له مرګونې پېښې وروسته امریکايي ډیپلوماټ له برتانیا وتلی

  • 6 اکتوبر 2019 - 14 تله 1398
برتانوی ځوان د انځور حقوق CHARLOTTE CHARLES

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې ددې هېواد یو ډيپلوماټ له خپلې مېرمنې سره په برتانیا کې د یوه ماشوم تر وژل کېدو وروسته بېرته امریکا ته ستون شوی دی.

برتانوی تنکی ځوان هري داون د تېرې اګست میاشت په وروستیو کې د دغه ډيپلوماټ له ۲۴ کلنې مېرمنې سره د ټکر له امله ووژل شو.

سیمه ییزو پولیسو ویلي، د اګست پر ۲۷ د انګلستان د مرکزي سیمو کروتون کلي کې د امريکايي ډېپلوماټ مېرمنې ولووي ګاډي د هر ډاون له موټرسایکل سره ټکر وکړ چې د ډاون د وژل کېدو لامل شو.

پولیس وايي، دغه امریکايي مېرمن چې د خپل مېړه د دندې له امله ډیپلوماټیک خوندیتوب لري، له پېښې وروسته پولیسو ته ډاډ ورکړ و چې له برتانیا د وتلو نیت نه لري.

د ۱۹۶۱د ویانا کنوانسیون پر بنسټ بهرني ډېپلوماټان او ددوی د کورنۍ غړي په کوربه هېواد کې قضايي خوندیتوب لري او یوازې ددوی خپل حکومتونه کوای شي چې دغه ورکړل شوی مصونیت لغوه کړي.

د برتانیا پولیسو ویلي، د څېړنو لپاره یې په لندن کې د امریکا له سفارته غوښتي و چې د تورنې قضايي مصونیت لغوه کړي، خو د هغوی غوښتنه رد شوې او امریکايي ډيپلوماټ او مېرمن یې له برتانیا وتلي دي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب د امریکا د سفارت پر دې پرېکړه خواشیني ښودلې او پر دې تصمیم یې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

د انځور حقوق FAMILY PHOTO

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د برتانوي ځوان پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلې یې دي چې د ډيپلوماټانو قضايي مصونیت لغوه کېده پرېکړه په لوړه کچه ترسره کیږي. په اعلامیه کې راغلي:

"خوندیتوب ډېر کم لغوه کیږي."

امریکايي چارواکو ویلي، د امنیتي دلایلو او د دغه ډيپلوماټ د 'شخصي حریم' د ساتلو له کبله د ده او د هغه د مېرمنې معلومات نه شي په ډاګه کولی.

د وژل شوي برتانوي ځوان مور شارلوټ چارلز له بي بي سي سره په مرکه کې له دغه امریکايي مېرمنې غوښتي چې د یوې 'مور په توګه' دې برتانیې ته ورشي او د پولیسو سوالونو ته دې ځواب ووايي.

هغې ویلي: "موږ هېڅ نه پوهېږو چې هغه څنګه کوای شي دومره په اسانۍ الوتکې ته پورته شي او زموږ کورنۍ همداسې کوچنۍ پریږدي".