د سوریې او ترکیې تر منځ د پولې سیمو کې سخته جګړه روانه ده

سوریه د انځور حقوق AFP

داسې حال کې چې د سوریې په خاوره کې دننه د ترک پوځونو عملیات دوام لري، د سوریې سرحدي ښار راس العین په شاوخوا کې درنه جګړه روانه ده. ترک چارواکي وايي، ښار یې نیولی دی، خو د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواک 'ایس ډي ایف ' یې ردوي.

ترکیې هم په سوریه کې پر امریکايي ځواکونو ډزې کول رد کړې دي، چې د امریکا دفاع وزارت ویلي و، هلته د دوی پاتې ځواکونه په نښه شوي دي. په دغه جګړه کې چې له څلورو ورځو راهیسې روانه ده، د ۳۰ ملکي کسانو وژل کېدو او ۲۰۰ زره خلکو تښتېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

له سیمې د امریکايي ځواکونو ایستلو په تړاو د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پرېکړې وروسته ترک پوځونو له پولې هاخوا پر ایس ډي ایس ځواکونو یرغل وکړ، چې له اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش سره په جګړه کې د لوېدیځ مهم متحدین وو.

مخکې امریکايي پوځ وویل، ترکي ځواکونو د سوریې په شمال کې د دوی پر یو شمېر پوځیانو توپچي بریدونه کړي دي. د امریکا دفاع وزارت ویلي و چې د سوريې په شمالي سیمه کوباني کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو له ترکي مورچلو بریدونه شوي.

ترکيې رد کړې چې ګواکې دوی دې قصدا امریکايي ځواکونه په نښه کړي وي. د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، دغه برید تېرماښام کوباني ښارګوټي ته څېرمه پر داسې یوه سیمه شوی چې ترکیې ته معلومه وه د امریکا ځانګړې ځواکونه په کې ځای پرځای دي.

د امریکا د دفاع وزیر ټینګار کړی چې واشنګټن کوردان یوازې نه دي پرېښي، امریکا همدا راز ترکیې ته بیا ګواښنه کړې چې اقتصادي بندیزونه به پرې ولګېږي.

بل خوا امریکايي چارواکو پر ترکیې فشار راوړی چې د سوریې په شمال کې د کوردانو پر وړاندې پوځي عملیات ودروي. امریکا خبرداری ورکړی چې د سوريې پر شمال د ترکيې د یرغل په ځواب کې پر ترکیې نویو او مهمو بندیزونو لګولو ته چمتو ده.

امریکا وايي، د سوريې پر شمال د ترکيې د یرغل په ځواب کې پر ترکیه نویو او مهمو بندیزونو لګولو ته چمتو ده. د امریکا د زېرمو وزير سټیفن منوشن ویلي، دا بندیزونه هغه مهال عملي کېږي که ترکيه هلته د کوردي ځواکونو خلاف نور پوځي ګامونه پورته کړي.

د انځور حقوق Reuters

د امریکا له خوا پر ترکیې د اقتصادي بندیزونو دا ګواښ یوه ورځ وروسته له هغې وروسته کېږي چې د سیمې او لویدیځو هېوادونو له خوا د سوریې پر خاوره د ترکیې روان عملیات وغندل شول.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره کتنه کې د روان تاوتریخوالي له امله ژوره خواشینې ښودلې ده.

اردوغان وايي، د سوریې د عملیاتو په اړه د ګواښونو پروا نه لرم

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د ګواښونو پروا نه لري

ترکي چارواکي وايي، کوردي ځواکونو د دوی پر ځواکونو د یوه امریکايي پوستې له سویل لویدیځه خوا د هاوان برید کړی چې دوی پرې ځوابي ډزې کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د ګواښونو پروا نه لري او د سوریې په شمال کې به دده په وینا د ترهګرو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د ترکیې ولسمشر وايي، د ګواښونو پروا نه لري او د سوریې په شمال کې به دده په وینا د ترهګرو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

اردوغان پرون د جمعې په ورځ په یوه وینا کې وویل چې دده برید هدف د داعش په ګډون په سیمه کې د ترهګرو ډلو ځپل دي او د سوریې په خاوره کې دننه به تر ۳۲ کیلومترۍ کې به دوام ورکړي.

دی وايي:"موږ به هېڅکله د سوریې ډیموکراټ ځواک یا د کردستان ملي ګوند پر ضد له دې ګامه لاس وانخلو ان که د سوریې رژیم مخالفت هم وکړي، دا عملیات نه ودروو، دا مهمه نه ده چې نور څه وايي، موږ ته له ښي او چپې خوا ګواښونه کیږي او وايي چې پرمختګ مه کوئ، ما ولسمشرټرمپ او نورو ته وویل چې ددې ډلو مخه ونیسي خو تاسې داسې ونه کړل."

رجب طیب اردوغان وايي دغه عملیات به هغه څلور میلیونه کډوالو ته خوندي سیمه رامنځته کړي چې اوس په ترکیه کې اوسېږي. ددې عملیاتو د درېیمې ورځې په پای ته رسېدو سره د مرګ ژوبلې شمېرې هم لوړې شوي دي.

راپورونه وايي، د ترکیې پرخاوره د کوردي وسله والو په ځوابي برید کې درې ترکي سرتیري او لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عملیاتو له پیله نږدې سل زره وګړي له خپل مېنو بې ځایه شوي

راپورونه دغه راز وايي چې د هغو ډلو لسګونه وسله وال هم وژل شوي چې له ترکي ځواکونو سره جګړه کوي او یا هغه چې د ترکیې په پلوۍ په دې عملیاتو کې ښکېل دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان وايي له تېرو درېیو ورځو راهیسې د سوریې ډیموکراټ ځواک لږترلږه ۲۹ وسله وال او د ترکي پلوه ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.

د نړېوالو مرستندویه ټولنو د اټکل له مخې د عملیاتو له پیله نږدې سل زره وګړي له خپل مېنو بې ځایه شوي دي

ملګري ملتونه وايي، د دغه تازه تاوتریخوالي له کبله د سوریې له شمال ختیځه شاوخوا یو لک خلک بې ځایه شوي دي.

ورته مطالب