چین کې داسې هوايي ډګر چې په ۱۱ میلیارد ډالرو جوړ شو

چین د خپلې ۷۰ کلیزې له لمانځلو څو ورځې مخکې د خپل خورا لویي ستر هوايي ډګر ورونه پرانیستل، چې په یوولس میلیارد ډالرو یې جوړ کړی دی.

ډاکسینګ نړیوال هوايي ډګر په پلازمېنه بېجینګ کې جوړ شوی او د چارشنبې په ورځ د دغه هېواد ولسمشر شي جنپینګ پرانیست.

* د امریکا او چین سوداګریزه جګړه

* په چین کې د مېړه لټولو لپاره اضافي رخصتي

د چین دولتي ورځپاڼې وايي، دا هوايي ډګر اوه لکه متر مربع پراخ دی چې د فوټبال ۹۸ لوبغالو سره برابرېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا هوايي ډګر په ۱۱ میلیارد ډالرو جوړ شوی دی.

د هوايي ډګر د شورا په خبره، بېجینګ هواي ډګر له اتلنتا وروسته د نړۍ دویم ډېر بوخت هوايي ډګر دی.

چارواکي وايي، نوی هوايي ډګر د دې لپاره جوړ شو چې د بېجینګ پلازمېنې نړیوال هوايي ډګر باندې بوج کم شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption داکسینګ هوايي ډګر په تېر جون کې.

ویل کېږي داکسینګ هوايي ډګر به په یوه ودانۍ کې د نړۍ تر ټولو لوی ترمینل وي او تمه ده چې تر ۲۰۲۵ کال به تر ۱۷۰ میلیون مساپر ومني.

د چین حکومتي اژانس ګلوبل ټایمز وايي، اټکل و چې د چارشنبې په ورځ اوه کورنۍ هوايي کرښې له دې هوايي ډګر خپلې الوتنې پیل کړي.

* کراچۍ کې تر ټولو لوی لوبغالی

* چیچنیا: د اروپا تر ټولو ستر جومات پرانیستل کېږي

لومړۍ الوتنه هم ځايي وخت د مازیګر څلور بجې او ۲۳ دقیقې وه.

په نړیوالو هوايي کرښو کې د برتانیا ایروېز، کتي پیسپیک او فاینیر هم دې هوايي ډګر ته خپلې کرښې ور سمې کړې دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ودانګر یا انجینر زها حدید د دې هواي يډګر نقشه جوړه کړې وه.

نوی هواي ډګر چې له تایننمن چوک سوېل ته په ۴۶ کلیومترۍ کې پروت دی او ودانګر یا انجینر زها حدید ډیزاین کړی دی.

د دې هوايي ډګر پرانیستې سره بېجینګ د نیویارک او لندن په څېر د هغو ښارونو ډله کې راغی چې دوه خورا لوی نړیوال هوايي ډګرونه لري.

بېجنګ پلازمېنه هوايي ډګر- چې پر ۱۹۵۸ کال پرانیستل شوی- له سل میلیونو ډېر مساپر یې کاروي.