اسرائیل کې د ۵ زره کلن ښار نښې موندل شوې دي

  • 8 اکتوبر 2019 - 16 تله 1398
اسرائیل د انځور حقوق ISRAEL ANTIQUITIES AUTHORITY
Image caption د اسراییل لرغون پیژندونکي وايي دا ځای چې په "عین اشور" مشهوره دی

په اسرائیل کې د یوه پنځه زره کلن تاریخي ښار پاتې شونې موندل شوي دي. دا په دې سیمه کې تر ټولو لرغونی ښار دی چې کشف شوی دی. څېړونکي وایي چې دې ښار سړکونه او عبادت ځایونه درلودل او پر یوه وخت تر شپږ زره کسانو پکې ژوند کاوه.

د دې ښار د پاتې شونو د ارزولو پر مهال کارپوهانو د یوه ۷ زره کلن تمدن څرک هم لګولی دی. د اسرائیلو لرغون پیژندونکي په دې باور دي چې موندنې یې خورا مهمې دي.

دوی وايي دا ځای په "عین اشور" مشهوره دی او ۱۶۱ هکتاره دی. په دې ځای کې داسې ښکاري چې د استوګنې سیمې، سړکونه، عامه ځایونه ډیزاین شوې وي.

په دې ځای کې شاوخوا څلور میلینونه توکي موندل شوي دي، چې پکې د انسانانو او حیواناتو کوچنې او نادرې مجسمې، د خاورو ټوټې او یو شمېر نور توکي دي چې ځینې یې له مصره راغلي دي.

د انځور حقوق ISRAELI ANTIQUITIES AUTHORITY
Image caption دا چې په دې ښار کې دوه د اوبو چینې وې او کرنیزې ځمکې یې هم حاصل خېزې وې ښايي همدا یې لامل وي چې باتمدنه ژوند وکړي.

په دې ځای کې د څارویو سوځېدلي هډوکي موندل شوي دي او داسې ښکاري چې اوسېدونکو یې د ځناورو قرباني کوله.

داسې باور کېږي چې په دې ښار کې دوه د اوبو چینې وې او کرنیزې ځمکې یې هم حاصل خېزې وې، او ښايي همدا یې لامل وي چې باتمدنه ژوند وکړي.

د انځور حقوق ISRAELI ANTIQUITIES AUTHORITY
Image caption دا ځای هغه وخت وموندل شو چې کله په دې سیمه کې سړک جوړېده.

په دې سیمه کې لږترلږه دوه کالو راهیسې لرغون پیژندونکو د خاورې ایستلو چاره پیل کړې وه او په دې پروژه کې شاوخوا ۵ زره ځوانانو ګډون کړی و.

دا ځای هغه وخت وموندل شو چې کله په دې سیمه کې یو نوی سړک جوړېده.

د انځور حقوق ISRAELI ANTIQUITIES AUTHORITY
د انځور حقوق ISRAELI ANTIQUITIES AUTHORITY
د انځور حقوق ISRAELI ANTIQUITIES AUTHORITY

ورته مطالب