له ایرکنډیشن پرته د خونې د سړولو لارې

تودوخه خلک ستومانوي؛ د ژغورنې له پاره یې کورونو او دفترونو کې ایرکنډېشنونه لګول کېږي د انځور حقوق Getty Images
Image caption تودوخه خلک ستومانوي؛ د ژغورنې له پاره یې کورونو او دفترونو کې ایرکنډېشنونه لګول کېږي

په ټوله نړۍ کې د هوا بدلون یوه جدي موضوع ده، د ځمکې تودوخه لوړېږي؛ کله کنګلونه ویلوي او کله ځنګلونه سوځوي.

تودوخه خلک ستومانوي؛ د ژغورنې له پاره یې کورونو او دفترونو کې ایرکنډېشنونه لګول کېږي. خو دا ماشین که دننه هوا سړوي، بهر بیا همدغومره تودوخه جوړوي.

هوا پېژندونکي له چالان ایرکنډېشن نه راوتونکی غاز د هوا د تودېدو په لویو لاملونو کې بولی. نو چې داسې ده، د خونې د سړولو نورې لارې به څه وي او که نه توده هوا به زغمې؟

په سان فرانسېسکو کې د کلیفورنیا علومو اکاډیمي یوه غوره بېلګه وړاندې کوي: د یوې ودانۍ بلۍ باندې کبل کرل شوي او پر همدې سړه ساتل کېږي.

ترڅنګ یې، د چت کړکۍ پرله پسې پرانېستې وي چې د هوا په چلېدو یې خونه سړه پاتېږي. ان په ډېره تودوخه کې هم دغلته له ایرکنډېشن پرته ګوزاره کېږي.

د ودانیو طراحي هم ونډه لري

د تودوخې له ختلو سره انجنیرانو اوس، د ودانیو پر طراحۍ هم له سره غور پیل کړی دی. یوه څېړنه اټکل کوي چې په درېیو لسیزو کې به د کارېدونکو ایرکنډېشنو شمېر په نړۍ کې درې ځله ډېر شي.

خو کله چې برېښنایي پکهي، کولرونه او ایرکنډېشنونه نه وو، په خونو کې د هوا چلېدو تودوخه ټیټوله.

د انځور حقوق Cody Andresen
Image caption د تودوخې له ختلو سره انجنیرانو اوس، د ودانیو پر طراحۍ هم له سره غور پیل کړی

د کلیفورنیا د علومو اکاډیمۍ طراح ایلسډایر میک ګریګر وایي، د ودانۍ نوی ډیزاین یوه تجربه ده- په دې تجربې سره د دې خبرې د جوتېدو هڅه کېږي چې بې ایرکنډېشنه د تودوخې زغم څومره شونی دی.

په اسپانیا کې د منګیو کارېدا

دا تجربه په کورونو، ښوونځیو او وړو دفتر کې ښه پرېوتې، خو په روغتونو کې یې چې ناروغان او روغتیایي وسایل دواړه سړوالي ته اړتیا لري، دومره کار نه دی ورکړی او ځکه ایرکنډېشنو ته اړتیا پرځای ده.

بله ګټوره لاره تبخیر ده، یعنې که سړی خولې شي بدن ورسره سړېږي.

په اسپانیا کې د منګیو کارېدا چې «بوتیجو» یې بولي دود ده. دلته منګي له اوبو ډکوي او د سړښت له پاره یې کاروي. خټین منګي چې اوبه راکاږي او اشباع شي، نو بیا په کې پرتې اوبه سړې ساتي او همدا طریقه د ودانیو په طراحۍ کې کارول کېږي: کله چې د هوا بهیر له ساړه منګي سره ولګېږي، تودوخه بایلي او سړېږي.

د مغولو تجربه

د کور پرانستې برخه یا انګړ کې که د اوبو داره (فواره) ولګول شي، د تودوخې په غورځولو کې ونډه درلودلی شي.

په اوبو د ودانیو سړېدا، یو لرغونی دود دی. د هند مغولي پېر کې چې څومره ودانۍ جوړې شوې، کوهي او فوارې په کې له ورایه برېښي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په اوبو د ودانیو سړېدا، یو لرغونی دود دی

هندي معمار منیت مارګیګي همدغه اصول په جیپور کې د پرل اکاډیمۍ ودانۍ کې کارولي دي.

د تودوخې د کمولو اله 'باد نیونکی- Windcatcher'

د پرل اکاډیمۍ د ودانۍ پر څلورو خواوو جالۍ دي. دېوالونه یې له څلورو خواوو د څلورو فوټو په واټن سورۍ سورۍ ډبرې لري چې هوا ترې وځي او که بهر تودخه ۴۰ درجې وي، دننه د ۲۹ شاوخوا پاتېږي.

که په کومه ودانۍ کې د لوی کوهي کیندنه شونې نه وي، لاندې ترې د اوبو نلونه غځوي چې اوبه په کې بهېږي.

دا طریقه هم د تودولو او هم سړولو دواړو له پاره کارېدلی شي. د چین د شمال ډېرئ سیمې پر دوبي او ژمي همدا اصول کاروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که په کومه ودانۍ کې د لوی کوهي کیندنه شونې نه وي، لاندې ترې د اوبو نلونه غځوي

د اوبو بهیر په تودوخه کې دوه، درې درجې بدلون راولي.

متمدن ژوندانه د وګړو بهیر پر ښارونو ورسم کړی، خو ښار د کانکرېټو یو ځنګل دی چې د ګاډو او فابریکو لوګي یې هوا ډېره تودوي.

د نړۍ ډېرو ښاري چارواکو اوس د ښارونو پر زرغونولو پام ډېر کړی دی. د امریکا په کولمبیا کې ښاروالۍ د زرغونو دهېلزونو پر جوړولو کار پیل کړې چې ورسره تودوخه دوې درجې ولوېده.

د هوا پېژندونکې مونیکا ټرنر په باور «زرغون دهلېزونه» کولی شي تودوخه تر پنځو درجو ټیټه کړي. اوس نورو ښارونو هم پر دې طریقې غور پیل کړی دی.

د ایټالیا د میلان ښاروالۍ تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې د درې لکو ونو د کینولو تکل کړی؛ د اسټرالیا مېلبورن ښار کې هم ورته هڅه روانه ده.

ورته مطالب