امریکا سعودي ته درې زره پوځیان استوي

امریکا د انځور حقوق AFP

د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې د سعودي عربستان د دفاع د پیاوړتیا لپاره زرګونه نور پوځیان ور استوي.

د امریکا د دفاع وزیر، مارک اېسپر، ویلي چې په دې نوې ګومارنه کې به جنګي الوتکې او توغندي-ضد سېسټم هم وي.

هغه ویلي، دا د هغو هڅو یوه برخه ده، چې په وینا یې موخه یې د ایران له تېري د سعودي ساتنه ده.

دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي، چې تېره میاشت د سعودي د تېلو پر بټیو بریدونه وشول.

امریکا دغو بریدونو ته په غبرګون کې مخکې هم سیمې ته نور ځواکونه ور استولي دي.

د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، ددې هېواد دفاع وزیر مارک اسپر د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره د ټلیفوني خبرو پرمهال دغه خبر ورکړی.

د دفاع وزیر پخپله هم د اعلامیې له خپرېدو وروسته خبریالانو ته ویلي، دغه سرتیري سعودي ته د محمد بن سلمان په غوښتنه استوي.

د انځور حقوق Rex Features
Image caption تېره ورځ د سعودي عرب ساحل ته نژدې په یوه ایرانۍ تېل لېږدونکې کښتۍ کې چاودنه د اور لګېدو سبب شوه

امریکا د تېرې مې میاشتې راهیسې د منځني ختیځ لپاره د خپلو ځواکونو شمېر ۱۴ زره ته لوړ کړی دی.

د روان کال په سپټېمبر میاشت کې امریکا هم امریکا سعودي ۲۰۰ پوځیان له پاتریوت توغندیو سره واستول. دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو چې امریکا پر ایران تور پورې کړ چې پر ارامکو تاسیساتو (د سعودي د تیلو شرکت) یې برید کړی.

ورته مطالب