سوریه کې د ترک پوځ بریدونه، 'لسګونه کسان وژل شوي دي'

د ترکیې پلوي سوریې ملي پوځ وسله والو ته بریدونو کې د سر زیان اوښتی د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ترکیې پلوي سوریې ملي پوځ وسله والو ته بریدونو کې د سر زیان اوښتی

د سوریې شمال ختیځ کې د کردانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ترک پوځ بریدونو له ډېرېدو سره د مرګژوبلې شمېر هم په ډېرېدو دی. رپوټونه وايي، دغو بریدونو کې د ۱۱ ملکي کسانو په ګډون د ایس ډي ایف نومي کرد وسله وال ځواک او ترکي پلوه ډلو لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

ترک پوځ په دې پېښو کې د لومړي وژل شوي پوځي مړینه تایید کړې ده. په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه کې پر دغو بریدونو نیوکې په ډېرېدو دي، رپوټونه وايي د سوریې په شمال ختیځ کې لسګونه زره کسان له خپلو کلیو - کورونو تښتېدلي دي.

د چهارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سیمې خپل ځواکونه وایستل او له هغه سملاسي وروسته ترک پوځونه له سوریې سره تر پوله واوښتل او د کردانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یې پوځي عملیات پیل کړل.

د چارو شنونکي وايي، د امریکايي ځواکونو وتلو سره ترکیې ته څراغ شین شو، چې د پولې بل لور ته بریدونه پیل کړي. بل لور ته د امریکا په کانګریس کې جمهوریتپالو استازو ویلي، پر ترکیې د بندیزونو لپاره لایحه وړاندې کوي.

ترکیه وايي، د دغه برید هدف یې دا دی چې د پولې سیمه کې له کردي ملېشو خوندې سیمه رامنځته کړې چې په ترکیې کې مېشت کډوال پکې مېشت شي.

ترکیه د سوریې کرد ملېشه ځواک (ایس ډي ایف) چې له دغه هېواد سره د سوریې د پولو سیمې کنټرولوي، 'ترهګر ' بولي چې د دوی په وینا د ترکیې ضد وسله والو فعالیتونو ملاتړ کوي.

پر پنجشنبه ترک پوځیانو پولې ته نژدې راس العین او تل ابیاد ښارګوټي تر یوه حده محاصره کړل، خو کرد سرچینې او په سوریې کې د بشري حقونو څار ډله (ایس او ایچ ار) مسوولین وايي، دوی ډېر پرمختګ نه دی کړی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په ترکیه کې دننه هم پر ملکي خلکو بریدونه شوي دي

بل لور ته د کردانو سرې میاشتې مسوولینو ویلي، بریدونو کې ۱۱ ملکي کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۸ سخت ټپیان دي، چې اکثر یې د راس العین سرحدي ښارګوټي اوسېدونکي دي. رپوټونه وايي، د یوه سوریايي ماشوم په ګډون پر ترکي سرحدي سیمو د کردي ځواکونو د توپو ګوزارنو له کبله پنځه کسان وژل شوي دي.

هغه داعشي زندانیان چې هېڅوک یې نه غواړي

بل لور ته د سوریې په شمال کې د امریکايي ځواکونو د ویستلو له پریکړې او هلته د ترکیې د پوځي عملیاتو له پیلېدو سره، په دغه سیمه کې د داعش شکلاندې زرګونه زندانیانو برخلیک لا هم نا معلوم پاتې دی.

د کردي ځواکونو تر ولکې لاندې سیمو کې د دوی لخوا د داعش اړوند بندیانو او د دوی کورنیو کې بهرني وګړي هم شامل دي.

امریکا له یو شمېر هېوادونو غوښتي چې ددوی له منځه دې خپل وګړي بېرته ستانه کړي، خو تور پورې کوي چې اروپا د خپلو وګړو له منلو ډډه کړې ده.

څومره بهرني وګړي د کردي ځواکونو لخوا نیول شویو داعشي بندیانو کې او ایا تر اوسه کوم هېواد خپل وګړي بېرته ستانه کړي؟

له داعشیانو سره په تړاو د سوریې په شمال کې ګڼ زندانیان د بېځایه شویو په کمپونو کې ساتل کیږي. د دوی شاوخوا ۷۰ زره کسان الهول کې دي چې ۹۴ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. په دوی کې ۱۱ زره یې بهرني وګړي دي.

د انځور حقوق Getty Images

د کردانو په مشرۍ د سوریې ځواکونه (اېس ډي اف) وايي، پر دې سربېره ۱۲ زره داعشي شکلاندې بندیان د سوریې په شمال ختیځ کې ساتل کیږي چې شاوخوا څلور زره یې بهرنیان ښودل شوي.

د امریکا لخوا په تېره اګست میاشت کې یو خپور شوی رپوټ ښيي چې د سوریې په شمال کې شاوخوا ۲۰۰۰ بهرنیان بندیان دي چې له ۵۰ هېوادونو هلته ورغلي دي.

د دوی په منځ کې یوازې ۸۰۰ کسان اروپایان او پاتې د منځني ختیځ، شمالي افریقا او اسیا وګړي دي.

د شاهي پوهنتون (کېنګس کالج) د بنسټ پالنې د مطالعاتو نړیوال مرکز د اټکل له مخې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۸ کاله شاوخوا ۴۱ زره بهرنیانو په سوریه او عراق کې له داعش سره یوځای شوي دي.

ورته مطالب