مانو ګاندي: هغه پېغله چې د ګاندي د سختو شپو ورځو حال یې لیکلی

  • 5 اکتوبر 2019 - 13 تله 1398
ګاندي د انځور حقوق DINODIA
Image caption مانو د ګاندي د ژوندي په وروستیو کې د هغه د باور وړ یاداښت لیکواله وه

د ۱۹۴۸ کال د جنورۍ په ۳۰ مه ورځ مهاتما ګاندي په ډيلي کې د یوه هندي سوداګر د کور له هغې خونې راووت چې دی په کې اوسېده او د عبادت لپاره د انګړ منځ ته روان شو.

له ګاندي سره د تل په څېر د ده خورځې مانو او ابها ملګرې وې.

هغسې چې ګاندي له چوترې لاندې پښه کېښوده، د خلکو له منځه یو سړی راووت، مانو یې یوه لور ته ټېل وهله، تنفګچه یې را وایسته او ۷۸ کلن سپین ږیری مشر یې درې مرمۍ په سینه او خېټه کې وویشت.

ګاندي ولوېد. د هندوانو کومې الهې نوم یې واخېست او د هغې ښځې په غېږ کې یې ساه ورکړه چې د ژوند په سختو وروستیو کلونو کې یې درازونو ساتونکې وه، د ده پالنه یې کوله او هم یې د ده د ژوند پېښې په ترتیب سره لیکلې دي.

ګاندي له دې نژدې یو کال مخکې د ۱۹۴۷ میلادي کال په مۍ کې له مانو نومې دغې پېغلې غوښتي و چې دی غواړي د ځنکندن پر وخت کې ورسره اوسي. مانو ایله ۱۴ کلنه وه چې د هند خپلواکۍ مبارزه کې تر ټولو کم عمره زنداني شوه.

دا د هند خپلواکۍ غوښتنې مبارزه کې د ګاندي له نیول کېدو وروسته له هغه سره یو ځای زنداني شوه او د ۱۹۴۳ او ۱۹۴۴ میلادي کلونو تر منځ یې نژدې یو کال په زندان کې تېرکړ او همالته یې د یاداښتونو لیکل هم پیل کړل.

د انځور حقوق DINODIA
Image caption د ګاندي خورځه مانو ګاندي

له هغه وروسته د څلورو کلونو په موده کې دغه پېغله زندانۍ په یوه داسې لیکواله بدله شوه چې خورا پرېمانه لیکل یې کول.

د دې یاداښتونه، لیکنې، د ګاندي ویناوې 'چې هغه به غږېده او دې به یاداشتول '، لیکونه په ګجراتي ژبه لیکل شوي او په ۱۲ ټوکه کې د هند په ارشیف کې ساتل شوي دي.

د مانو ګاندي دغه یاداښتونه اوس لومړی ځل د تریدیف سهورود له خوا چې د ګاندي د ژوند په تړاو څېړنې کوي، انګلیسي ته ژباړل شوي دي.

په ډزو د ګاندي ویشتل کېدو پر مهال د مانو د یاداښتونو کتابچه چې تل یې له ځان سره ګرځوله، د هغې له لاسه وغورځېده او له هغې ورځې وروسته نوموړې بیا ډایري یا یاداښتونه و نه لیکل، خو د دې پرځای یې د کتابونو لیکل پیل کړل او د ګاندي په اړه یې تر هغه پورې ویناوې کولې چې په ۱۹۶۹ میلادي کال کې د ۴۲ کلونو په عمر ومړه.

د مانو د یاداښتونو په لومړۍ ټولګه کې یوه ځوانه نجلۍ وینو چې مشاهده یې خورا زوروره او هر څه ته یې ژر پام اوړي، هم عقیدت منده ده او هم هوډمنه او د ژوند ورځنۍ چارې پرلپسې قلم ته سپاري.

دا د ځان په اړه راته وايي، چې د ګاندي د مېرمنې کستوربا پالنه یې هم پر غاړه وه چې ورځ تر بلې یې روغتیا پیکه کېده.

د مانو له لومړنیو یاداښتونو اندازه کېږي چې راتلونکی ژوند به یې منظم خو بې خونده وي.

دغه یاداښتونه د یوې داسې نجلۍ د ژوند کیسه کوي چې بې شمېره ورځنۍ چارې ورترغاړې دي، د سابو له رېبلو نیولې د خوړو تر چمتو کولو پورې او بیا د ګاندي د مېرمنې کستوربا د بدن له مالشولو، سر ږمنځولو، مذهبي عبادته او په ځانګړو ورځو کې د ځان وزن تر تللو پورې.

د انځور حقوق DINODIA
Image caption مانو د ګاندي په لارښوونه په زندان کې هندسه زده کړه

ډاکټر سوهرود راته وویل:

''موږ باید دې ته هم پام وکړو چې هغه له ګاندي، د هغه له مېرمنې او ملګرو سره یو ځای زنداني هم وه. دوی د زندانیانو په توګه رضاکارانه مسئولیتونه هم درلودل. ښايي ژوند یې بې خونده او سخت ښکاري، خو هغې د ګاندي د اشرم 'یو مذهبي مرکز چې ګډ ژوند پکې کېږي ' ژوند تېرولو لپاره هم چمتوالی کاوه. ''

مانو رسمي زده کړې نه وې کړې، خو د ګاندي په لارښوونه یې نه یوازې جغرافیه او هندسه مضمونونه زده کړل، بلکې انګلیسي ژبه او ګرامر یې هم زده کړل او د مذهبي متنونو په لوست یې پیل وکړ.

مانو د ګرامو فون له لارې موسیقي اوریده، پلي به ګرځېده، له ګاندي سره به ټېبل ټېنس لوبه کوله، له کستور بايي سره به یې کېرمبورډ لوبه کوله او د شکولاتو چمتو کول یې زده کول.

هغه یو ځای کې په زندان کې ګاندي د ملګرو حال لیکي چې وايي، د کالیو په یو ډول تقلید کې یې د روزویلټ، چرچل او مادام چیانګ کای شیک په څېر کالي اغوستل خو ګاندي دغه طرح رد کړه، ځکه دغه ډول 'تایید یې نه خوښېده. '

Image caption د مانو په یاداشتونو کې د ګاندي د مېرمنې کستوربا د مړینې مفصل حال لیکلی دی

د مانو په یاداښتونو کې د غمیزو څرک هم لیدل کېږي. د دې لیکنو کې د دوو داسې مړینو حال لوستل کېږي چې ګاندي یې بوږنولی دی. دې کې یو د ګاندي نژدې سلاکار مهادېو ډیسايي مړینه ده او بله هم د کستوربا د مړینې حال دی.

د کستوربا د ژوند وروستیو ورځو حال غمجنونکی دی چې د ۱۹۴۴ کال په فبرورۍ کې و. یوه شپه کستوربا ګاندي ته وايي، چې 'دردونه یې سخته ځوروي او دا یې وروستۍ سلګۍ دي ' او ګاندي ورته وايي، ''ورځه. خو په سکون او ارامۍ سره، که نه؟ ''

او کله چې د ژمي یو مازدیګر کستوربا داسې حال کې ساه ورکوي چې سر یې د مېړه پر زنګانه ایښي 'ګاندي سترګې پټوي او ټنډه د هغې پر ټنډه داسې ږدي ته وا خدای په اماني ورسره کوي. '

مانو لیکي:

''دوی ګډ ژوند وکړ. اوس یې دی له حقه خلاصوي او خدای په اماني ورسره کوي... د دې زړه ودرید او وروستۍ سلګۍ یې پای ته ورسېدې. ''

ځوانۍ ته له رسېدو وروسته د مانو یاداښتونه اوږده شوي او ژور فکر پکې لیدل کېږي.

دا هغه مهال له یوې سختې ازموینې سره مخامخ شوه، چې د ۱۹۴۶ کال یوه ورځ ګاندي د خپل ژوند تر ټولو ډېره جنجالي او ناندریزه تجربه کوله.

نوموړي له دې غوښتل په کټ کې ورسره څملي چې دی د خپلې جنسي غریزې د کابو کولو لپاره 'ازموینه او یا لا نوره ازموینه ' وکړي. ګاندي په ۱۳ کلنۍ کې واده کړی و او د څلورو اولادونو له لرلو وروسته یې په ۳۸ کلنۍ کې د کوروالي پرېښودلو هوډ وکړ. '

د انځور حقوق DINODIA
Image caption د ګاندي له وژل کېدو وروسته مانو د یاداښتونو لیکل پرېښودل

دغه تجربې په سختۍ سره دوې اونۍ دوام وکړ او لویه غوغا یې رامنځته کړه، خو دا چې مانو په دې اړه خپله څه فکر کاوه، د یاداښتونو نورو کتابچو راتلو ته باید انتظار وشي.

په پای کې مانو ګاندي د یوه جدي او مبارز شخصیت په توګه وینو، چې له خپل عمره د زیات پاخه فکر لرونکې، ځېرکه او ځان د نړي خورا کرزماتیکو او زورورو مشرانو پر وړاندې ځان ثابتوي.

ډاکټر سهرود وايي:

''له ګاندي سره د ده د ژوند په وروستیو کې ژوند کول اسان نه و، دی په زړېدو و. ستونزمن وختونه وو، د ده ښځه او نژدې ملګري مړه شوي وو. موږ د مانو له برکته د ګاندي د ژوند وروستیو کلونو له ډېره حاله خبریږو. دا د یاداښتونو لیکواله وه، د ثبوتونو ساتونکې او تاریخ لیکواله وه. ''

او دا رښتیا دي.

ګاندي په ۱۹۴۴ کال کې مانو ته ویلي و:

''چرچل فکر کوي چې زه یې تر ټولو لوی دښمن یم. څوک څه کولای شي؟ هغه فکر کوي چې که زه له زندانه وایستل شم، هېواد به یې له کابو او کنټروله ووځي. خو له دې پرته هم دوی نه شي کولای هېواد کابو کې وساتي. که یو ځل خلک باوري شي، دوی به یې بیا هېر نه کړي. زه فکر کوم زما لپاره کار ډېر شوی دی. ''

درې کاله وروسته د یوه خونړي وېش پر مهال هند خپلواکي تر لاس کړه.

اړونده مطالب