جرمني: وسله وال سړي دوه کسه په ډزو وژلي دي

  • 9 اکتوبر 2019 - 17 تله 1398
جرمني د انځور حقوق AFP
Image caption د ډزو پېښه په هالي ښار کې د کبابو یوه دکان سره شوې ده

د جرمني ختیځ ښار هاله کې پولیس وايي د ډزو یوه پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. پولیسو لومړی د سیمې له خلکو وغوښتل چې له کورونو بهر نه شي، ځکه په وینا یې بریدګر تر اوسه د تېښتې په حال کې دي.

وروسته ځايي پولیسو اعلان وکړ، چې یو بریدګر یې نیولی، خو ویل کېږي ځینې نور مشکوک کسان په یوه ګاډي کې تښتېدلي دي.

یوه عیني شاهد د جرمني این ټلویزیون ته ویلي، په پوځي کالیو کې یوه وسله وال سړي د کبابو پر یوه پلورنځي د ټوپک ډزې وکړې. نوموړي د ټلویزیون خبریال ته وویل:

''دغه سړي د کبابو پلورنځي ته لکه لاسي بم داسې یو څه وروغورځول، خو چاودنه و نه شوه، وروسته یې د ټوپک ډزې وکړې. زما شاته ولاړ سړی به هرومرو وژل شوی وي... خو زه په تشناب کې پټ شوم. ''

وروسته د پېښې له دغه ځایه نژدې ۱۵ کیلومتره لرې په لنډسبرګ سیمه کې هم د ډزو غږونه اورېدل شوي دي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې ایا دا پېښې کوم تړاو سره لري او که نه.

د انځور حقوق Reuters

بایلډ نومې ورځپاڼې لیکلي چې برید پاولوس سیمه کې د یهودانو یوه عبادت ځای یا سینیګاګ ته نژدې شوی دی، خو دا رپوټ رسماً نه دی تایید شوی.

یوه عیني شاهد ویلي، یوه بریدګر د یوې هدیرې دېوال په پټرولي بم ویشتلی دی. دا پېښه داسې مهال شوې چې د یوم کیفور په نامه ورځ لمانځي چې د یهودانو لپاره تر ټولو سپېڅلې ورځ بلل کېږي.

د هالي سیمه ییزې خپرونې په رپوټ کې د بریدګر له تېښتې وروسته په سیمه کې د نورو ډزو خبره هم شوې ده. پولیسو د پاولوس سیمه کلابند کړې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب