د لېوه په اړه د مالوماتو بدل کې ۳۳ زره ډالره نغده جایزه

په بلجیم کې چاپیریال ساتونکو د يوه لېوه د مړينې د څرنګوالي په اړه د مالوماتو لپاره ۳۳ زره ډالره جایزه اعلان کړې. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په بلجیم کې چاپیریال ساتونکو د يوه لېوه د مړينې د څرنګوالي په اړه د مالوماتو لپاره ۳۳ زره ډالره جایزه اعلان کړې.

په بلجیم کې چاپیریال ساتونکو د يوه لېوه ګۍ په اړه چې ګومان کېږي مړ شوی وي، د مالوماتو لپاره ۳۳ زره ډالره جایزه اعلان کړې.

دغه لیوه ګۍ چې نایا نومول شوې، لومړنی لیوه دی چې په یوه پېړۍ کې په بلجیم کې لیدل شوې.

خو د طبیعت ځایي ادارې ویلي، نه لېوه ګۍ نایا خپله او نه یې هم بچیان له مې میاشتې راهیسې ليدل شوي. دوی وایی، کيدی شي څارونکي غړوندۍ بیټرۍ یې له کاره لوېدلې وي.

د طبعیت ساتنې فعالانو په بلجیم کې د لېوانو د ورکېدو پړه پر ښکاریانو واچوي.

د طبعیت او ځنګلونو د څېړنې انسټیټیوټ (INBO) دا معلومات ورنه کړل چې دا لېوه ګۍ او بچي يې څرنګه وژل شوي، ځکه دوی يې ته د مړي او ژوندی درک نه دی مالوم.

خو یوه ویاند وویل چې فلېنډرز سیمه کې ګڼې کمرې شته دی، نو دا چې نایا دا دومره موده نه ده لېدل شوې، نو یقیني ده مړه شوې به وي .

د چاپیریال ساتنې درې خصوصي ډلو- فلېنډرز الوتونکۍ ساتونکي، د حيواناتو د حقونه او د چاپېریال د مرستې مرکز - د لېوه ګۍ او بچیانو په اړه یې معلوماتو لپاره په لومړي سر کې د ۲۰ زرو یورو جایزې وړاندیز وکړ.

وروسته د پنجشنبې په ورځ د فلېنډرز د الوتونکو خوندي کوونکې ادارې اعلان وکړچې یوه نامعلوم بلجیمي سوداګر ۱۰ زره یورو نور هم پر دغې جایزه ور زیات کړل .

دغې ډلې په یوه وینا پاڼه کې ليکلي:

"دا هرڅه ښیې چې عام ولس نور دا نه مني چې ځینې خلک دې ځان ته دا حق ورکړي چې ووايي کوم ژوي دې ژوندي پرېښودل شي او کوم دې نه پرېښودل کېږي"

د فلیمش ښکاریانو یوې ټولنې رسنیو ته په وینا کې دا له رسوايۍ ‌ډک تورونه وبلل او وېې ویل چې د چاپېریال ساتنې دوو بلجيمي ډلو خلاف به د حیثیت د اعادې عریضه ثبت کړي.

د انځور حقوق INBO/ANB
Image caption 'اګست' په بلجیم کې له یوازې درېیو ځنګلي لېوانو څخه یو دی. دوه نور لېوان بیا په فرانسوي - ژبې سیمه والونویا کې دي.

نایا د جرمني په ختیځ کې زیږېدلې وه او په لومړي ځل د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنوري میاشت کې د بلجیم په شمال ختیځ کې وليدل شوه. وروسته د 'اګست' په نامه یو نر لېوه هم ورسره یو ځای شو او ملګری شو.

د طبعیت او د ځنګلونو د څېړنې انسټیټیوټ یوه ویاند بي بي سي ته ويلي چې نایا وروستی ځل د مې مياشتې په لسمه نېټه د دوی په کامرو کې ليدل شوې، هغه مهال مېندواره وه او د زېږون وخت یې نژدې و.

'اګست' هم هغه مهال لیدل شوی و چې خپل غار ته بچیانوته یې ښکار ور وړ.

خو دغه انسټیټیوټ ویلي، یاد لېوه دوه اونۍ وروسته بچیانو ته د ښکار ور وړل ودرول او یو وار بیا یې د یوه یوازې لېوه په شان چلند پیل کړ چې دا هم د دې نښه وه چې نایا او بچیان يې مړه شوي دي.

'اګست' په بلجیم کې له یوازې درېیو ځنګلي لېوانو څخه یو دی. دوه نور لېوان بیا د بلجیم د فرانسوي ژبو په سیمه 'والونویا' کې دي.

لېوان په تېره یوه پېړۍ کې په ډېری اروپايي هېوادونو کې ښکار شوي، خو په کرار کرار بیا د دغې لويې وچې له نورو سیمو ورکوچېدلي دي.

د دوی بېرته ستنېدنه ناندریزه موضوع وه، ځکه کروندګرو به پردوی او د دوی پر څارویو د دغو لېوانو له بریدونو شکایت کاوه.

ورته مطالب