د سعودي ورک شوي شاهي الماس د ګڼو کسانو ژوند واخیست

  • 1 اکتوبر 2019 - 09 تله 1398
کریانگکرائی ٹیچامونگ د انځور حقوق Panumas Sanguanwong/BBC Thai
Image caption کریانګکرایي ټیچامونګ

په ۱۹۸۹ میلادي د سعودي له یوې ماڼۍ د یوې لوړې بیې ګاڼې په غلا سره د قتل یوه لړۍ پیل شوې چې ان سفارتي بحران ورسره پیل شو او لا تر اوسه روان دی- اوس په یوه غیر معمولي مرکه کې یو تن د دې غلا تر شا خپله کیسه کوي.

د سعودي شهزاده او مېرمن یې د درې میاشتو رخصتیو لپاره ووتل او غل پوهېده چې ددې کار لپاره دا ښه وخت دی.

کریانګکرایي ټیچامونګ یو ستر خطر پر سر ومانه- په سعودي عربستان کې د غل لاس پرې کېږي، خو کریانګکرايي کوم عام غل هم نه و- د ده سترګې په لوړ بیه غمیو او ګاڼو نښتې وې او دا قیمتي غمي او ګاڼې د ده د مالک او د سعودي د پاچا ملک فهد د زوی شهزاده فیصل خپل ملکیت و.

کریانګکرایي ټیچامونګ د خپلې عاجزۍ له امله د شهزاده فیصل د کور له هرې څنډې خبر و او هغه پوهېده چې د شهزاده فیصل ټول جوهرات په کومو الماریو کې خوندي دي په ۴ الماریو کې درې یې نه قلف کېدې- دا نو داسې یو فرصت و چې باید له لاسه نه وای وتلی- کریانګکرایي چې پورونو لاندې کړی و او ددې هېواد له بندیزونو څخه د وتلو لپاره دا یو ښه فرصت و چې نور په کې نشو اوسېدلی.

یو ماښام کله چې تیاره خوره شوه او نوموړي بیا په دې کور کې د اوسېدو لپاره پلمه لټوله. هغه تر دې پورې انتظار وکړ چې نور کارکوونکي هم له خپلو ځایه وخوځېدل- له دې وروسته هغه په پټه د شهزاده د خوب خونې ته ننوت.

هغه یو څه ګاڼه واخېسته او د رابرټیپ (پلستر) په واسطه یې په خپل بدن ونښلو- له هغه وروسته خپل د لمبا د توکو په ګډون ځینې ګاڼې یې هم په کڅوړه کې واچولې.

په دې کار نوموړي ۳۰ کیلو توکي لوټلې وې چې په اوس وخت کې یې بیه کابو ۲۰ میلیونه ډالره کېږي- له دې وروسته سعودي چارواکو ویلي چې په لوټل شوې ګاڼه کې څه د سرو زرو ساعتونه او یاقوت هم شته.

په دې شپه کریانګکرایي ټیچامونګ په ودانۍ کې لوټ شوي توکي داسې ځای خوندي کړل چې پوهېده هېڅوک یې لټه نشي کولی- بیا د یوې میاشتې لپاره دوی په جوالونو کې جواهرات پټ کړل او غوښتل یې تایلنډ ته یې خپل کور ته واستوي.

د انځور حقوق Khaosod

کله چې خبره ښکاره کېده نو کریانګکرایي ټیچامونګ خپل هېواد تایلینډ ته تښتېدلی و او څو ورځې مخکې یې خپل سامان هم لېږدولی و- خو غله ته بیا هم یو ګواښ موجود و هغه دا و چې دا غلاشوي توکي څنګه له ګمرکه تېر کړي؟

وارد شوي توکي خو بیا ضرور تلاشي کېږي او دی پوهېده چې د تایلنډ چارواکي هېڅکله بډې نه اخېستې نو ددې لپاره کریانګکرایي ټیچامونګ په یوه وړه کڅوړه کې پیسې کېښودې او په هغه کې یو لیک هم کېښود چې پکې لیکلي و غواړم د دې توکو تلاشي ونه شي ځکه په دې کې فحش توکي ځای پرځای شوي دي.

د ده پلان کار وکړ خو کریانګکرایي ټیچامونګ د ډېر وخت لپاره له انصاف څخه ونه شو تښتېدلی- په ۱۹۹۰ میلادي کال کې نوموړی د تایلینډ د شمال په لمپانګ ایالت کې له خپله کوره ونیول شو ځکه سعودي چارواکو تایلنډي چارواکو ته خبر لا له وړاندې ورکړی و.

ګاڼې او غمي له کومو چې هغه ځینې پلورلې وې او څه ورسره وې؛ ډېر ژر ترې رابود شول، دا چې له ده څه توکي ووتل او ریاض ته ولېږدول شول، یو بل جرم هم وشو- سعودي چارواکو وویل چې لا هم ۸۰ سلنه اوس هم کم دي ځکه لوټل شوي توکي جعلي وو- له دې وروسته د تایلنډ د یوه پخواني چارواکي څه عکسونه تر مخې راغلل په کوم کې چې هغه داسې هار اغوستی و چې له ورک شوي سره یو څېر ښکارېده.

خو تر ټولو زیاته اندېښنه هغه ورک شوي توکي ته وه چې کابو د هګۍ په سایز ۵۰ قیراطه یو نیلي الماس و.

له لس زرو الماسو کې د یوه رنګ غیر معمولي وي او بیا په هغه کې ډېر کم الماس داسې وي چې رنګ یې نیلي وي ځکه دا د نړۍ ډېر کمیابه ګاڼه ده- ددې دا ځانګړی رنګ ځکه داسې وي چې دننه پکې د بوران عنصر په نامه یوه ماده موجوده وي دا د ځمکې په ۶۰۰ کیلومتره په ژوروالي کې پیدا کیږي.

د انځور حقوق Getty Images

اوس په نړۍ کې د نیلي الماس ډېری ګاڼه د سويلي افریقا پریټوریا ته نږدې د کلینن له کانه ایستل کېږي خو د سعودي د ورک شوي الماس سرچینه لا روښانه نه ده او د هغه عکسونه هم نشته.

کریانګکرایي ټیچامونګ د کابو درې کاله زندان او د سعودي عربستان له خوا د ورکو شویو ګاڼو او خاصتاً د نیلي الماسو د ورکېدو په اړه انکار کړی چې دا پېښه پای ته رسېدلی وی خو دلته څېړنو بله لاره ونیوله.

د تایلنډ پلازمېنه بنکاک کې د سعودي د سفارت د ویزې د برخې دوه مامورین د ۱۹۹۰ میلادي کال د فبروري میاشت لومړیو کې خپل دفتر ته روان وو چې له کوره یې شاوخوا نیم میل لېرې دوی د څو تنه ټوپکمارو تر برید لاندې راغلل او دواړه یې ووژل. په دې لړ کې یوه وسله وال ددې دوو مامورینو د یوه بل همکار پر کور ورننوت او پر هغه یې هم ډزې وکړې.

له دې څو اوونۍ وروسته یو سعودي سوداګر محمد الرویلي بنکاک ته واستول شو څو هلته د ورکو شویو توکو په اړه پلټنه وکړي خو هغه یې هم هدف وګرځاوه، نوموړی یې وتښتاوه چې تر اوسه یې لا درک نه دی معلوم شوی ښايي هغه یې هم وژلی وي.

ددې ټولو وژنو په اړه ډېرې نظریې مخې ته راغلي دي. په ۲۰۱۰ میلادي کال کې بنکاک کې د امریکا سفارت د ډیپلوماټیک کارکوونکود مرستیال له خوا لیکل شوي ډیپلوماټیک نوټ له مخې چې بیا وروسته د ویکي لیکس له خوا خپور شو، ددې ۳ ډیپلوماټانو وژنه د شیعه اسلامي وسله والې ډلې حزب الله خوا شوې چې سعودي ورسره په شخړه کې ښکېل دی. خو یو سعودي چارواکی دا مني چې ددې پېښې تر شا څوک دي.

د انځور حقوق Panumas Sanguanwong/BBC Thai

۳۵ کلن محمد سعید خواجه له دیپلوماتیکې تجربې سره بنکاک ته د غلا نه وروسته د تحقیقاتو د څارنې لپاره استول شوی و. هغه باید په تایلنډ کې درې میاشتې وای خو نوموړی د څو کلونو لپاره هلته پاتې شو.

په عام ډول هغه سفیر نه و، خو یو درجه ښکته مامور و- دا ځکه چې سعودي عربستان له غلا او وژلو وروسته له تایلینډ سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.دې اقدام په سعودي عربستان کې د دوه لکو څخه ۱۵ زرو ته د تایلنډیانو شمېر راټیټ کړ.د راپورونو سره سم د تایلنډ اقتصاد هر کال میلیاردونه ډالر له لاسه ورکوي ځکه دا پر بهرنيو هېوادونو تکیه کوي.

دې سخت زړي څښت خپله وسله پر مېز کېښوده او رسنیو سره مرکې پیل کړې او ټینګار یې کاوه چې د تایلنډ پولیس نوموړی څاري، د ده مرکې چې تایلنډي ورځپاڼو هم خپرولې.

نوموړی په ښکاره تایلنډي پولیس تورنوي چې ګاڼه یې غلا کړې او سعودي چارواکو یې وژلي. دی وايي سعودي چارواکي یې ځکه وژلي ځکه ددې غلا په اړه مهم معلومات ورته رسېدلي دي. د ډیپلوماټانو د وژنې د څېړنې مسؤل په رسمي ډول د محمد الرویلي د لادرکه کېدو په تور نیول شوی و، خو دا تورونه وروسته له هغه لېرې کړای شول.

نوموړي د ۱۹۹۴ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې نیویارک ټایمز سره په مرکې کې وویل: "دلته پولیس له حکومت څخه ډېر ځواکمن دي- زه مسلمان یم او ددې لپاره یې دلته تم کړی یم او ماته داسې ښکاري چې زه شیطانانو سره په جنګ یم."

دا یوازې په دې میاشت کې د څو مرکو څخه یوه وه او دا سمدلاسه وروسته د غلا پورې اړوند د بلې وژنې تعقیب شو.

پر تایلنډ د سعودي عربستان د فشار د زیاتېدو له امله دا هېواد غواړي چې دا پېښه وڅېړي- تایلنډي چارواکو تایلنډ ته د کریانګکرای د راستنېدو پرمهال سړی پېژندلی چې ګومان کېږي د ګاڼې پلورنځی یې په لاس راوړي وي.

د ګاڼو د دې تایلنډي پلورنځي په اړه دا ویل کېږي چې اصل یې پلورلی او بیا یې جعلي جوړ کړي او هماغه ددې پېښې شاهد شو.

خو په ۱۹۹۴ میلادي کال جولای میاشت کې ددې مېرمن او زوی یې لا درکه شول او وروسته یې جسدونه له بنکاک څخه بهر په یوه مرسیډیز موټر کې وموندل شولـ که څه هم ددوی پر جسدونو د ټپونو نښانې هم وې خو د راپورونو له مخې دوی د لوی موټر سره په ټکر کې وژل شوي وو. نوموړي په دې اړه هم څو مرکې کړې وې، نوموړي په یوه رسنیزه غونډه کې وویل:

"د عدلي او قضايي چارو قوماندانان فکر کوي چې موږ احمقان یو. دا ناڅاپي نه و. دوی غواړي هرڅه پټ کړي."

د انځور حقوق Panumas Sanguanwong/BBC Thai

دی سم و، وروسته بیا دا روښانه شوه چې د لوټل شوې ګاڼې د لټې په اړه پولیس مامورینو هم څه حق اخیستی و. د ګاڼې له پلورونکي څخه غلا کړې وه او خپله مېرمن او زوی یې وژلی و، شلوار کارډیټیس چې د اصلي تحقیقاتو مسؤل دی ښايي۲۰ کاله بند تېر کړي.

'څه چې وشول، هغه یو وېرونکی خوب و'

کریانګکر اوس خپه ښکاري، له زندانه یې د خوشې کېدو ۲۸ کاله تېریږي او د ګاڼې د غلا یې ۳۰ کاله کیږي- اوس نوموړی د تایلنډ شمال لوېدیځ کې خپل ژوند تېروي. له څو ورځو وروسته بي بي سي د یوې تایلنډي ډلې په همکارۍ دده د کور په لټې پسې وتلې وه بلاخره یې د نوموړي یوه ساده کور ته ورسېدل.

ده کله ښۍ خوا او کله هم چپې خوا کتل چې وېره یې په سترګو کې له ورایه ښکارېده، هغه بیا بیا پوښتل چې ستاسو راپور جوړوونکی خو به پولیس نه وي؟ بیا هغه ویل چې له کوره به وځي او د شولې په پټي کې به په ولاړه خبرې سره وکړي. نوموړي داسې لاره جوړه کړې وه چې تر زنګونونو پورې شاوخوا ګلان او دی پکې روان و هغه په خبرو پیل وکړ او ویل یې 'څه چې وشول، ما لپاره یو وېروونکی خوب و.'

د غلا راهیسې نوموړي څو مرکې کړي او په یوه کې یې ویلي چې له امله یې په درې ورځو کې ډېر خلک وژل شوي دي. له دومره کلونو وروسته بیا هم نوموړی ویریږي او وايي چې وبه وژل شم.

هغه وايي:" کله چې ونیول شوم، داسې ښکارېدله چې لېونی شوی یم او زه له شاوخوا په وېروونکي څیزونو کې راګیر یم، زما پر ذهن یوازې یو څه غلبه کړې وه چې هر ډول وي وژل کېږم به، زه به له دې هم ویرېدم چې څوک به یې وتښتوي او یا به مې ووژني. ماته تر یوې اوونۍ هم خوب نه راته.''

کریانګکرايي ټینګار کاوه چې ده ته هېڅ معلومه نه وه چې جرم به یې دومره حساس پړاو ته ورسېږي. دی پوهېده چې سره زر خورا ارزښت لري، خو دوی د نورو توکو په بشپړ ارزښت نه پوهېده چې له بنده یې راوباسي.

هغه ویل: "کله چې پولیسو زه پیدا کړم، د جګړې پرځای مې دا ښه وګڼله چې وسله پرځمکه کېږدم، ما ګاڼه هم بېرته ورکړل او هغه څه مې چې پلورلي وو د بېرته ترلاسه کولو لپاره مې هم پولیسو سره مرسته وکړه، خو که په دې پېښه کې د تایلنډ ځواکمن خلک ککړ نه وی نو دا معامله دومره نه غټېده."

د انځور حقوق Matichon

د خپل جرم په منلو سره د نوموړي سزا له پنځو کالو دوه کاله او ۷ میاشتو ته راښکته شو- له زندانه تر راوتلو وروسته نوموړي خپل نوم بدل کړ چې لور یې د پلار له شرمندګي وژغورل

له غلا تر راهب

هغه پر خپلو کړنو پښېمانه و او ویل یې له زندانه تر وتلو وروسته د هغه ژوند له دردناکو پېښو څخه ډک و. په ۲۰۱۶ میلادي کال کې نوموړي دا پرېکړه وکړه چې له ځانه راهب جوړ کړي.

کله یې د راهب د جوړېدو لپاره روزنه ولیده نو په یوه غونډه کې یې وویل:

"زه غواړم چې په ژوند کې راهب جوړ شم چې د سعودي د الماس شغلې له منځه یوسم او خپلې نېکې کړنې خلکو ته وړاندې کړم."

د یوه راهب په څېر نوموړي داسې نوم ځانته غوره کړ چې دا مانا یې ورکوله: 'د الماسو په څېر ځواکمن'.

په دې ورځ په حاضرو کسانو کې شلوار کارډیټیس هم و هغه څوک چې د ګاڼې د پلورونکي کورنۍ د وژنې په جرم په عمري بند محکوم شوی و.

د تایلنډي رسنیو په وینا، هغه هم زندان کې بندي و چې ویل یې ګناهکار نه و او د مشهور سندرغاړي ایلیس په تقلید کې یې د شهزاده ګاڼه اخیستې وه. له زندانه تر خوشې کېدو وروسته هغه پریکړه وکړه چې راهب شي خو په خانقاه کې تر ډېره پاتې نه شو.

د نیلي الماس په پېښه یوازې شلوار او کریانګکرايي زندان ته ځي. د تایلنډ سترې محکمې په مارچ میاشت کې د سعودي سوداګر محمد الرويلي د تښتونې او وژنې په تړاو پنځه پولیس له دندو ګوښه کړل.

کریانګکرايي ان په خانقا کې هم د خلکو له څاره بچ پاتې نه شو او خلکو هغه څاره او پوښتنه یې ترې کوله چې نیلي الماس یې چېرته خوندي کړی. هغه به خلکو ته څه نه ویل خو خلکو به فکر کاوه چې په همدې کور کې یې چېرته پټ کړی دی خو نیلي الماس لا هم پیدا نه شو.

کریانګکرايي په خانقا کې یوازې درې کاله پاتې شو هغه ویل: "زه به د ټول ژوند لپاره راهب پاتې نه شم ځکه زما کورنۍ اړتیا راته لري.''

اوس نوموړی ۶۱ کلن دی کریانګکرايي غواړي د مسافرینو لپاره کوم کار وکړي که هغه په شولو کې کار کول وي یا نور رغنیزې چارې وي.

کریانګکرايي په خپل لرګین کور کې وايي: "اوس غواړم د یوه کلیوال په څېر ژوند وکړم، ماسره اوس زیاتې پیسې نشته. زما کورنۍ چې ماسره وي ما لپاره ریښتینې خوښي همدا ده".شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب