د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خونړی قاتل څوک دی؟

قاتل د انځور حقوق FBI
Image caption پولیسود هغه د زنځیري وژنو په تړاو د قرباني شویو مېرمنو رسامي شوي انځورونه خپاره کړي.

د امریکا فدرال پولیسو (ایف بي ای) تایید کړې چې ددې هېواد په زندان کې یوه بندي اقرار کړی چې په څلورو لسیزو کې یې ۹۳ کسان وژلي.

نوموړی د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی قاتل بلل شوی دی.

پولیسو له ۱۹۷۰ تر ۲۰۰۵ د ۷۹ کلن سېمول لېټل پنځوس قضیې څېړلې دي. هغه له ۲۰۱۲ کال راهیسې د درې مېرمنو د وژلو په تور په زندان کې ساتل کیږي.

دغه کس تر ډېره هغه تورپوستې مېرمنې هدف ګرځولې چې جنسي کاروبار به یې کاوه یا مخدره توکي به یې کارول.

پخوانی بوکسر لوبغاړی به د دغو کسانو له وژلو مخکې دوی ډېر په سوکانو وهل چې د قتل څرګندې نښې ورکې کړي.

چارواکو ویلي، د ځینو وژل شویو په اړه هېڅ څېړنې نه وې شوې او د یو شمېر په اړه داسې فکر کېده چې د ډېرو نشه توکو په کارولو یا ناڅاپي ډول وژل شوي وي. ځینې مړي بیخي ونه موندل شول.

د انځور حقوق WISE COUNTY JAIL
Image caption لېټل هغه قاتل دی چې ۹۳ کسان یې وژلي

اېف بي ای په یوه اعلامیه کې ویلي، شننونکي په دې باور دي چې د هغه اقرار د اعتبار وړ دي.

د اېف بي ای شنونکی کرېسټي پالاځولو وايي:"څو کاله سېمول لېټل باور درلود چې وبه نه نیول شي ځکه هغه فکر کاوه چې هېڅوک د هغه په لاس د وژل شویو پوښتنه نه کوي."

پولیسود هغه د زنځیري وژنو په تړاو د قرباني شویو مېرمنو رسامي شوي انځورونه خپاره کړي.