د ایتوپیا لومړي وزیر ابې احمد د سولې نوبل جایزه وګټله

ابې احمد د انځور حقوق Reuters
Image caption ابې احمد د ۲۰۱۸ کال اپریل کې د ایتوپیا لومړی وزیر وټاکل شو

د ۲۰۱۹ کال لپاره د سولې نوبل جایزه د ایتوپیا لومړي وزیر ابې احمد ته ورکړل شوې ده. نوموړي ته 'سولې او د نړیوالې همکارۍ تر لاسه کولو ' لپاره دغه جایزه ورکړل شوې ده. ایتوپیا تېر کال له اریټریا سره د پولې پر سر له هغې یوې شل کلنې جګړې وروسته روغه جوړه وکړه، چې ۱۹۹۸ کې پیل شوې وه.

په اوسلو کې د نوموړي نوم د سولې نوبل سلمې جایزې ګټونکې په توګه اعلان شو او دسمبر میاشت کې به نوموړي ته همدې ښار کې جایزه رسماً ورکړل شي.

دغه جایزه نهه میلیونه سویډني کرونه 'نهه لکه ډالره ' مالي ارزښت لري. دغې معتبرې جایزې ته د ۲۲۳ کسانو او ۷۸ سازمانونو په ګډون ټولټال ۳۰۱ کاندیدان نوماند شوي وو.

له اعلانه مخکې د ګڼو نوماندانو په هکله ګومان کېده چې دغه جایزه به تر لاسه کړي، چې د چاپېریال ساتنې فعالې ګریټا تهونبیرګ نوم پکې ډېر یادیده. د نوبل کمېټې د اصولو له مخې تر پنځوسو کلونو پورې د هغو کسانو نومونه نه خپريږي چې کوچني لیست ته رسېدلي وي یا شارټ لیسټ شوي وي.

په یوه ورځ کې د ۳۵۰ میلیونه نیالګیو کېنولو 'ریکارډ'

اوباما د الشباب پر ضد د ایتوپیا جګړه وستایله

د سولې نوبل جایزه نادیه مراد او ډینس موکویګي وګټله

د ۲۰۱۸ کال په اپریل کې لومړي وزارت ته له رسېدو وروسته ښاغلي احمد په خپل هېواد کې داسې پراخ ازادانه اصلاحات راوستل چې دغه په سخت کنترولېدونکي هېواد کې یې خوځښت رامنځته کړ.

نوموړي د اپوزیسیون زرګونه نیول شوي فعالان له زندانونو خوشي کړل او تبعید شویو مخالفانو ته یې اجازه ورکړه چې هېواد ته ستانه شي.

دغه راز یې له خپل ګاونډي هېواد اریټریا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، چې ورسره دوې لسیزې اوږده جګړه پای ته ورسېده.

له دې مخکې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا هغه مهال ولسمشر باراک اوباما ته د خلکو تر منځ د همکارۍ او نړیوالې دیپلوماسۍ غښتلي کولو لپاره د بې دریغه هلو ځلو) بدل کې د سولې نوبل جایزه ورکړل شوې. دغه راز په ۲۰۱۴ کال کې د ماشومانو زده کړو فعالې ملالې یوسفزۍ ته په شریکه دغه جایزه ورکړل شوې ده.

اړونده مطالب