ترکیې ته د ټرمپ خبرداری: "اقتصاد به دې تباه کړم"

ترکیه او سوریه د انځور حقوق AFP

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دسوريې له شمال نه د امريکايي پوځيانو ايستلو په اړه د خپلې پريکړې ننگه کړې او يوځل بيا يې ترکيې ته خبردارى ورکړى چې د عسکروله ايستلو گټه پورته نه کړي.

ترکيه له اوږدې مودې راهيسې پلان لري،چې سوريه کې د پولو په اوږدو کې د کوردي ځواکونو پرضد پوځي عمليات وکړي.

سپينې ماڼۍ کې د وينا پرمهال ښاغلي ټرمپ خبردارى ورکړ چې که انقره له خپلې بړستنې پښې بهر وغځوي ، نو د ترکيې اقتصاد به ويجاړ کړي.

هغه همدارنگه وويل ، د اسلامي دولت نومې ډلې د ماتولو دنده ترسره شوې او دى نه غواړي چې امريکايي پوځيان دې د نورو څلويښتو کالو له پاره هلته پاته وي.

وړاندې له سوریې رپوټونو ویلي چې امریکایي ځواکونو د دې هېواد په شمال کې له ترکیې سره ګډې پولې ته نږدې سیمو نه وتل پیل کړي دي. د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به ترکیې ته لار هواره شي چې دې سیمه کې کردي جنګیالیو پر ضد عملیات پیل کړي.

کردانو د امریکا دا ګام غندلی. په سیمه کې کردي ځواکونه تر دې دمه د امریکا له پوځي ملاتړه برخمن وو او دواړو په ګډه هلته د اسلامي دولت یا داعش جنګیالیو ته ماتې ورکړه.

خو ترکیه دغه کردي جنګیالي ترهګر بولي او هوډ لري چې پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي. کردي جنګیالیو ویلي، د امریکا دې ناڅاپي ګام حیران کړي، او واشنګټن یې په غدارۍ تورن کړی.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سیمې نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو دفاع کړې ده او ټینګار کوي چې دا بې معنا جګړې باید نور پای ته ورسېږي.

د ولسمشر ټرمپ دا ګام د امریکا بهرنیو پالیسۍ کې د یو بدلون نښه ده، او ویل کېږي چې د دفاع وزارت او د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر ټرمپ له دې پرېکړې خوښ نه دي.

د انځور حقوق AFP

یکشنبه ناوخته سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، امریکا به د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر وړاندې د ترکیې ځواکونو په نظامي عملیاتو کې هېڅ رول ونه لوبوي.

د دې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې له دې سره به ترکیه په سیمه کې د داعش د بندیانو مسووله شي. ترکیه غواړي ددې عملیاتو په ترڅ کې د سوریې هغه کردان له خپله پولې پر شا کړي چې انقره یې ترهګر بولي.

ترکیه وايي، همداراز غواړي له سوریې سره د پولې په اوږدو کې شاوخوا دوه میلیونه سوریايي کډوال په خوندي زون کې ځای پرځای کړي.

ورته مطالب