د سوالګر په جونګړه کې لکونه روپۍ موندل شوې

  • 8 اکتوبر 2019 - 16 تله 1398
ممبۍ د انځور حقوق Getty Images

د هند ممبۍ ښار کې یو سوالګر یا درویزګر په ترافیکي پېښه کې ووژل شو او په جونګړه کې یې سلګونه زره روپۍ وموندل شوې. دغه ۸۲ کلن درویزګر چې برادي چند پننا رام جي په (سادو بابا) مشهور و، د ممبۍ د اورګاډي له پټلۍ تېرېده، چې روان ګاډي وواهه او ووژل شو.

ځايي پولیس وايي، دغه درویزګر د راجستان اوسېدونکی و، خو د ممبۍ په اورګاډي تم ځایونو کې به یې دروېزه کوله. پولیس وايي، له مړینې وروسته یې دوی په ګووندي سیمه کې جونګړه تالاشي کړه او نژدې ۱۷۵ زره روپۍ یې پکې وموندلې.

"د پاکستان یو سوالګر له انلاین سوالګرۍ هره ورځ په زرګونو روپۍترلاسه کوي"

د سوالګرۍ لپاره له قبر د ماشوم د مړي ايستل

کابلیان وايي ښار کې يې سوالګر ډېر شوي

پولیس زیاتوي د سادو بابا له جونګړې یې داسې اسناد هم موندلي چې ښيي نوموړي په یوه ځايي بانک کې ۸۷۷ زره روپۍ امانت (فکسډ ډپازټ) ایښې وې. ممبۍ پولیس وايي د دغه سړي له مړینې وروسته پنځه کسانو ادعا کړې چې خپلوان یا وارثان یې دي، خو دوی وايي، د اسنادو او ثبوتونو له څېړنې وروسته به کومې پرېکړې ته رسېږي.

Image caption د سادو بابا د پېژندګلوۍ اسناد

د بي بي سي له مراټهي څانګې سره خبرو کې پولیسو ویلي د درویزګر د بانکي حساب کې د نوموړي د یوه زوی نوم لیکل شوی دی.

پولیس افسر نند کشور وايي، نژدې یو نیم لک روپۍ د ۵۰ پېسو، یوې او دوو روپیو سکو په بڼه موندل شوې او ۹۵ زره روپۍ یې په بانکي حساب کې پرتې دي. پولیس وايي، سادو بابا نغدي روپۍ د جونګړې په بېلا بېلو ځایونو کې په اوسپنیزو قوطیو یا ډبو کې پټې کړې وې او دوی یې د کور ادرس له هغو پېژندپاڼو وموند چې له درویزګر سره وموندل شول.

اړونده مطالب

ورته مطالب