'امریکا کې د توکمیز چلند له امله الوتنه لغوه شوه'

عبدالله خبریالانو ته وویل: "دا زما د ژوند تر ټولو بې عزته ورځ وه". د انځور حقوق Reuters
Image caption عبدالله خبریالانو ته وویل: "دا زما د ژوند تر ټولو بې عزته ورځ وه".

امریکا کې دوو مسلمانو سړو ادعا کړې چې کله یې الوتکه د ډالاس ښار په لور حرکت کاوه د لارې په اوږدو کې له مذهبي او توکمیز نفرت سره مخ وو. دوی له چارواکو د پلټنې غوښتنه کړې ده.

عبدالرؤف او عصام عبدالله ادعا کړې د دوی الوتنه ځکه لغوه شو چې د الوتکې عمله له دوی سره سفر ته چمتو نه وه.

عبدالله خبریالانو ته وویل: "دا زما د ژوند تر ټولو بې عزته ورځ وه".

بل خوا، د امریکا هوايي چلند ادارې په خپله اعلامیه کې ويلي دا الوتنه ''د یوه کارکوونکي او د مسافرو د اندېښنې'' له امله لغوه شوې.

"امریکایان او ددې ټول سیمه ییز غړي پر دې خبرې ټینګار کوي چې د الوتکې د عملې او مسافرینو له خوا هر ډول شکایت جدي اخېستل کېږي."

عبدالرؤف او عبدالله دغه تورونه د امریکا د اسلامي اړیکو د شورا په رسنیز کنفرانس کې کړي چې پر فېسبوک هم خپاره شوي وو. دوی دواړو د امریکا هوايي شرکت په ۱۴م د سپټمبر نیولی و چې له برمنګهم څخه الاباما ته او بیا ډالاس ښار ته تلل.

دواړو مسافرینو په جلا جلا ډول سفر کاوه، خو د اسلام له امله یې یو بل پېژندل نو ځکه یې په الوتکه کې یو بل ته لاس وخوځاوه او هرکلی یې یو بل ته وویل.

له لږ ځنډ وروسته اعلان وشو چې دا الوتنه وځنډېده بیا عبدالله تشناب ته ولاړ کله چې بهر ووت ګوري چې د الوتکې کوربه (سټیورډ) له وره سره ولاړ وو، داسې ښکارېده چې غوږ یې نیولی و او هر څه یې واورېدل.

له دې وروسته عملې ټولو مسافرینو ته وویل چې الوتنه وځنډېده او ټول باید له الوتکې ووځي. د عبدالرؤف په وینا د الوتکې خدمې څخه یې واورېدل چې دا الوتنه د امنیتي ستونزو له امله لغوه شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټول مسافرینو د ډالاس ښار لپاره بله الوتنه کې ولاړل

دواړه مسافرین کله چې له الوتکې ښکته شول، نو له دوی سره ساده جامه لرونکو امنیتي کسانو اړیکه ونیوله چې بیا له دې وروسته د 'اېف بي ای' یو استازی هم د څېړنې لپاره دوی ته راغی.

عبدالله له څېړونکي سره یوې خونې ته ولاړ او له هغه وپوښتل شو چې نوم دې څه دی او څه کوئ- هغه وویل چې د ده ټول توکي به بیا څارل کېږي.

کله چې عبدالله وپوښتل چې دا څه روان دي، نو هغه ته وویل شول چې د الوتکې عملې له پولیسو سره یې اړیکه نیولې او ویلې یې دي چې دوی له تا سره سفر ته چمتو نه دي.

د 'اېف بي ای' استازي هغه ته وویل چې د دې لامل دا دی چې 'عبدالله تشناب ته لاړ او دوه ځله یې کمود کې اوبه واچولې'.

د عبدالله د خبرو پر بنسټ، استازي له دوی بخښنه غوښتې او ویلې یې دي چې دوی کولی شي بله الوتکه کې کیني-'ماته داسې وبریښېده چې ما سره مذهبي او توکمیز چلند کېږي.'

له دې وروسته ټول مسافرینو د ډالاس ښار لپاره بله الوتنه کې ولاړل.

د هوايي چلند ادارې څه وايي؟

د امریکايي د هوايي چلند ادارې په خپل پیغام کې ویلي "موږ د خپلو ټولو مسافرینو د ښه سفر پر کولو ټینګار کوو- له دې پېښې وروسته زموږ ډله له میسا سره یوځای خپلې څېړنې کوي- موږ له عبدالله او عبدالرؤف سره هم اړیکه نیولې چې په دې تجربې لا ښه پوه شو. "

په تېر کې هم په دې ادارې هم تور لګول شوی و چې ګنې توکمیز چلند کوي.

سږکال، په ورته پېښه کې یوه هوایي شرکت د یوې ښځینه مسافرې څخه بخښنه وغوښته چې هغې ته یې وویل چې ځان په څادر کې پټه کړي.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د انساني حقوقو یو سازمان 'اېن. اې. اې. سي. پي' تور مسافرینو ته د امریکایي الوتکو د کارولو په اړه خبرداری ورکړل شوی وو.

هغوی ویلي و چې "دا هوایي شرکت ښايي د تبعیض، ناوړه چلند یا د ناامنۍ له خطر سره مخ وي."

ورته مطالب