مېلمه پالو نجونو ته خبرداری: د الوتنې پر وخت ټېک ټاک مه کاروئ

د انځور حقوق SM VIRAL POST
Image caption د پي آی اې یوه چارواکي ویلي دغو میلمه پالو پرضد له مخکې کوم شکایت نشته کنه نو د خبرداري پرځای له کاره شړل کېدای شوې.

د پاکستان نړیوال هوایي شرکت پي آی اې خپلو دوو میلمه پالو نجونو ته پر خواله رسنیو د ټېک ټاک ویډیوګانو د شریکولو له امله خبرداری ورکړی دی.

په دغو ویډیوګانو کې د پي آی اې میلمه پالې ډیالوګ او سندرو سره خپلې ویډیوګانې جوړوي. په یوه ویډیوه کې میلمه پالې په هوايي ډګر کې دي او په بلې کې د الوتنې په حال کې الوتکه کې دي.

د پي آی اې ویاند مشهود تاجور ویلي دغو دوو میلمه پالو ته خبرداری ورکړل شوی ځکه چې په کاري وخت کې یې ویډیوګانې د کار په جامو کې جوړې کړې دي.

د پي آی اې یوه لوړ پوړي چارواکي چې د خپل نوم له ښودولو یې ډډه کړې ویلي چې دغه دوو میلمه پالو تازه له پي آی اې سره دنده پيل کړې او تر دې وړاندې د هغوی پرضد هېڅ شکایت نشته، که نه نو د خبرداري پرځای به له دندو ګوښه کړای شوې وای.

په ورته وخت کې د پي آی آې یوه بل مامور ویلي ''د ټیک ټاک په وسیله جوړې شوې ویډیوګانې زړه پورې او خندونکې دي خو له بده مرغه پي آی اې داسې شرکت نه دی چې د ټوکو ټکالو دغسې ویډیوګانو ته په کې زغم وي، که همدا په امارت یا لفتهانزا هوايي شرکتونو کې وای هېڅ خبره نه وه. ''

ورته مطالب