سعودي ساحل ته نږدې د تېلو ایراني ټانکر کې چاودنه

کښتۍ د انځور حقوق Reuters

د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د سعودي عرب ساحل ته نژدې په یوه ایرانۍ تېل لېږدونکې کښتۍ کې چاودنه د اور لګېدو سبب شوې. د ایران د نفتو ملي شرکت 'این ای او سي ' اړوند دغه بېړۍ د سعودي جدې ساحل ته ۹۷ کیلومترۍ کې له پېښې سره مخامخ شوې ده.

ویل کېږي د په بېړۍ کې د تېلو ساتلو دواړو زېرمو ته زیان اوښتی دی، خو پېښه کې د چا ټپي کېدو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې بېړۍ دوه ځله په نښه شوې ده، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. د جمعې پر ورځ یوې نامعلومې سرچینې ایراني رسنیو ته ویلي چې بېړۍ په توغندي ویشتل شوې، چې 'ښايي ' له سعودي توغول شوی وي.

امریکا د ایران تېلي بېړۍ ماڼو ته د میلیونونو ډالرو وړاندیز کړی و

امریکايي بېړۍ پر ایراني بېړیو ' ډزې' کړي

په هورمز تنګي کې د لا خرابېدونکي وضعیت په اړه خبرداری

خو 'این ای او سي ' وروسته دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې په بېړۍ کې دوې چاودنې شوې چې 'ښايي ' توغندي وي.

د چاودنو څرنګوالي په څېر د بېړۍ په اړه هم متضادې خبرې شوې. د ایران ملي تلویزیون لومړی وویل، دا (سینوپا) نومې بېړۍ ده، خو وروسته این ای او سي مسوولینو وویل دا بله بېړۍ ده چې (سبیتي) نومېږي.

په هغو تصویرونو کې چې د سبیتي نومې بېړۍ په نامه ایراني رسنیو خپاره کړي او ادعا کېږي چې د جمعې پر ورځ اخیستل شوي، په ظاهره د کوم اوښتي زیان نښې نښانې نه ښکاري.

د انځور حقوق MEHR

په هغه ریکارډ کې چې هر څوک ورته لاسرسی لري، دواړه بېړۍ په سره بحیره کې لیدل کېږي. سینوپا نومې بېړۍ روانه اونۍ په تېرو پنځوسو ورځو کې لومړی ځل خپل مخابراتي نظام فعال کړی او سبیتې د څار خپل نظام له نژدې شپېتو ورځو وروسته لومړی ځل د جمعې پر ورځ وختي فعال کړی دی.

د امنیتي خوندیتوب اقدام په توګه ټولې بېړۍ او کښتۍ چې په دغه سیمه کې سویز کانال ته نژدې کېږي، باید د څارل کېدو خپل نظام چې (اي ای ایس) نومېږي، فعال کړي.

خو د سرچینې په وینا د سبیتي رویه ځکه عادي نه وه چې کله له کانال سره تېرېده، یوازې هغه مهال یې اي ای ایس فعال و، خو په اوسني وضعیت کې یې بیا له دوو میاشتو غیر فعالیدو وروسته داسې حال کې دغه سیسټم فعال کړی و چې له سویس کاناله سلګونه کیلومتره لرې یې سفر کاوه.

د رپوټونو په بنسټ په بېړۍ کې تخنیکي کارپوهان د چاودنې د علت معلومولو لپاره څېړنې کوي او اټکل کوي چې "دغه پېښه دې د ترهګریز عمل له امله رامنځ ته شوې وي."

وروستي رپوټونه ښيي چې ددغه ایراني بېړۍ وضعیت کنټرول شوی او کارکوونکي یې هڅه کوي چې له لا زیات زیانه یې وژغوري. چارواکي وايي، په دې پېښه کې د بېړۍ کوم کارکوونکی ته زیان نه دی اوښتی او ټولو وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی.

د انځور حقوق ISNA

ورته مطالب