ایراني هکرانو د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې په نښه کړې

  • 5 اکتوبر 2019 - 13 تله 1398
Microsoft's logo atop its Los Angeles offices د انځور حقوق Reuters
Image caption مایکروسافټ وايي دا بریدګره ډله "فسفر" نومېږي چې د ایران له حکومت سره هم تړاو لري.

امریکايي رسنیو ویلي، د ایراني هکرانو یوې ډلې د ۲۰۲۰ کال د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین اړوندو کسانو د برېښنالیکونو هک کولو هڅې کړې دي. خو د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د اړیکو مشر ویلي: "موږ هېڅ داسې نښه نه ده لیدلې چې ګني زموږ ټاکنیز کمپاین دې په کې په نښه شوی وي."

وړاندې "مایکروسافټ" شرکت ویلي وو، یوې ډلې ایراني هکرانو پر ټاکنیزې ډلې انټرنېټي بریدونه کړي او د ځیوو اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو برېښنالیکونو ته یې لاسرسی موندلی او له ایرانه بهر د ځینو مشهورو ایرانیانو پر برېښنالیکونو یې هم برید کړی.

د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د اړیکو مشر ویلي: "موږ هېڅ داسې نښه نه ده لیدلې چې ګني زموږ ټاکنیز کمپاین دې په کې په نښه شوی وي."

مایکروسافټ وايي، دغې ډلې د د ځینو نړیوالو خبریالانو پر برېښنالیکونو هم بریدونه کړي.

دغه امریکايي شرکت وايي، دا بریدونه "له مسلکي پېچلي نه وو"، خو "د شخصي معلوماتو له مخې" ګټه په کې اخیستل شوې وه.

مایکروسافټ وايي دا بریدګره ډله "فسفر" نومېږي چې د ایران له حکومت سره هم تړاو لري.

ددغو بریدونو په اړه مایکروسافټ پخپل مطلب کې لیکلي، هکرې ډلې د هدف شویو کسانو د ټیلېفون د شمېرو یا دویمو ایمېلونو ترلاسه کولو سره اصلي برېښنالیکونو ته د رسېدو هڅې کړې دي.

د انځور حقوق AFP/Getty
Image caption رویټرز وايي، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټاکنیز کمپاین انټرنېټي برید شوی

مایکروسافټ زیاتوي، د بریدونو له څرنګوالي ښکاري چې دې هکرې ډلې د خپلو انټرنېټي بریدونو لپاره د معلوماتو راغونډولو په تړاو ډېر کسان ګومارلي او ډېر وخت یې په دې بریدونو تېر کړی دی.

دغه شرکت دا هم ویلي، له دې معلوماتو خپرولو یې موخه دا ده چې د احتمالي خطرونو په اړه له ټکنالوژي کاروونکو سره همکاري وکړي.

وړاندې هم د امریکا پر ځینو دولتي وېبپاڼو د هکرانو د بریدونو د مسؤولیت ګوته ایران ته نیول شوې وه.

د روان کال مارچ میاشت کې د سافټویر جوړولو شرکت مایکروسافټ ویلي وو، د محکمې له حکم وروسته یې هغه ۹۹ هغه وېبپاڼې یې بندې کړې چې ایراني هکرانو ترې د سایبري حملو په برخه کې کارولې.

ورته مطالب