عراق کې د واده په نامه د کوچنیو نجونو جنسي کاروبار

بي بي سي د انځور حقوق EPA
Image caption د صیغې یوه قربانۍ چې د بي بي سي له خبریالې سره خبرې کوي

د بي بي سي یوې څېړنې په عراق کې د ځینو شیعه ملایانو لخوا پر کوچنیو نجونو او مېرمنو پټ جنسي کاروبار نه پرده پورته کړې. دوی د ودونو دفترونو کې د "صیغې یا زیجات متعة (د متعې لپاره ښځې)" تر عنوان لاندې د لنډې مودې لپاره نجونې خلکو ته په نکاح کوي چې ان کله ددې واده موده تر یوه ساعت نه ډېرېږي او ځینې وخت دا واده یوازې د لنډمهاله جنسي ګټې اخیستنې په موخه ترسره کیږي.

په دوی کې ځینې د ځوانو نجونو او مېرمنو ترڅنګ د داسې کوچنیو نجونو لپاره مشتریان پيدا کوي چې عمرونه یې له ۹ کلونو نه اوړي.

د بي بي سي یو مستند فلم ښيي چې ځینې دیني عالمان د "دلالانو په توګه" د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنې ته شرعي بڼه ورکوي.

د پټې کامرې ثبت شوې ویډیو ښيي چې "دیني عالمان کوچنۍ نجونې او مېرمنې د روا ناویو په توګه یادوي".

صیغه یا "متعه نکاح" په اسلامي فقه کې نانندریز بحث دی، خو ځینې شیعه عالمان دغه لنډ مهاله نکاح روا ګڼي خو په دې شرط چې ښځې ته مهر وټاکل شي.

په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې چې اکثریت اوسېدونکي یې سُني مسلمانان دي، ورته 'مسیار' واده نومیږي او اټکل دا دی چې هدف یې نارینه وو ته د سفر پرمهال واده کولو اجازه ده. خو اوس له دې نه د نارینه او ښځو ترمنځ د لنډ مهاله جنسي اړیکو لپاره ګټه اخیستل کیږي.

د دې اړیکې په اړه علما تقسیم شوي، ځینې وايي دا ناروا اړیکو ته مشروعیت ورکوي چې له کاسریتوب سره ورته والی لري، او د دوی ترمنځ بل بحث د دې اړیکې د مودې په اړه دی چې دا واده د څو ورځو لپاره وي.

بي بي سي په خپله ۱۰ میاشتنۍ څېړنه کې په مخفي کامره له دیني عالمانو ویډیو اخیستې، له هغو مېرمنو سره یې خبرې کړې چې جنسي ګټه ترې اخیستل شوې او له هغو نارینه و سره یې هم خبرې کړې چې د لنډمهالې نکاح لپاره یې دیني عالمانو ته پیسې ورکړې.

شمېرې ښيي، چې د عراق جګړې په کلونو کې کابو یو میلیون عراقۍ ښځې کونډې شوې او په لوی شمېر نورې بې کوره شوې دي، چې بي بي سي ته ځینو ویلي، دې کار د ډېرې اړتیا له کبله د متعه واده منلو لپاره لاره هواره کړې.

Image caption د بي بي سي خبریاله له یوې نجلۍ سره مرکه کوي

د څېړنې ډلې داسې شواهد موندلي چې صیغه یا متعه نکاح په عراق کې زیارتونو ته نږدې سیمو کې ترسره کیږي. د بېلګې په توګه یادې ډلې د بغداد په کاظمیه سیمه کې له لسو دیني شخصیتونو سره خبرې کړې چې د شیعه ګانو د زیارتونو یو مهم مرکز بلل کیږي.

د لسو له ډلې اته تنو یې ویلي، چمتو دي چې د لنډمهاله ودونو کاروبار وکړي. د دوی نیمو کسانو ویلي کوای شي چې د صیغې لپاره ۱۲ او ۱۳ کلنې نجونې پیدا کړي.

د څېړنې ډلې په کربلا کې له څلورو عالمانو سره هم اړیکه کړې، هغه سیمه چې ګڼ زیارتونه پکې شته او د شیعه زیارت کوونکو تر ټولو لویه غونډه هم همدلته ترسره کیږي. ددوی له ډلې دوو کسانو موافقه کړې چې ځوانې نجونې لپاره د صیغې نکاح تړي.

همداراز د څلورو نورو عالمانو پټه ویډیو اخیستل شوې چې درې تنه یې وايي، دوی کولی شي د دې واده لپاره مېرمنې چمتو کړي، پداسې حال کې دوه تنه یې وايي، کولی شي چې کوچنۍ نجونې هم چمتو کړي.

د بغداد یو عالم چې سید رعد نومیږي، د بي بي سي خبریال ته چې په مخفي ډول یې کار کاوه وايي، شریعت د متعة نکاح یا صیغې لپاره وخت نه دی ټاکلی، دی زیاتوي: "یو سړی کولی شي چې د خپلې خوښې تر مودې دغه واده وکړي، ان کوای شي نیم ساعت لپاره واده وکړي او همدا چې د واده موده یې ختمه شوه، کوای شي سملاسي له بلې نجلۍ سره نکاح وتړي."

نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د کوچنیو نجونو واده جواز لري وايي: "یوازې پام کوه چې نجلۍ خپل بکارت له لاسه ورنه کړي."

هغه زیاتوي: "تاسې کولی شئ له هغې سره لوبې وکړئ، څنګ ته یې ویده شئ، د هغې بدن او سینې لمس کړئ، خو له مخې ورتلی نه شئ او له شا ورتګ کې ستونزه نشته."

خو کله چې له دغه کس نه پوښتنه کیږي چې که نجلۍ په تکلیف شي بیا؟

هغه یې په بې پروايۍ ځواب کې وايي: "دا ستاسې ترمنځ خبره ده او د هغې لخوا د درد زغم پورې تړلې ده".

Image caption کربلا هغه سیمه چې ګڼ زیارتونه پکې شته او د شیعه زیارت کوونکو تر ټولو لویه غونډه هم همدلته ترسره کیږي.

د کربلا له یو بل دیني شخصیت شیخ سلاوي نه چې په پټه کامره یې فلم اخیستل کېده پوښتنه وشوه چې ایا له کوچنۍ نجلۍ سره چې عمر یې ۱۲ کاله وي دا ډول واده جواز لري؟

ویل یې: "هو، نهه کلنه او تر هغې لوړ عمر درلودونکې نجلۍ سره د شریعت په بنسټ هېڅ ستونزه نه لري."

شیخ سلاوي د سید رعد خبره تکرار کړه، په ځانګړې توګه هغه برخه چې که نجلۍ واده شوې نه وي، نو لوبې او له شا ورتګ ورته جواز لري، خو په دې شرط که نجلۍ له دې کار سره موافقه وکړي. خو وروسته یې وویل "څه چې دې خوښ وي هغه وکړه."

د کوچنۍ نجلۍ سره د لنډمهاله واده د ازمویلو لپاره د بي بي سي خبریال سید رعد ته چې په ټکسي کې ناست و وویل، غواړي د شیما په نوم له یوې ۱۳ کلنې نجلۍ سره واده صیغه وکړي. د کوچنۍ نجلۍ رول د هغه د بي بي سي یوې همکارې لوباوه.

سید رعد پرته له دې چې له نجلۍ سره د لیدو یا د هغې له کورنۍ سره د خبرو کولو غوښتنه وکړي، د ټلیفون له لارې له هغې سره د صیغې په تړلو هوکړه وکړه او پوښتنه یې ترې وکړه: "شیما، ایا له فلاني (مخفي خبریال) سره د یوې ورځې لپاره د ۱۵۰ زره دینارو په بدل کې صیغه کوې؟" د نجلۍ له قبلولو سره یې خبریال ته وویل: "اوس تاسې دواړه یوبل ته واده شوئ او کوای شئ سره نژدې شئ."

وروسته یې له خبریال نه د صیغې د تړلو له امله ۲۰۰ ډالر وغوښتل، هغه تړون چې یوازې په څو دقیقو کې ترسره شو او د ۱۳ کلنې نجلۍ د روغتیا په اړه یې هېڅ پروا نه وه.

یو واده کړي سړي چې په صیغو روږی شوی و او د دیني شخصیتونو لخوا ورته دغه امکانات برابرېدل وايي: "۱۲ کلنې نجونې د ډالۍ په شان دي ځکه لا هم ځوانې وي خو لګښت یې ډېر وي، ځکه چمتو کوونکی له ۵۰۰ تر ۸۰۰ ډالرو اخلي."

دا سړی په دې باور دی چې د خپلو کړنو لپاره شرعي او دیني ډال برابر لري او زیاتوي: "کله چې درته دیني کسان وايي چې صیغه حلاله ده نو هېڅ ناروا کار نه دی او ګناه هم نه لري."

Image caption د لنډمهاله واده قرباني شوې یوې نجلۍ بي بي سي ته خپله کیسه کړې

د ښځو د حقونو فعالې ینار محمد چې په عراق کې د ښځو د پناهځایونو شبکه لري وايي: "له نجونو سره د انسانانو په توګه نه بلکې د مال په توګه چلند کیږي. نو په محدودو شرطونو کوای شې هر ډول مال چې دې خوښ وي وکاروې، یعنې هرڅه چې مو خوښه وي ورسره یې وکړئ او یوازې یې پېغلتوب سره کار مه لرئ چې راتلونکې کې د لوی کار لپاره ساتل کیږي." او له دې نه موخه واده دی.

د مخفي کمرو په فلم کې یو دیني کس له ځان سره یوه نجلۍ راولي چې ښکاري د مخفي خبریال لپاره یې راوستې وي او کله چې خبریال ورسره د یوې ورځې لپاره صیغه ردوي، هغه ورته وايي، که خوښه یې دده په خوښه د ځانګړنو درلودونکې نجلۍ ورته پیدا کړي. داسې وه لکه دغه کس چې د دلال په توګه کار کوي.

د عراق پخوانی اوسېدونکی او شیعه عالم غیث التمیمي چې اوسمهال په لندن کې د دیني سخت دريځۍ له امله د جلا وطنۍ ژوند کوي وايي، "هغه څه چې دغه د دیني کسان کوي او د متعة نکاح په نوم کوچنیو نجونو نه ناوړه ګټه اخلي او دغه څه چې په ویډيو کې یې هغه دیني کس خبریال ته وايي جرم دی او باید قانوني چلند ورسره وشي".

ځینو عراقي شیعه ګانو لیکلي چې "شریعت کوچنیو نجونو سره واده ته جواز ورکوي" خو ښاغلي تمیمي پر شیعه عالمانو غږ وکړ چې دا ډول کړنې وغندي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
عراق کې له کم عمره نجونو جنسي ګټه اخيستنه

له بي بي سي سره په مخفي فلم کې له درې دیني کسانو څخه دوه یې ځانونه د شیعه ګانو د لوی عالم او د دوی د تقلید مرجع ایت الله السیستاني لارویان معرفي کوي.

خو د ښاغلي سیستاني دفتر د بي بي سي د پوښتنو په ځواب کې دا موضوع رد کړې او زیاتوي: "هغه کړنې چې تاسې یادونه کوئ که رښتیا وي، بلکل رد او د انکار وړ دي. او څوک چې د دیني مرجع او مذهب تقلید کوي دا کار نه کوي. او هغه لنډ مهاله واده چې د شیعه امامیه مذهب کې جواز لري د جنسي تجارت لپاره لاره هوارول ورته جواز نه لري په کوم ډول چې د ښځو او د هغوی د انسانیت سپکاوی کوي او یوازې هغه کسان دا کار کوي چې کمزوری نفس لري او له دین نه د خپلو نا مشروع موخو لپاره ګټه اخلي."

د عراق حکومت ویاند بي بي سي عربي ته ویلي: "کله چې مېرمنې د دیني کسانو پروړاندې عریضه ونه کړي، نو سخته ده چې امنیتي ځواکونه دې په دې اړه ګام واخلي."

ورته مطالب