'زیان لري خو دومره نه' پر غوښې نوې څېړنه

  • 8 اکتوبر 2019 - 16 تله 1398
گوشت د انځور حقوق Getty Images

یوه ناندره ییزه څېړنه وايي چې د ساسچ، کوفتې یا د سرې تازه یا پروسس شوې غوښې په خوراک کې د کمښت راوستل د ډېرو خلکو لپاره هسې د وخت ضایع کول دي.

دغه راپور چې په نړۍ کې د ډېری لویو ادارو له نظر سره اختلافات لري، وايي دا شواهد چې د سرې غوښې خوړل دې د خلکو روغتیا ته خطر ورپېښ کړې کمزوري دي.

یو شمېر شننونکو دغه 'بنسټیزه' ارزونه ستایلې ده.

خو نوربیا وايي، 'دغه ډول یوه په خطرناکه بې لارې څېړنه عامو خلکو ته له خطر سره مخامخولی شي.'

کومې غوښې ته سره یا پروسس شوې ویل کېږي؟

د غوايي، خوسي، وري، خنځیر، او هوسۍ غوښه په سره غوښه کې راځي. د چرګ، هیلۍ، مړز او داسې نورغوښه سره غوښه نه ګڼل کېږي.

پروسس شوې غوښه هغه غوښه ده چې ډېر وخت د ساتل کېدو او یا د خوند د بدلولو لپاره بدلون په کې راوستل شوی وي.

د انځور حقوق PA Media

د غوښې د پروسس اساسي بڼې دا دي چې دود وهلې یې کړي، یا یې له نورو موادو سره اخته کړي او یا مالکه یا ساتونکي کیمیاوي مواد ور زیات کړي.

خالصه کوفته په پروسس شوې غوښه کې نه شمېرل کېږي- خو بېکن یا د خنځیر غوښه چې د لاندي به بڼه جوړه شوې وي، په ډبیو کې ساتل شوې غوښې او داسې په پروسس شویو هغو کې راځي.

ایا روغتیا ته زیان لري؟

د سرو او پروسس شویو غوښو په تړاو یوه لویه اندېښنه د کولمو سرطان په اړه ده.

د روغتیا نړېوال سازمان د سرطان څېړنې نړیوالې ادارې دا خبره چې پروسس شوې غوښې د سرطان سبب ګرځي په ټوله نړۍ کې د سر خبر شو.

دغې ادارې دا هم وویل چې سرې غوښې 'ښايي سرطان زېږونکي' وي، خو په دې اړه ډېر لږ شواهد شته دي.

یوازې په بریتانیا کې، ګومان کېږي پروسس شوې غوښه هرکال شاوخوا ۵۴۰۰ کسانو کې د کولمو سرطان د پیدا کېدو سبب شي.

د پروسس شوې غوښې د زړه او شکرې د ناروغۍ ترمنځ د تړاو خبره هم شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images

علمي اجماع دا ده چې ډېر خوراک مو روغتیا ته ښه نه دی.

څېړنه څه وايي؟

د کاناډا د دوو پوهنتونونو - دالهوزي او مک ماستر - په مشرۍ څېړونکو هغه شواند بیا وارزول چې نور پخوا کتلي وو.

د انلز اف انټرنل میډیسن 'Annals of Internal Medicine' په نامه خپرونه کې - خپرې شوې موندنې ښیې چې که زر تنه ټول عمر په اوونۍ کې درې خوراکه سره یا پروسس شوې غوښه کمه وخوري، په دوی کې به ۷ تنه د کم سرطان له امله مړه شی.

او که دا کار د ۱۱ کلونو لپاره وکړي، نو ۴ کم کسان به یې د زړه ناروغیو له امله مړه شي.

او که زر کسان د ۱۱ کلونو لپاره په اوونۍ کې درې خوراکه کمه سره غوښه وخوري، ۶ کم کسان به یې په شکرې ناروغۍ اخته شي او که د پروسس شوې غوښې خوراک همدومره کم کړي، نو ۱۲ کم کسان به یې په شکرې ناروغۍ اخته شي.

هغه خطرونه چې په دې څېړنه کې یاد شوي تر ډېره هغو ته ورته دي چې پخوا ښودل شوي وو، خو دا چې دا خطرونه په څه مانا دي، په دې اړه د نوې څېړنې تفسیر له پخوانیو هغو سره بنسټیز توپیر لري.

څېړونکي وايی:

  • خطرونونه هغومره لوی نه دي
  • شواهد کمزوري دي، دوی ډاډه نه دي چې خطرونه به رښتیني وي

د دغې څېړنې یوه ګډونوال مرستیال پوهاند برډلي جانسټن بي بي سي ته وویل: "د ډېري خلکو ، نه د ټولو لپاره، سم انتخاب دا دی چې د غوښې خوراک ته دوام ورکړي."

هغه زیاته کړه: موږ نه وايو خطر نشته، موږ وایو چې د سرې غوښې د خوراک د کمولو په نتیجه کې د سرطان ناروغۍ او د نورو ناوړه روغتیايي پایلو د کمېدو په اړه شواهد ډطر په دې کې شواهد کم دي په لږو کارولو سره یې سرطان کمیږي او روغتیا ته یې هم کم زیان رسیږي.'

د انځور حقوق Getty Images

دا څېړنه یې څنګه ارزولې؟

د دې څېړنې د تګ لارې ملاتړ یو شمېر سر شمېرونکو کړی دی.

د اوپن پوهنتون پروفیسر کیون میکونوی یو تن سرشمېرونکی وايي چې دا 'دا ښه او جامع کار شوی دی.'

د څېړنې پایلې څه دي؟

د دې څېړنې ترڅنګ دا هم وشول لکه څنګه چې یوه پوکاڼۍ په هوا کې روانه وي ځکه ددې څېړنې د تفسیر په اړه بېلابېل نظرونه شته.

د بریتانیا د روغتیا د ریاست چارواکو بي بي سي ته وویل چې د دوی داسې هېڅ اراده نه وه چې د غوښې د کارولو د ټاکلي حد په اړه سلا ورکړي.

د اکسفورډ پوهنتون ډاکټر مارکو سپرینګ په وینا دا ډېره خطرناک ترینه تګ لاره ده او وايي چې دا د ساینسي شواهدو کموالی ښیې ځکه دا څېړنه په ډېرو کم خلکو ترسره شوې.

د 'سرطاني ناروغیو د څېړنیز مرکز' سره تړلي یوه ډاکټر ګیوټا میټرو ویلي چې په دې سره خلکو ته خطر پېښېدای شي.

ورته مطالب