بورکینا فاسو: پر جومات برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

د انځور حقوق Getty Images

بورکینا فاسو په شمال کې د مالي له پولې سره نژدې مشکوکو 'جهاديانو' پر يوه جومات بريد کړى او لږ تر لږه يې ۱۵ کسان وژلي دي.

عيني شاهدانو ويلي، قربانيان ټول مسلمانان دي او تېره جمعه هغه مهال ووژل شول چې جومات کې يې د ماښام لمونځ کاوه.

له پېښې وروسته ګڼ خلک د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.

پلازمېنه "اواگداگو" کې سلگونه کسان د خرابېدونکي امنيتي حالت او په دغه هېواد کې د بهرنيو ځواکونو حضور ته په اعتراض کې لارو کوڅو ته ووتل.

او په مالي کې هم د جهاديانو د پرله پسې بريدونو شاهد دى احتجاجيانو د ملگرو ملتونو د سوله ساتو يوه اډه ولوټله.

سيمه کې خبريالان وايي د مالي په ساحل سيمه کې چې د جهاديانو د بريد گواښ په پرله پسې توگه زيات شوى د زړه تنگوالي زياتېدونکې نښې نښانې تر سترگو کېږي.

پېښې ته د نژدې سیمې ګوروم-ګوروم یو اوسېدونکي رسنیو ته ویلي، د پېښې پر سهار خلکو د خپلو سیمو پرېښودل پیل کړي دي.

په د بورکینا فاسو کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د 'جادیانو' بریدونو زور اخیستی او په دومره وخت کې یې زرګونه ښوونځي تړلي دي.

د بورکینا فاسو په شمال کې د مالي او دې هېواد په پوله کې تاوتریخوالی هغه مهال زیات شو چې وسله والو مخالفینو د هېواد شمال سیمه په ۲۰۱۲ کې ولکه کړه.

ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، څه باندې ۲۵۰ زره کسان له دغو سیمو بېځایه شوي او تېښتې ته اړ شوي دي.

اړونده مطالب