هند: ناوې د سېلفي اخیستلو پر وخت اوبو ته ولوېده

  • 8 اکتوبر 2019 - 16 تله 1398
هند د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند تمیل نادو کې ګڼ د اوبو بندونه دي چې سیلانیان یې لیدو ته ورځي

د هند تاميل نادو ايالت کې پوليس وايي، يوه نوې واده شوې مېرمن او د کورنۍ درې غړي يې د سیلفي عکس اخېستو پر مهال د اوبو په يوه حوض کې ډوب شوي دي.

پوليسو وويل، دوى شپږکسان و او يو بل ته يې لاسونه سره ورکړي وو او کله چې يوه يې په ناڅاپي ډول حوض ته ښوېيږي، درې تنه نور هم ورسره حوض ته لوېږي.

زوم توانېدلی چې یوازې خپله خور بچ کړي، خو نور اوبو کې ډوب شوي دي.

هند په نړۍ کې د سیلفي انځور اخېستو پر مهال د مړینې له کبله لومړنی هېواد دی.

د شمېرو له مخې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۷ میلادي کاله د ټولو ۲۵۹ شمېرل شوېو قضیو، شاوخوا نیمايي یې په هند کې پېښې شوې دي. ورپسې روسیه، امریکا او بیا پاکستان کې د سیلفي پر مهال کسان مړه شوي دي.

دغه ځوانه جوړه تېره شنبه اوتانګرۍ سیمېه کې خپل کلي بارګور خپلوانو کره چکر ته تللي و.

درې کسان یوځای اوبو ته دننه شوي و چې ناڅاپه د دوی له ډلې یو ۱۴ کلن هلک وښوېدو او خپلې دوه خویندې یوه ۱۸ او بله ۱۹ کلنه، نوې واده شوې مېرمن او د زوم خور یې له ځان سره کش کړې.

زوم خپله خور له ډوبېدو بچ کړې خو څلور نور ترې په اوبو کې لادرکه شوې دي. پولیسو ویلي چې مړي یې وروسته ترلاسه کړي او د دوی طبي معاینات به ترسره شي.

د انځور حقوق ASIF SAUD
Image caption د هند اوسېدونکی هغه ځای ته اشاره کوي چې ریل ګاډي پکې درې زدکوونکي ووژل

دا په هند کې د سیلفي انځورونو اخېستلو پورې تړلو پېښو وروستۍ ده. د دې برخې کارپوهانو خبرداری ورکړی چې خلک په خواله رسنیو کې د خپلوانو او ملګرو د اغیزمنولو لپاره غیر ضروري خطرونه مني.

تېره مې میاشت دې هېواد کې درې تنکیو ځوانانو د سیلفي اخېستو پر مهال د ریل ګاډي له پټلۍ بلې ته دانګلي چې له بلې خوا پرې ریل ګاډی راغلی او دوی یې وهلي دي.

په ۲۰۱۷ میلادي کې د څلورو زده کوونکو د مړینې نه وروسته د هند په کارناتاکل کې خلکو یو کمپاین پيل کړ او خبرداری یې ورکاوه چې "سیلفي مو وژلی شي".