ملګرو ملتونو عراق کې د تاوتریخجنو لاریونونو ختمول غوښتي

  • 6 اکتوبر 2019 - 14 تله 1398
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
بغداد کې امنیتي ځواکونو پر لاریونیانو اوښلن غاز کارولی

په داسې حال کې چې د عراق تاوتریخوالي کې د وژل شویو کسانو شمېر سلو کسانو ته رسېدلی، د ګوندونو ګڼ دفترونه سوځول شوي او پر تلوېزیوني شبکو بریدونه شوي، ملګرو ملتونو په عراق کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

په عراق کې پنځه ورځې لاریونونه وشول، چې لږترلږه ۱۰۰ کسان پکې ووژل شول.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیرش ځانګړې استازې او د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ (یونامي) مشرې جانین هینس پلسچرټ ویلي، چارواکي په عراق کې د وژل شویو کسانو د وژل کېدو مسؤول دي چې باید عدالت ته راکش کړل شي.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې بیا پیل شوې او د امنیتي ځواکونو غبرګونونه هم توند شوي، د ځینو تلوېزیونونو پر دفترونو بریدونه شوي دي.

بغداد کې عیني شاهدان وايي، "کابو پنځوس لاریونیان د بغداد صدر ښار ختیځ الحمزه سیمې اړو دوړ کې ژوبل شوي دي.‎"

رویټرز خبري اژانس د عراق امنیتي او روغتیايي سرچینو له خولې ویلي، د شنبې په ورځ بغداد کې له پولیسو سره په نښته کې ۵ لاریون کوونکي وژل شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption لاریونیان وايي، د بې کارۍ، عامه خدمتونو د خرابوالي او د فساد پرضد راپورته شوي دي

لاریونیان وايي د بې کارۍ، فساد او د عامه خدمتونو د خرابوالي پرضد د پنځمې ورځې لپاره سړکونو ته راوتلي.

وړاندې د عراقي حکومت مشر عادل عبد المهدي د بغداد په ګډون ګرځبندیز لګولی و.

د بشري حقونو استازولۍ ویلي، په لاریونونو کې تر څلورو زرو ډېر کسان ژول شوي او ۲۱۲ کسان نور نیول شوي.

د عراق روغتیا وزارت بي بي سي ته ویلي، یوازې د تېرې جمعې ورځې مظاهرو کې ۲۰ کسان وژل شوي.

د عراق لومړي وزیر او د وسله والو ځواکونو عمومي قومندان د شنبې ورځې له ګهیځ راهیسې بغداد کې د ګرځبندیز لیرې کولو اعلان کړی.

د انځور حقوق AFP
Image caption عراقي امنیتي ځواکونو د بغداد زړه تحریر میدان زرغونې سیمې ته د لاریونیانو د رسېدو د مخنیوي لپاره د (جمهوریت پل) تړلی دی

حکومت بغداد کې تر نامالومې مودې ګرځبندیز اعلان کړی و.

د بشري حقونو بنسټ وايي، عراقي پولیس وايي ۵۶۷ کسان یې نیولي وو، چې بیا وروسته یې ۳۵۵ کسان خوشي کړل.

د جمعې په ورځ امنیتي ځواکونو بغداد کې پر لاریونیانو ډزې وکړې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شنبې په ورځ د وژل شویو لاریونیانو جنازې وشوې

دغه لاریونونه، چې کومه مشخصه مشري نه لري، له تېر یوه کال راهیسې کله چې عبد المهدي د حکومت مشر ټاکل شوی، تر ټولو لوی لاریونونه دي.

امریکا او ملګرو ملتونو د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او له عراقي چارواکو یې له زغمه د کار اخیستو غوښتنه کړې ده.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
عراق کې له تاوتريخوالي ډک احتجاجونه

اړونده مطالب

ورته مطالب