د شمالي کوریا مشر 'ګیټي' غره ته له ختلو وروسته لویې پرېکړې کوي

  • 17 اکتوبر 2019 - 25 تله 1398
د انځور حقوق AFP
Image caption د شمالي کوریا له رسنیو څخه په خپرو شویو عکسونو کې د دې هېواد مشر کېم جونګ اونګ پراس سپور ښکاري

د شمالي کوریا له رسنیو څخه په خپرو شویو عکسونو کې د دې هېواد مشر کېم جونګ اونګ پراس سپور ښکاري او د دغه هېواد تر ټولو دنګ غره ته پورته کېږي.

کله چې د دې هېواد مشران په اس سپاره شي، نو خبرونه ترې جوړ شي، له دې مخکې د روسیې د ولسمشر عکسونه په رسنیو کې لاس په لاس شول چې پر اس سپور و.

کېم جونګ اون په عکسونو کې کمیس نه دی ایستلی خو پوتین ایستلی و د انځور حقوق AFP
Image caption کېم جونګ اون په عکسونو کې کمیس نه دی ایستلی خو پوتین ایستلی و

خو د دې دواړوه مشرانو ترمنځ ځانګړی توپیر لیدل کیده کېم جونګ اون په عکسونو کې کمیس نه دی ایستلی خو پوتین ایستلی و.

د شمالي کوریا مشر انځورونو کې پر سپین اس سپور په واورو پوښلي غر پیکټو کې ګرځي. پیکټو د دې هېواد سپیڅلی ځای بلل کېږي.

کم جانگ ان د انځور حقوق AFP

دا غر د شمالي کوریا پېژندګلي کې یو ځانګړی ځای لري او د کېم جونګ اون د پلار پر زېږنځي هم مشهور دی.

خودا لومړی ځل نه دی چې کېم جونګ اون دې غره ته سر وښکاره کوي چې لوړوالی یې ۲۷۵۰ متره دی، شنونکي وايي د داسې کړنو تر شا لویې پریکړې کېدونکي دي.

کم جانگ ان د انځور حقوق Reuters

د راپورونو له مخې کېم تراوسه درې ځلي پیکټو غره ته ختلی وروستی یې ۲۰۱۸ میلادي کال و چې د جنوبي کوریا مشر مون جه اېن هم ورسره ملګری و.

د راپورونو له مخې کېم تراوسه درې ځلي پیکټو غره ته ختلی د انځور حقوق Reuters
Image caption د راپورونو له مخې کېم تراوسه درې ځلي پیکټو غره ته ختلی

۔

ورته مطالب