د سوريې شمال کې د بشري کړکېچ وېرې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوريې شمال کې د بشري کړکېچ وېرې

داسې حال کې چې د سوريې شمال کې د امريکا ملګرو کورديو جنګياليو پر وړاندې د ترکيې د یرغل لا په پراخېدو دی، پر ترکيه هم فشار په زياتدو دی، چې پوځي عمليات دې ودروي. واشنګټن کې ځينې جمهوريان او ډيموکراټان د بنديزنو لګولو لپاره سره ګډ کار کوي. ولسمشر ټرمپ چې تېره اوونۍ ويلي له سوریې امریکايي ځواکونه وباسي، د ټاکنيزو هلو ځلو يوې غونډې ته ويل، د دې حال سره چلن کې پر دريو لارو غور کوي... د سوریې شمال کې بيا د بشري کړکېچ ټوکېدو په اړه وېرې په زياتېدو دي. لسګونه زره خلک وروسته له هغه له خپلو کورونو تښتېدلي، چې ترکيې د کورد ځواکونو پر وړاندې بريدونه بيل کړل. ترکيه د دې هڅه کوي، چې کوردان په شا وتمبوي، او د سوريې پولې دننه مځکه ونيسي او داسې يوه سيمه جوړه کړي، چې دوی یې خوندي سيمه بولي، او بيا له ميليونو هغو کډوالو یې ځينې په کې ځای پر ځای کړي، چې اته کلنې جګړې پر مهال یې ترکيې ته پنا وړې ده.

اړونده مطالب