بایډن: ډونلډ ټرمپ "ثابته کړه چې ګناهګار دی"

پخوانی سناتور جوبایډن د انځور حقوق Getty Images
Image caption پخوانی سناتور جوبایډن

د امریکا په ټاکنو د ډیموکراټانو احتمالي نوماند او د دې هېواد پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن په یوه ټاکنیزه غونډه کې د لومړي ځل لپاره د ډونلډ ټرمپ د استیضاح غوښتنه وکړه او ویلې یې دي چې د امریکا ولسمشر "ثابته کړه چې ګناهګار دی"

نوموړی د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند یو له مخکښو نوماندانو څخه دی.

په دې وروستیو کې د امریکا کانګرس ډیموکراټانو د ډونلډ ټرمپ د استیضاح په اړه څېړنې د هغه څه له امله مطرح کړې چې ویل کېږي ښاغلي ټرمپ د یوه بهرني هېواد په مشر غیرقانوني فشار راوړی چې د بایډن او د هغه د زوی په اړه څېړنه وکړي.

د امریکا ولسمشر هر ډول سرغړونه ردوي.

سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ وویل چې د کانګرس له څېړنو سره همکاري نه کوي ځکه روانه پروسه د دوی په باور ناقانونه ده.

ښاغلي بایډن د امریکا په نیوهمپشر کې خپلو پلویانو ته وویل چې ولسمشر"د جمهوري ریاست لوړه تر پښو لاندې کړې" او زیاته یې کړه د کانګرس له څېړنو سره د ولسمشر نه همکاري"عدالت ته د رسېدو په برخه کې خنډ جوړول" دي.

دا د ډونلډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشرد ټیلیفوني خبرو په اړه د ښاغلي بایډن تر ټولو تنده بیانیه وه.

پخوانی سناتور جوبایډن چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و، پخوا یې یوازې د حقیقت د رابرسېره کېدو په اړه د دې څېړنو ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې په ډیموکراټ ګوند کې د ده رقیبانو د ټرمپ د استیضاح غوښته کوله.

د ښاغلي بایډن له خبرو وروسته ښاغلي ټرمپ غبرګون وښود او نوموړی یې"خوبوړی" یاد کړ او د ده ټاکنیزه مبارزه یې ناکامه وبلله.

د انځور حقوق Boston Globe/Getty Images
Image caption ښاغلي بایډن د امریکا په نیوهمپشر کې خپلو پلویانو ته وویل چې ولسمشر"د جمهوري ریاست لوړه تر پښو لاندې کړې"

د امریکا په مشرانو جرګه کې ډیموکراټان هڅه کوي دا وویني چې ایا ډونالډ ټرمپ د بایډن او د هغه د زوی په اړه د څېړنو په موخه د اوکراین ولسمشر ته څلور سوه میلیون ډالره مرسته درولې او که نه؟

هانټر بایډن د"بوریسما' په نوم د اوکراین د انرژۍ یوه شرکت د مدیره پلاوي غړ و.

د جولای په ۲۵مه ښاغلي ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي څخه غوښتي و چې د ښاغلي بایډن په اړه څېړنه وکړي.

د دې ټیلیفوني خبرو په اړه د امریکا حکومت کې دننه یوه افشا کوونکي اندېښنه وښوده او د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي میاشت وړاندې د ټرمپ د استیضاح د رسمي څېړنو د پيل اعلان وکړ.

کله چې هانټر بایډن په ۲۰۱۴میلادي کال کې د اوکراین د بوریسما شرکت سره یوځای شو د امریکا په دولت کې دده د پلار مقام ته په کتو دده د کار په اړه ځینې پوښتنې مطرح شو،خو تر اوسه د هغه سرغړونو اسناد په لاس کې نشته.

ورته مطالب