د ایراني ولسمشر ورور حسین فریدون په پنځه کلن زندان محکوم شو

حسین فریدون

ایراني رسنیو د ایران قضاییه ځواک د ویاند غلام حسین اسماعیلي له قوله ویلي، د دغه هېواد استناف محکمې د ولسمشر حسن روحاني د ورور اووه کلنه زندان سزا پنځو کلونو ته راکمه کړې ده.

حسین فریدون د بډو رشوتونو په اخیستلو تورن و او حکم ورته شوی و، چې ټوله په ناقانونه توګه ترلاسه کړې شتمني بېرته وسپاري، او د زندان سزا تر څنګ ۳۱۰ میلیارده ریاله یا ۲۶ اعشاریه اووه میلیونه ډالره جریمه شوی و.

د ایران د پارلمان د غړي له کور د میلیاردونو پیسو غلا کېدل

ایران یو ایران الاصله انسان پېژندونکی برتانوی نیولی

ایران کې د اجباري حجاب یوه مخالفه '۲۴ کاله بندي شوه'

مې میاشت کې ښاغلي فریدون ته، چې هغه مهال د ولسمشر لوړپوړی سلاکار او دیپلومات و د زندان سزا ورکړل شوې وه، خو هغه مهال یې د بند موده معلومه نه وه.

د ولسمشر حسن روحاني پلویان بیا وايي چې دغه محاکمه سیاسي بڼه لري.

بل لور ته ایراني چارواکي وايي، امریکا او برتانیا ته یې د جاسوسۍ په جرم درې کسانو ته سزا ورکړې، چې یو کس یې په اعدام محکوم شوی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه اعلان داسې مهال شوی چې د ایران او امریکا تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی

د ایران عدلي او قضایي چارو ادارې ویاند غلام حسین اسماعیلي وايي، دوه کسان علي نفریې او محمد علي بابا پور د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې لپاره د جاسوسۍ له کبله هر یو په لس کاله زندان سزا محکوم شوي دي.

همدا راز محمد امین نصیب ته له برتانوي استخباراتو سره د مرستې جرم په بدل کې د ۱۰ کاله زندان سزا ورکړل شوې ده.

ښاغلی اسماعیلي وايي، د اعدام په سزا د محکوم شوي کس نوم ځکه نه اخلي، چې په خبره یې د استناف غوښتنې حق لري.

دا مالومه نه ده چې ایا دا درې کسان د هغو ۱۷ کسانو له ډلې دي چې د ایران څارګرو ادارو د سږ کال په لومړیو کې سي ای اې ته یې د جاسوسۍ په تور نیولي وو.

ایراني چارواکو تور پورې کړی و چې نیول شویو کسانو په خصوصوي سیکتور کې د پوځي مرکزونو او اتومي پروګرام په اړه معلومات ټولول.

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption د کامل احمدي مېرمن وايي، نوموړی اګست میاشت کې په تهران کې له خپله کوره نیول شوی و

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا تورونه په (بشپړه توګه) درروغ بللي وو.

ښاغلي اسماعیلي د ایراني الاصله ټولنپوه کامل احمدي نیول کېدو خبر هم تائید کړ. پر نوموړي تورونه پورې شوي وو چې ګواکې له 'نورو هېوادونو او بهرنیو استخباراتو ' سره اړیکي لري.

اګست کې د ښاغلي احمدي مېرمنې ویلي وو چې مېړه یې د پلازمېنې تهران په لوېدیځ کې له خپله کوره نیول شوی دی.