هغه هېواد چې د ملاریا میاشي وژل پکې ګناه ده

دا پروګرام په ۱۹۶۰ میلادي کال کې پیل شوی خو په ۱۹۹۰ کال کې یې اغېز پیل ښکاره شو. د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا پروګرام په ۱۹۶۰ میلادي کال کې پیل شوی خو په ۱۹۹۰ کال کې یې اغېز پیل ښکاره شو.

'د شپې له مخې دلته ډېر میاشي وي او موږ بهر نه شو پاتې کېدلی' مادهوی شرما په خندونکي انداز دا خبره وکړه. دوی غنم کري، څاروي ساتي او خپل ژوند پر مخ بیايي.

اغلې شرما د بوتان په سوېل کې د سمتېلنګ په نوم کلي اوسېدونکې ده. کورنۍ یې شپه په پخلنځي کې تېروي، ځکه دا پخلنځی ازاده هوا لري چې د پخلي پرمهال د لوګي له امله ټولې حشرې تښتي.

مادهوی شرما تر لسم ټولګي درس ویلی او په دولتي کمپاینونو کې د ګډون له امله نوموړې د ډینګي او ملاریا ناروغیو په اړه کافي معلومات لري او دا دواړه ناروغۍ ددې میاشو له امله خپریږي.

د انځور حقوق Christine Ro
Image caption دوی کال کې دوه ځله خپل کورد حشرو ضد مواد شیندي.

د اغلې شرما کورنۍ هېڅکله د کور مخې ته اوبه ډنډې نه پریږدي او دوی د خوب پر مهال مشلومې (پشه خانه) لګوي هغه چې حکومت پرې ویشلي دي.

دوی کال کې دوه ځله خپل کورد حشرو ضد مواد شیندي.

بوتان کې ملاریا لویه ستونزه ده

مشلومې، حشره وژونکي درمل، د کورونو دوا پاشي او د ناروغیو په اړه عامه پوهاوی او یو شمېر نور کارونه د ملاریا د کچې ټیټولو په موخه د بوتان حکومت مسولیت بلل کیږي.

دا پروګرام په ۱۹۶۰ میلادي کال کې پیل شوی خو په ۱۹۹۰ کال کې یې اغېز پیل ښکاره شو.

په ۱۹۹۴ میلادي کال کې په بوتان کې ۴۰ زره د ملاریا پېښې ثبت شوې دي چې پکې ۶۸ کسان مړه ښودل شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملاریا د خلکو ژوند اخیستی شي

خو تر هغې وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د ملاریا ۵۴ پېښې ثبت شوې.

ملاریا د خلکو ژوند اخیستی شي. نو ددې لپاره د بوتان حکومت لاس په کار شوی او ددې ناروغیو د له منځه وړلو لپاره یې کمپاین پیل کړی.

ملاریا سره مبارزه له کومو ننګونو سره مخ کېږي

له بوتان ملاریا ناروغي ورکېدلی هم شو، خو په دې هېواد کې ددې ناروغي سره د مبارزې په اړه یو مذهبي خنډ هم شته. بوتان یو بودايي مذهبه هېواد دی او د دوی په مذهب کې د هر ژوي وژل ګنا ګڼل کیږي که هغه د خپرېدونکو ناروغیو لامل هم کیږي.

د انځور حقوق Christine Ro
Image caption د هند او بوتان اړیکې نازکې او پیچلې دي

په داسې حالاتو کې د ملاریا د ناروغۍ ضد درمل پاشل هم له سختو مخالفتونو سره مله و. کابو لس کاله مخکې هلته چارواکي اړ شوي چې د خلکو کورونو ته په زور ننوځي او له مخالفتونو سره سره د خلکو په کورونو کې حشره وژونکي درمل وپاشي.

له ملاریا اغېزمن شوي باید روغتونونو کې وي

هند کې د تګ راتګ کوونکو بوتاني کارګرو له ورستنېدو وړاندې دوی له دې ویرې معاینه کیږي چې د ملاریا مکروب له ځان سره ونه لېږدوي. که کوم کارګر په دې ناروغۍ اخته وي لږ تر لږه درې ورځې په روغتون کې بستر کیږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بوتان حکومت په هېواد کې د ملاریا پر ضد پرمختګ کړی

د هند او بوتان اړیکې نازکې او پیچلې دي. بوتان سره پر پوله د هند تر ولکې لاندې په اسام ولایت کې د نسلي تاوتریخوالي له امله خلکو بوتان ته پناه وړله چې له امله یې د ملاریا پرضد کمپاین اغېزمن کیده او د بوتان او هند ترمنځ همکاري هم کمه وه، خو اوس ورو ورو د دوی ترمنځ اړېکې په پراخېدو دي.

څرنګه چې د بوتان حکومت په هېواد کې د ملاریا پر ضد پرمختګ کړی هند هغومره نه دی کړی. شننونکي وايي چې له ملاریا سره د بوتان مبارزه ډېری هېوادونو ته سبق کېدلی شي، په ځانګړې توګه له میاشو سره مبارزه.

په دې اړه د بوتان بریالیتوب یو لامل دا وه چې حکومت ځواکمنه اراده درلوده، حکومت په ټول ځواک سره د دې ناروغۍ پر ضد کمپاین وچلاوه او سیمه ییزې ادارې یې هم ځان سره یوځای کړې او په دې کمپاین کې یې برخه واخېسته.

اړونده مطالب

ورته مطالب