاتوي.

څېړونکی هیري مارشال په خپله یوه څیړنه کې جوته کړې چې د اندونیزیا د سوداګریزې ګټې وټې لسګونه میلیونه ډالره همدا د الوتونکو کاروبار جوړوي او د الجزایر په سلګونو مارکیټونو کې ۲۰۰ بېلابېل ډوله يې پلورل کیږي.

د انځور حقوق Bernd Marcordes
Image caption اندنیزیا کې د مرغانو د غږ په اړه سیالي په دې هېواد کې ډېره مشهوره شوې ده.

د مانچسټر په میټروپولیټن پوهنتون کې د دوکتورا محصل ښاغلی مارشال چې د اندونیزیا په تر ټولو ګڼ مېشتې جزیره جاوا کې نژدط ۳۰۰ کورنیو سره غږیدلی وايي له ۷۵ میلیونو ډیر الوتونکي د دغه جزیرې په کورونو کې د پنجرو بند ژوند تیروي . ښايي دغه شمیر تر هغو ډیر وي چې اوس پر بیدیا پاتې دي.

دواړو څیړونکو ډلګیوهغه لارې چارې په ګوته کړي چې د عذاب او غمونکي حالت کابو کولو نوم ورکړل شوی او له مخې دا په ډاګه کیږي چې له الوتونکو سره د اندونیزیا د خلکو عشق او سود سودا ېې څومره تاوان پښولی شي.

د انځور حقوق Gabby Salazar
Image caption د اسیا چڼېدونکو مرغانو تر ډېره سوداګریز بازار تود کړی دی

د مانچېسټر مېټروپولېټن پوهنتون پروفیسور سټورټ مارسډن وايي په اندونېزیا کې مرغانو سره ډ‌ېرې مینې خلک دې ته هڅولې چې مرغان په قفسونو کې وساتي.

د مانچیسټر د میټروپولټن د پوهنتون استاد سټورټ مارسدن وايي په اندونیزیا کې اوس دغه سوداګرۍ ته د ملي ګټې وټې په سترګه کتل کیږي او خلک د مرغانو اورېدو ته لیواله کوي. نوموړی سپارښتنه کوي چې دغه مینه او لیوالتیا باید د الوتونکو په ساتنه واوړي .

د انځور حقوق Tom Johnson, Macaulay Library at Cornell Lab of Or
Image caption شمالي امریکا څېړنو ویلي دا هرڅه د انساني ژوند د ګڼې ګوڼې په پایله کې شوي چې له دښتو، ورشو ګانو او سمندرغاړو يې په دومره لوی شمېر کې مرغان ورک کړل.

ډاکټر روزینبرګ د الوتونکو د طبیعت ساتنې په تړاو ویلي څه ښه هیلمندي شته چې دا چاره غښتلې کولی شي.

په امریکا او کانډا کې ښکاریانو څه چې د ستاینې وړ وکړه مرغانو ته ېې د ډيرو پیسو په ارزښت د اوبو ګړي یا تالابونه جوړه کړه چې وکولی شي موړ او خوندي چاپیریال ولري په داسې کولو سره له مرغانو سره خلک خپله مینه ښودلی شي او بې اټکله خو نه ده چې ډیر شمیر ترهېدلي الوتونکي به هم دغو خوندي سیمو ته بېرته وروګرځي.

ورته مطالب