له اوربند سره هم د سوریې شمال حالت ترینګلی دی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له اوربند سره هم د سوریې شمال حالت ترینګلی دی

د سوریې شمال ته له هغه یوه ورځ وروسته هم خال خال ډزې اورېدل شوې چې ترکیې د لنډمهاله اروبند لپاره د امریکا غوښتنه ومنله، او د سوریې شمال لوېدیځ ته یې د کردانو خلاف خپل عملیات ودرول. پر اوربند تړون د ولسمشر طېب اېردوان او د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس تر منځ له خبرو وروسته وشو. ترکیې وېلي د پنځو ورځو لپاره به خپل عملیات دروي تر څو کردي ځواکونه سوریه کې ۳۲ کیلیو متره له پولې شاته لاړ شي. ولسمشر ترمپ چې ترکي بریدونو ته د شین څراغ ښکارولو له امله پرې ډیرې نیوکې شوې وي دغه تړون ډیره ښه پاېله بللې.

اړونده مطالب