د پیسو نړیوال صندوق ولې مهم دی؟

د انځور حقوق Getty Images

د پیسو نړیوال صندوق پرېکړې د مختلفو هېوادونو پر اقتصادي وضعیت ډېر اغېز لري، دا اداره ۱۸۹ غړي لري چې موخه یې نړۍ کې اقتصادي ټیکاو رامنځ ته کول دي.

هر هېواد دغه اداره کې د غړیتوب وړاندیز کولی شي، خو که له شرایطو یې برابر وي.

دې شرایطو کې د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت په هکله مالومات او د ګډون لپاره ټاکلې پیسې ور کول دي او هر هېواد چې څومره ډېر شتمن وي د ګډون حق یې هم ډېر دی.

افغانستان او پاکستان هم د دې ادارې غړي دي.

د پیسو نړیوال صندوق د هېوادونو د اقتصاد د ملاتړ او څار لپاره درې مهم کارونه کوي:

  • مالي او اقتصادي بدلون څارل؛ دا اداره د هېوادونو اقتصادي چلن او یا د سوداګریز جنګ په څېر د ممکنه خطر پېښې څاري.
  • د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره غړو هېوادون وته سلا مشورې و رکول.
  • له مالي ستونزو سره مخ هېوادونو ته لنډمهالي پورونه ور کول او ور سره مرسته کول.

دا پور هم تر ډېره د هغه ګډون حق له لارې ور کول کېږي چې غړي هېوادونه یې مني.

پر ۲۰۱۸ میلادي کال ارجنټاین تر ټولو ډېر یانې ۵۷ میلیارد ډالر پور واخیست چې دا صندوق جوړ شوی دی او دا اداره په ټول کې خپلو غړو ته تر زر میلیارد ډالرو پور ور کولی شي.

په ناستو کې پر څه بحث کوي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پیسو نړیوال صندوق پر ۱۹۴۴ کال امریکا کې له برټنز ووډز غونډې وروسته جوړه شوه.

د پیسو نړیوال صندوق لیدنو کې د غړو هېوادونو چارواکي، د شرکتونو مدیران او د بانکونو مشران تر ډېره پر مهمو ورځنیو مسلو خبرې کوي.

سږنۍ ناسته یې په واشنګټن کې جوړېږي او تمه ده چې سوداګریز تاوتریخوالی، نړۍ کې کمزورې اقتصادي وده، د صنعتي تولید کمښت او د شرکتونو د پور زیاتوال به یې د بحث مهمې مسلې وي.

د پیسو نړیوال صندوق د مالي مرستې د ترلاسولو وروستۍ هیله بلل کېږي، کله چې هېوادونه له اقتصادي کړکېچ سره مخ شي، د مرستې لپاره دغې ادارې ته لاس غځوي.

د دې ادارې ځینی ملاتړی رول ستایل شوی، لکه د ۱۹۸۰ کلونو لومړیو کې مکسیکو وویل، چې خپل پورونه ور کولی نه شي، نو دغې ادارې ور سره مرسته وکړه.

اوسمهال پر ۲۰۰۲ کال برازیل د دې ادارې په مرسته برازیل خپل اقتصاد وغوړاوه او بیا یې دې ادارې ته خپل ټول پور هم له ټاکلې نېټې دوه کاله مخکې ور کړ.

* د امریکا او چین سوداګریزه جګړه

* تجارتي جګړه څه ده؟

خو ځینې شنونکي وايي، د پیسو نړیوال صندوق د پور شرایط ډېر سخت دی، چې پکې پر سوداګریزو چارو د مالیو کمول، د بهرنۍ پانګونې زیاتول او دولتي پور کمول هم راځي.

پر ۲۰۰۹ کال یونان د اروپايي ټولنې د غړي په توګه له اقتصادي کړکېچ سره مخ شو، د پیسو نړیوال صندوق له دغه هېواد سره مرستې ته ودانګول.

ځینې شنونکي وایي، د یونان اقتصادي ریاضت چې له دې مرستې وروسته د حکومتي پور د کموالي لپاره وشو، له "اندازې ډېر و" او د دغه هېواد پر ټولنه یې اقتصادي ګوزار وکړ.

د پیسو نړیوال صندوق مشره ۶۶ کلنه کریسټالینا جیورجیوا او د بلغاریا ده چې دې وروستیو کې د دې ادارې مشره شوې ده.

له دې مخکې د نړیوال بانک اجرايي مدیره وه او اوس د کریسټین لاګارډ ځای نیولی دی.

د انځور حقوق Getty Images

پر ۱۹۴۴ کال د پیسو نړیوال صندوق له بنسټېدلو راهیسې په دودیز ډول یو اروپايي وګړی د دې ادارې مشري کوي، په ورته ډول یو امریکايي وګړی د نړیوال بانک مشري کوي.

دا اداره پر ۱۹۴۴ کال امریکا کې له برټنز ووډز غونډې وروسته جوړه شوه.

دا غونډه چې له دویمې نړیوالې جګړې سره په یو وخت وه، د برتانیا، متحده ایالتونو او شوروي په څېر ۴۴ هېوادونو پکې ګډون درلود.

دغو ګډونوالو په دې خبرې وکړې چې که جګړه پای ته رسېږي، نو څه مالي تدبیرونه ونیول شي، لکه د پیسو د نرخ برابرولو په برخه کې ټیکاومن سیستم جوړول او د زیانمنو اروپايي هېوادونو د رغولو لپاره مالي چارې برابرول.

په دې غونډه پیسې دوه ادارې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک جوړ شول.

د پیسو د ثابت نرخ سیسم چې د دې ادارې غړو جوړ کړ د ۷۰ لسیزې تر لومړیو روان و.