ترکیې د سوریې په شمال کې پوځي عملیات پیل کړل

سوریه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ترکیې بمبار له کبله ولسي وګړي له سیمې د تېښتې په حال کې دي

د ترکیې پوځ د چارشنبې پر ورځ د سوریې په شمال کې پر یو شمېر سیمو تر هوایي بمبار وروسته هلته خپل پوځي عملیات پیل کړي دي. ترکیه وایي چې غواړي د سوریې په شمال کې داعش وسله وال او کردي جنګیالي وځپي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا عملیات غندلي او نورو نړیوالو مشرانو هم اندېښنه ښودلې ده.

ولسمشر رجب طیب اردغان چارشنبه پر ټوېټر اعلان وکړ چې پوځ یې په سوریه کې عملیات پیل کړي دي. داسې وېره شته چې ترکي پوځ ښایي له هغو کردي جنګیالیو سره مخامخ نښته کې ښکېل شي چې تر دې دمه یې د امریکا لخوا پوځي ملاتړ کېده.

د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواک ویلي، ترکي الوتکو پولې ته نږدې ملکي سیمې په نښه کړې دي او ولسي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. دوی پر امریکا او نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د ترکیې د هوایي بریدونو مخه ونیسي چې بېګناه خلکو ته نور زیان ونه رسېږي.

نړیوال غبرګونونه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ترکیې د پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي او ټینګار یې کړی چې دا ښه ګام نه دی. نوموړي تر دې وړاندې ترکیې ته خبرداری ورکړی و چې که غلط ګام پورته کړي نو امریکا به یې اقتصاد ور تباه کړي.

برتانیا او فرانسې د وضعیت ارزولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده. د اروپایي کمیسیون مشر هم پر ترکیې غږ کړی دی چې خپل پوځي عملیات ودروي.

د ناټو سرمنشي یو سټولټنبرګ ویلي، ترکیه د خپل امنیت په اړه برحقه اندېښنه لري، خو باید په دې چاره کې احتیاط وکړي او بېځایه زور ونه کاروي.

د امریکا د کانګرس غړي لېنډسي ګراهم ویلي، په کانګرس کې به د ترکیې د دې برید پر ضد غږ پورته کوي او ولسمشر اردغان ته به دا ګام ګران تمام شي.

پر پوله څه روان دي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکیې له سوریې سره پر ګډه پوله د پوځیانو شمېر ډېر کړی دی

د سه شنبې او چارشنبې ترمنځ شپې ناوخته په سیمه کې د ترکیې پوځي کاروانونه، چې ټانکونه او زغره وال موټر پکې وو، د سوریې پولې خوا ته د تلو په حال کې ولیدل شول.

رویټرز خبري اژانس وایي، چارشنبه ناوخته د تل ابیاد او راس العین سیمو کې د بمباریو او درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د سوریې دیموکراتیک ځواک وایي، په مشرافه نومي کلي کې دوه ولسي وګړي په بمبار کې وژل شوي دي.

له سیمې ترلاسه شوي تصویرونه هم ښیي چې ولسي وګړو په موټرو کې له بمبار شویو سیمو ته وتلو هڅه کوي، او شاوخوا د بمبار له کبله اسمان کې خاورې او ګرد له ورایه ښکاري.

د ترکیې د عملیاتو موخه څه ده؟

ترکیه غواړي چې ګډې پولې ته نږدې سیمه کې کردي جنګیالي وځپي او بیا هلته یوه خوندي سیمه رامنځته کړي. انقره دا جنګیالي ترهګر بولي، خو امریکا له ډېرې مودې راهیسې له دې جنګیالیو سره پوځي مرسته کوي.

انقره غواړي چې په دې خوندي سیمه کې هغه کابو درې نیم میلیونه سوري کډوال ځای پر ځای کړي چې دا مهال په ترکیه کې ژوند کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکایي ځواکونو وار د مخه له سیمې وتل پیل کړي دي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه ورځې وړاندې اعلان کړی و چې د سوریې په شمال کې مېشت امریکایي ځواکونو له سیمې په شا کېږي. له دې اعلان سره ترکیې ته لار هواره شوه چې سیمه کې خپل پوځي عملیات پیل کړي.

په امریکا کې د ننه او ځینو نورو هېوادونو له دې سیمې د امریکایي پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړه غندلې ده.

په سیمه کې کردي جنګیالي له ډېرې مودې راهیسې د امریکا له پوځي ملاتړه برخمن وو او دواړو په ګډه هلته د داعش ډله ماته کړه.

خو ولسمشر ټرمپ ټینګار کوي چې کردان یې یوازې نه دي پرېښي، او ترکیې ته یې خبرداری ورکړی چې که یې ناسم ګام پورته کړ نو امریکا به یې اقتصاد تباه کړي.

ورته مطالب