عراق کې له کم عمره نجونو جنسي ګټه اخيستنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عراق کې له کم عمره نجونو جنسي ګټه اخيستنه

عراق کې د بي بي سي يوې پټې پلټنې د ځينو شيعه ملايانو له خوا له ماشومو او ځوانو نجونو سره د ناوړه جنسي کړووړو نښې سپړلې دي. د بي بي سي عربۍ څانګې موندلې چې څنګه ځينې ملايان کربلا او بغداد کې د متعه يا صيغه واده په نامه له خطر سره مخامخ نجونې چمتو کوي، او ناوړه جنسي ګټه ترې اخلي. دا کړه وړه چې د عراق د قانون له مخې منعه خو د ځينو په باور د شريعت ځينو تفسيرونو له مخې روا دي، او لنډمهالي واده ته په کې لار هوارېږي، ځينې وخت ان يو ساعت هم وي. ملايان چې په کامره يې فېلم اخيستل شوی، نجونې خرڅلاو ته وړاندې کوي، او له ماشومانو سره د جنسي کړووړو په اړه سلامشورې ورکوي، چې دوی وايي د متعه واده پر مهال ورته اجازه شته. د بي بي سي عربۍ څانګې نوال المقفي دې راپور کې له ماشومانو د ناوړه ګټې جزئيات دي، چې ښايي تاسې خواشينوونکي وګڼئ.

اړونده مطالب