سپینه ماڼۍ: د ولسمشر ټرمپ د استیضاح مخه به نیسو

  • 9 اکتوبر 2019 - 17 تله 1398
ټرمپ د انځور حقوق AFP/Getty

سپینې ماڼۍ د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي ته په یوه رسمي لیک کې خبر ورکړی چې دا ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ د استیضاح کولو لپاره د څېړنو په برخه کې د همکاري نیت نه لري.

د سپېنې ماڼۍ او کنگرس ترمنځ وروسته له هغه شخړه پراختيا مومي، چې د ولسمشر ټرمپ د استيضاح د پلټنې مهم شاهد پرينښودل شو چې شواهد وړاندې کړي.

ولسمشر ټرمپ وويل، نه غواړي اروپايي ټولنې له پاره يې سفير دده په ټکو چې دکانگورو محکمې يا نارسمي محکمې په وړاندې څرگند شي. خو د ولسي جرگې د استخباراتي کميټې مشر ادام شيف دا ددولت د يوې سټې له خوا د خنډ رامنځته کولو سره برابره وگڼله او زياته يې کړه چې اوس به ښاغلى گوردون سنډلند احضار کړي.

په پام کې وه چې د سې شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې لپاره د امریکا سفیر ګولډن سانلنډ د کانګرس یوې کمیټې ته حاضر شي او د اکراین پر ولسمشر د ډونلډ ټرمپ لخوا د یوه سیاسي سیال د پلټنې په بدل کې د فشار د تور په اړه د کمیټې غړو ته توضیحات ورکړي.

خو له غونډې لږ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ددغه چارې مخه یې ډپ کړې ده او دی یې د هلته له ورتلو منع کړی دی.

پر ښاغلي سنلنډ تور دی چې د سپینې ماڼۍ او اکراین ترمنځ د دغې راکړې ورکړې منځګړیتوب یې کاوه.

د تېرې ورځې په وروستیو کې د سپینې ماڼۍ او مقننه ځواک ترمنځ لانجه نور هم ژوره شوه د سپینې ماڼۍ وکیل د استازو د جرګې دیموکراتې مشرې نانسي پلوسي او نورو چارواکو ته یو اته مخیز لیک ورواستاوه او پکې یې ډاګیزه کړه چې سپینه ماڼۍ تر دې وروسته د دیموکراتانو لخوا د استیضاح له پلټنو سره هېڅ ډول مرسته نه کوي او په دې اړه ورته شاهدان او شاهدان او اسناد نه ور استوي.

د انځور حقوق Getty Images

دغه لیک دعوی کوي چې د دیموکراتانو لخوا پیل شوې د استیضاح پلټنې قانوني بڼه نه لري او یوازینۍ موخه یې د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو د پایلو باطلول او په ۲۰۲۰ کال کې پر ټاکنو اغېز درلودل دي.

په غبرګون کې د استازو د جرګې د استخباراتو د کمیټې دیموکرات مشر ادم شېفت د ټویټر له لارې پر جمهوري پالانو تور ولګاوه چې ګواکې ولسمشر تر قانونه اوچت بولي.

بلخوا د کانګریس جمهوریپال غړي په لویه کې د ولسمشر ننګه کوي او د دیموکراتانو موخې یوازې سیاسي او ټاکنیزې بولي.

ورته مطالب