امریکا د اویغور مسلمانانو پر موضوع چینایانو ته پر ویزا محدودیتونه لګوي

اویغور د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر اویغور مسلمانانو د بندیزونو په تړاو احتجاجونه شوي

امریکا متحده ایالتونه وايي، پر هغو چینايي چارواکو به د ویزا محدودیتونه ولګوي چې پر چینايي مسلمانانو د زور او جبر کولو تورونه پرې لګېدلي دی. دا پرېکړه د دوشنبې ورځې له هغې پرېکړې وروسته شوې چې پکې ویل شوي وو، هغه ۸۲ چینايي سازمانونه به تور نوملړ کې شامل شوي چې د دغه هېواد په شینجیانګ ایالت کې پرې د زور زیاتي تورونه پورې شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، چینايي حکومت 'په لوړه کچه د استبداد یو کمپاین رامنځته کړی دی. ' خو چین حکومت دغه تورونه بې بنسټه بولي.

ښاغلي پومپیو په یوه اعلامیه کې چین حکومت له ایغور، قزاق، او قرغیز او نورو مسلمان لږکیو سره په زور زیاتی تورن کړی دی.

په اعلامیه کې د 'ګلویو بیګار کمپونو، انټرنېټي څار، پر مذهبي، کلتوري پېژندګلوۍ او د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه او په جبري توګه له نورو هېوادونو په چین کې له یوه خطرناک برخلیک سره د مخامخ کېدو لپاره د دې خلکو بېرته ستنولو '' یادونه شوې.

بل لور ته د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ د دوشنبې پر ورځ دې څرګندونو ته غبرګون کې وویل:

''هغسې چې د امریکا له لوري ویل کېږي داسې تش په نوم د 'بشري حقونو ' هېڅ ستونزه نه شته. دې تورونو ته د امریکا له لوري د چین په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له پلمې پرته بل هېڅ نوم نه شي ورکول کېدای. ''

له دې مخکې امریکا د چین ۲۸ ادارې له دې کبله په تور لېست کې شاملې کړې دي چې په سنکیانګ ایالت کې د اویغور مسلمانو پر ضد بشري جرمونو کې ښکېلې وې.

د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption دا لومړی ځل نه دی چې امریکا پر چینايي ادارو سوداګریز بندیزونه لګوي.

په دې لېست کې تر شاملېدو وروسته دا ادارې اوس د واشنګټن له اجازې پرته نشي کولی چې له امریکایي شرکتونو توکي وپېري.

په دې ۲۸ ادارو کې دولتي او د ټکنالوژۍ شرکتونه شامل دي چې د څارګرۍ وسایلو په تولید کې نوم لري. د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلي، دا شرکتونه 'د بشري حقونو سرغړونه او استحصال کې' ښکېل دي.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکا پر چینايي ادارو سوداګریز بندیزونه لګوي.

د مې میاشتې په پیل کې هم د ټرمپ ادارې نامتو چینايي مخابراتي شرکت 'واوې' همدې لېست ته ور ګډ کړی، ځکه دې شرکت د تولیداتو په اړه امنیتي اندېښنې پیدا شوې وې.

د بشري حقونو د سازمانونو په وینا بیجنګ اویغور مسلمانان په کمپونو کې بند کړي دي او زور زیاتی ورسره کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوداګرۍ وزارت د خپلې دوشنبې د ورځې په پریکړه کې ویلي چې دا ۲۸ شرکتونه د ایغور، قزاقستان او نورو مسلمانو لږکیو ډلو پر وړاندې د چین فشارونو، غیرقانوني توقیف او څارلو لپاره د کمپاین یوه برخه وو.

خو چین دې ځایونو ته د تفریحي روزنیزو مرکزونو نوم ورکوي او ټینګار کوي چې له سخت دریځۍ سره د مبارزې لپاره یې دا ځایونه جوړ کړي دي.

د سوداګرۍ وزارت د خپلې دوشنبې د ورځې په پریکړه کې ویلي چې دا ۲۸ شرکتونه د ایغور، قزاقستان او نورو مسلمانو لږکیو ډلو پر وړاندې د چین فشارونو، غیرقانوني توقیف او څارلو لپاره د کمپاین یوه برخه وو.

امریکا او چین دا مهال په یوه سوداګریزه جګړه کې سره کیوتي دي او ټاکل شوې ده چې د وضعیت سمولو لپاره دواړه خواوې په واشنګټن کې یوه ناسته هم وکړي.

ورته مطالب